تبليغاتX
موسکا

موسکا

دشعر ، داستان ، طنز او ادبي ليکنو لپاره ځانګړى ويب لاګ

کلوپاترا، ښایست او واکوالي

 

عبدالله الهام جمالزی

 

کلوپاترا،  د تاریخ تر ټولو ښکلې او خطرناکه مېرمن ، هغه ساده خو ښکلې ښځه چې د نړۍ ځواکمن  کسان جولیوس سزار او مارک آنتوني  یې هم ځانته جذب کړي دي . کلوپاتراپه زړه پورې ، ځان غوښتونکې او رويايي، زړوره ملکه  وه چې نږدې وو نړۍ بدله کړي. کابو  ۲۰۰۰ کاله کېږي چې کلوپاترا د یوې عیاشې او زړه وړونکې ښځې په توګه پېژندل شوې ده خو موږ یې په اړه زیات نه پوهېږو ، له ځینو څیزونو پرته چې هغه هم آسانه د منلو ندي. cleopatra

کلوپاترا له میلاده ۶۹ کاله وړاندې زیږېدلې وه، د یوناني بطلیموسیانو د لړۍ دکورنۍ  له شپږو اولادونو څخه درېمه او ددغې کورنۍ غړې وه. خو د هغې ریښتینې څېره د اسطورو تر شا پټه  شوې ده. لویدیځ پوهان لیکي : کلوپاترا د یوې نړیوالې امپراتورۍ خوب لیده او غوښتل یې چې په نړۍ واک وچلوي .

د مسیح له میلاد څخه  ۴۰ کاله وړاندې  وو، یوې ښځې د روم امپراتوري ګواښله . ټول  له هغې ډارېدل ، ځکه هغوی ته ډېره لویه ښکارېده،یوه افسانوي ښځه ، یوه ډاروونکې ښځه.

یولویدیځ پوه وايي : له هغې ټول وېرېدل، هغې ته ټول ګوته په  غاښ وو، فکر کېږي چې هغه د جنسي اړیکو له نظره نه ستړې کېدونکې وه، داسې څوک وه چې دودونو ته یې درناوی کاوه او د مرګ تر پولې ټولو دودونو ته پابنده پاتې کېده.

وېل کېږي ددې افسانوي ښایسته ښځینه واکوالې په تګ لارو کې یوه هم بې لارې کول وو. هغې په خلکو کې د ځان دتبلیغ لپاره ښې لارې چارې لټولې، او تل به یې د یوې سترې او پرتمینې نندارې په څېر مراسمو څخه استفاده کوله. د کلوپاترا د ریښتینې څېرې د کتو لپاره د یونان له آوازو پرته مصري سندونو او شواهدو ته هم نظر وکړو.

یو لویدیځ پوه پدې نظر دی : له دې امله چې لویدیځ پوهانو تل کولای شوای چې یوناني لیکلي ولولي ،  تر ۱۸۲۰ کال پورې موږ ونه شو کولای چې مصري هیروګلف لیک ولولو. اوس موږ غواړو چې د مصر  د لرغونو پړاوونوپه اړه معلومات تر لاسه کړو. د ختیځ مصر سرچینو ته په کتنه کې د کلوپاترا بشپړ انځور موندلای شو.

کلوپاترا د داسې ملت واکواله ده چې لرغونتیا یې کابو د خپل تمدن په کچه ده ، د فرعونانو اهرامونه د کلوپاترا لپاره ډېر لرغوني دي ، لکه چې هغه هم نن زموږ لپاره لرغونې او پخوانۍ ده .

کلوپاترا یوه یونانۍ وه نه مصرۍ، هغه په سکندریه ښار کې لویه شوه، د نړۍ په تر ټولو ستر او شتمن ښار کې ، هغې له خپل پلار یا  دوولسم بطلیموس پاچا څخه زده کړې وکړې .

 په حقیقت کې د کلوپاترا داستان له درې پېړیو وړاندې له خپله هغې څخه پیلېږي، د بطلیموس لومړنيو دریو پاچاهانو د مصر له پولو ډېر وړاندې د خپلې امپراتورۍ مراندې ټینګې کړې  وې . خو د کلوپاترا په پړاو کې د مصر واکوالي ډېره کوچنۍ شوې وه. هغه لاتین چې د روم په وړاندې چوپ او ارام پاتې شوی وو. د مصر زیاتره ګاونډیان د روم د پراخېدونکې امپراتورۍ لخوا د لاندې کېدو په حال کې وو. د کلوپاترا پلار د مصر د آزاد ساتلو لپاره له رومیانو سره معامله کړې وه . خو مصریانو ورته د روم د یو لاسپوڅي په سترګه کتل . د خلکو همدا غوسه ددې لامل شوه چې د کلوپاترا پلار له سکندریې څخه وایستل شو. د هغې مشرانې خویندې چې رومیانو تښتولې وې ووژل شوې . د کلوپاترا پلار په خاینانو برید وکړ او د خپلې پاچاهۍ له نیولو وروسته یې رومیانو ته ګرمه ورکړه.

