تبليغاتX
موسکا - ګويني بیساوو هېواد

موسکا

دشعر ، داستان ، طنز او ادبي ليکنو لپاره ځانګړى ويب لاګ

ګويني بیساوو هېواد

 

لنډه کیسه

 

مازیګر لمر زېړ شو، په بیروبار ښار کې د لمر وړانګې هم نورې کرارې کرارې ټولېدې، خلک یوې او بلې خواته سره ښورېدل، څوک وارخطا، څوک آرام او څوک هم سودا په لاس کې د خپل کور په لور، په ښار کې تیاره خپره شوه او د ډېر وخت په څېر نن هم د ډزو درانه غږونه واورېدل شول.

له رنګه تور کسان چې د سترګو سپین یې له لیرې ځلېدل وارخطا مالومېدل، ډزې زیاتېدې او وارخطايي هم زیاتېده...

د کوچنۍ او خیرنې کوټې په کونج کې ناست  سړی په چرت کې وو، آرام پورته شو له کړکۍ یې وکتل، ډزې او سرو لمبو لا د ښار په منځ کې دوام درلود، تور رنګې ښځې ته چې شاته تړلي خو مخ ته جړ وېښتان یې په مخ  راپراته وو، تورې پېړې شونډې یې رپېدې وکتل، متوجه شو، ښځې هم ورته سر وخوځاوه.

دواړو دروازې ته سترګې نیولې وې، له کوچنۍ ککړې کوټې بهر څو خیرنې څوکۍ اېښې وې او تیاره ګروپ یې په پخلنځي او د دروازې په لور په وتلې کوڅه هم رڼا کړې وه.

سړی له کوټې را ووت، په کوچني او خیرن سالون کې په یوه څوکۍ کېناست، کله به یې دروازې ته وکتل او کله به پورته شو له کړکۍ به یې د ښار منځ ته وکتل، د ښار په منځ کې د ډزو غږونه کرار کرار آرام شول او له رنګه تور لوړ سړی هم لږ آرام شو او دروازې ته په مخامخ څوکۍ کېناست، څه شېبه وروسته دروازه وټکېده، هغه له ځایه ټوپ کړل ورغی دروازه یې خلاصه کړه، تور لوړ ځوان چې پوځي دریشي یې په تن وه خپه مالومېده، کرار راغی او سپین ږېري سړي ته مخامخ په څوکۍ کېناست،

- لوی درستیز یې وواژه...

سپین ږيری سړی لکه چې ډېر نه وي حیران شوی، په شوخه لهجه یې وویل

- چې ته جوړ راغلې دوه نور دې هم ورسره وي...

هغوی سره ناست وو چې ډزې بیا پیل شوې، د کوټې ښيښې به یې وښورولې او لمبې په ټول ښار ګرځېدې، څه شېبه خو په کړکۍ کې ورته ولاړ وو، نور نو ستړي شول او آرام سره کوټو ته ننوتل، ډز  او ډوز روان وو او لمبې هم ګرځېدې...

د لمر له راختو سره لمبې نه مالومېدې، خو ډزونه هماغه راز کله کله اورېدل کېدل، څو لمر ګرمېده ډزونه لا ګرم شول او په ښار کې بیروبار هم آرام آرام کم شو، خلک زیات په واټونو کې نه مالومېدل او د ښار آسمان هم خړ مالومېده، غرمه او ماسپښين او ټوله ورځ درز او دروز او ټک ټوک...

شپه شوه او په واړه سالون کې بیا تت او تیاره ګروپونه بل شول او په څوکیو یې رڼا خپره کړه، کور چوپ مالومېده او له رنګه توره لوړه ښځه د سالون په منځ کې ولاړه وه، کله به یې دروازې ته کتل او کله به یې له کړکۍ ها خوا د ښار په تیاره او وېروونکې فضا کې سترګې ګنډلې وې.

دروازه ټک ټک شوه، ښځې دروازه خلاصه کړه او مخامخ ورته لوړ سپین ږیری ولاړ وو، سالون ته ننوت او وړاندې د ښار خواته خلاصې شوې کړکۍ ته ودرېده، بهر یې د ښار فضا ته کتل. ښځه یې هم شاته ودرېده او پېړې تورې شونډې یې وخوځېدې.

- څه چل وشو؟...

سړي شاته راوکتل، موسک شو

- ولسمشر یې هم وواژه...

ښځه حیرانه شوه، هغه هم وړاندې لاړه او له سړي سره اوږه په اوږه ودرېده د ښار سیل یې کاوه، آرام یې د سړي خواته وکتل او د پوښتنې په علامه یې سر وخوځاوه او شونډې یې بوڅې کړې، سړي هم ورته وکتل او ویې ویل:

- ټول پوځ د ولسمشر په ماڼۍ ورختلی....

ښځې سر وخوځاوه په سینه غوټه شوي لاس یې سره ټینګ کړل اوږې یې پورته واچولې، ویې ویل:

- بد حال دی...

سړي هم وخندل، شاوخوا یې وکتل، کورتۍ یې وایسته او په وړاندې کوټبند یې بنده کړه او خیرن پخلنځي ته ننوت، د سترې چایجوشې څښکوري ته یې پیاله ونیوه ډکه یې کړه او بېرته را ووت، ښځه لا هماغسې کړکۍ ته ولاړه او لاسونه یې په سینه غوټه نیولي وو، پرته لدې چې شاته را وګوري ویې ویل:

- عجیبه ده، همدا عادي خلک ولاړ شي، حکومت جوړ کړي، له خلکو د مالیې، ګمرک  او څه څه په نوم پیسې اخلي او د پوځ په نامه خلک ساتي، ولسمشر جوړ کړي، ټول واک ورکړي او ټول یې احترام کوي...

لږه شېبه چوپ شوه سړی هم پورته شو او کړکۍ ته ودرېده، ښځې دوام ورکړ

- بله ورځ راپورته شي، د خلکو په پیسو ټوپک واخلي، معاش اخلي او یو بل وژني...

تور لوړ کس په پلته وېښتانو لاس را تېر کړ ویې ویل:

- خپلې پیسې دې ارمان دي؟...

ښځې سړي ته وکتل څه یې ونه ویل، خوسر یې وخوځاوه او موسکه شوه...

+ نوشته شده در  Wed 18 Mar 2009ساعت 12:15  توسط عبدالله الهام جمالزی  |