یو لویدیځ پوه وايي: په هغه وخت کې کلوپاترا یوه پېغله او په عین حال کې ډېره حساسه وه . کله چې کلوپاترا ولیدل چې د رومیانو په پیسو او ځواک څومره کارونه کېدای شي (د بېلګې په توګه : د کلوپاترا د پلار واک ته رسېدل چې بالاخره بېرته هغې پاچاهۍ ته وګرځېده) هغه پوه شوه چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د رومیانو پیسو او ځواک ته اړتیا لري.

کلوپاترا د رومیانو د ځواک په اړه زده کړه کړې وه هېڅکله یې نشو هیرولای. کله یې چې خویندې له منځه ولاړې ، هغه نېغ په نېغه د پاچاهۍ د تاج اوتخت سره مخ شوه. هغې د یونان د پرمختللو ښوونیزو پروګرامونو په بنسټ د یوې زده کړیې او ځواکمنې واکمنې په توګه ځان راڅرګند کړ.

دا ښکاره ده چې هغه ډېره لایقه وه، هغې کولای شو چې په ۹ ژبو خبرې وکړي ،دا هم شونې ده چې هغه به نابغه وه، خو هغه ریښتیا د بيطلیموس یانو د لړۍ لومړنۍ واکمنه وه چې کولای یې شو په مصري ژبه خبرې وکړي ، هغې ددې کار لپاره ډېر زحمت ایستلی وواو تل یې هڅه کوله چې خپل کارونه  د هغه قوانینو او درسونو سره سم چې هغې لوستلي وو پرمخ بوځي.

موږ نه یو خبر چې د کلوپاترا مور څوک ده ،  په زیات احتمال یې د پلار مېرمن د هغه خور وه . د بطلیموسیانو ترمنځ د خور او ورور واده هغه وخت دود وو.

د Pro.p.q    په نوم یو پوه وايي : د خور او ورور د واده د دود په اړه ، هغه څه چې تر سترګو کیږي دادي چې دا دود تر یوې کچې ورته له فرعونانو پاتې شوی دی او تر یوې کچې مذهبي دلیل هم لري،  زماپه فکر بل سم دلیل دادی چې په هغه پړاو کې له ځانه ښه ساتنه وه،  ددې له امله چې له خور او ورور پرته پر چا باور ډېره ستونزمنه چاره وه.

کله چې د کلوپاترا پلار له نړۍ سترګې پټولې ، پاچاهي یې کلوپاترا چې ۱۸ کلنه وه او د هغې ورور ته چې ۱۰ کلن وو پرېښوده ، ځوانې ملکې په چټکۍ سره مسوولیت په غاړه واخیست او پدې لاره کې له زیاتو ستونزو سره مخ شوه،  هغې غوښتل چې د رومیانو لخوا د مصر د نیول کېدو مخه ونیسي  او دغه راز داسې یوه ورځ راورسیږي چې بېرته په هغه ځمکو ولکه ټینګه کړي چې نیکونو یې پرې واک چلولی وو، په افسانو کې کلوپاترا د ځوانې او شهوتي پېغلې په توګه یاده شوې ،  خو مصري اسناد بیابیا ډېر بېل انځورونه ښيي.

Pro.d.t   وایی: زه فکر کوم چې کلوپاترا یوه پلانوونکې واکواله وه ، موږ یې له یو شمېر کارونو خبر لرو ، هغې مصر ته زیات اهمیت ورکاوه، هغې د هغه ستونزو په وړاندې چې په هېواد کې یې پیدا شوې وې په ورین تندي چلند کاوه، څوکاله د نیل سیند اوبه لږې شوې وې چې د جوارو زېرمې هم کمې شوې وې ، یواځې د نیل سیند د مصر او لوږې ترمنځ خنډ وو، خو د کلوپاترا د واکوالۍ په لومړي کال د نیل سیند ناکام پاتې شو، حتی د سکندریې په شتمن ښار کې هم قحطي راغلې وه.

هغه زیاتوي : هغې بېلابېلو ولایتونو ته خلک واستول ، څو هیڅ جواري د شمال او سوېل لوري ته ولاړ نشي، ښايي پدې خاطر به وو چې هغې خوا ته به بیې لوړې وې ، ټول جواري باید سکندریې ښار ته استول کېدل، هغې پدې فکر کاوه چې دښار خلکو ته باید غذا ورکړي ، هغه کسانو ته چې له سره یې خوراک نه درلود.

په سترو سترو تابلوګانو دهغې انځورونه ډېر زړه وړونکي دي ، هغه یوه ښاپېرۍ یاده شوې او په تابلوګانو یې زیات اغېز کړی. په یوه لرغونې لوحه کې وینو چې کلوپاترا یواځې واکوالي کوي او پداسې حال کې چې د یو نارینه فرعون په څېر جامې یې اغوستې او د (آیسیس) د الهې عبادت کوي .

له کلوپاترا وړاندې بله ځواکمنه ښځه هم د بطلیموس په کورنۍ کې تېره شوې ده.  خو هغې دومره زړه نه درلود چې د تاج او تخت ادعا وکړي ، کلوپاترا هیڅکله له خپل ورور سره د واک د وېش نیت نه درلود. خو د هغې ځان غوښتونکي پلانونه هم ورته سخت تمام شول،  د مصر ځوانه ملکه د خپل ورور د پلویانو لخوا له تاج او تخته بې برخې شوه. هغې په وچو دښتو کې کډوالۍ ته ملا وتړله.

له میلاد وړاندې د ۴۸ کال په سپتمبر کې کله چې کلوپاترا د خپلې اردو د جوړولو په حال کې وه د روم یو نوی ځواکمن کس سکندریې ته راغی دا  جولیوس سزار  وو . هغه د هغه  ګرمو (ناغو )د ټولولو  لپاره چې د کلوپاترا پلار یې پوروړی وو راغلی وو، د کلوپاترا لپآره هم بهرنیان خطرناک وو او هم د خپل ځوان پاچا ورور پلویان .

 سزار په خپل لښکر سره د کلوپاترا په مخالفینو برید وکړ، سزار په اسانۍ له چا نه ډارېده ، هغه د پاچاهۍ ماڼۍ ونیوله ، هغه پیسې یې چې وړ ګڼلې له ځانه سره واخیستې، او بیا یې هم خپل میراثي حق وغوښت . او کلوپاترا یې د خپلو ورور په ځواک بریالۍ کړه ، ددې لپاره چې د ورور ځواکونه یې هغه ونه ویني ، ځان یې په قالینو کې پټ کړ او د ورور د ځواکونو لور ته قاچاق شوه، یو داسې حیرانوونکی ورود چې د ټولو خلکو فکرونه یې ځانته واړول.

سزار په هغه وخت کې ۵۲ کلن وو ،  هغه یو پوځي قوماندان ، یو ځیرک سیاستوال او متاهل پوه سړی وو، کلوپاترا هغه مهال یواځې ۲۱ کلنه وه او ډېره هم جذابه وه.

سزار یا په بل عبارت که ووایم ښځه پرسته سړی ، داسې ځانګړنې یې درلودې چې داخبره یې تصدیقوله چې ښځو ته یې په بل نظر کتل ، هغوی پرې ډېر ویاړ کاوه ، حقیقت هم دادی چې هغه لکه چې د هېوادونو بدلوونکی وو د ښځو بدلوونکی هم وو.

د هغو شپو په اوږدو کې چې کلوپاترا سزار قانع کړ چې د ورور په وړاندې له غورځنګ څخه یې ملاتړ وکړي په یو بل مین شول ، کلوپاترا څرنګه ځواکمن کار په سزار ترسره کړ،داستانونه یې د هغې ډېره زیات ښایست لامل ګڼي خو تاریخي شواهد بل څه وايي.  

د کلوپاترا کابو ټول انځورونه چې په هغه وخت کې جوړ شوي وو ورک شوي یا له منځه وړل شوي، یواځې درې مجسمې یې پاتې دي ، دایې له هغه ډېرو چاپلوسانه وو څخه دي ، وېښتان یې شاته اړولي او بند کړي یې دي.

لوړه پوزه او ګڼ وېښتان یې ملکه په ګوته کوي، خو دا داسې څیز ندی چې په خیالي توګه جوړ شوي وي ، د هغه مهال مجسمې زیاتره د سیاسي موقعیت لپاره ډیزاین شوې وې ، د یو کس د ظاهري بڼې انځور ته چې څه ډول دی ورته وې،  هغه سکې چې د هغې د واک پر مهال جوړې شوې دي زموږ د نظریو بنسټ جوړوي .  

L.H.H  وايي :هغه سکې چې دهغې په امر وهل شوې دي ، احتمالا یې له  هغې سره موافقت درلود ، هغه چاپلوسانه نه شي کېدای ، پس زه فکر کوم چې موږ فرض کولای شو چې دهغې قواره به همداسې وي ، د سکې انځورونه ډېر خام دي ، له همدې امله فکر کوم چې موږ باید هغه د تشخیص له مخې وګورو نه د ظاهري بڼې .

شونې ده چې د سکې انځورونه خام وي خو هغه د هغې اصلي ځانګړنې بیانوي ، لوړه پزه ، بوڅه ښکتنۍ شونډه.

Pro.P.Q   وايي: ټول غواړي وپوهیږي چې هغې څرنګه قواره درلوده ؟  د پاسکال څرګندونې مې یاد ته راځي چې د کلیوپاترا په اړه یې ویل ،که د کلوپاترا پزه دهغې د مخ په پرتله لږ کوچنۍ وای نو د نړۍ ظاهري بڼې به په بشپړه توګه بدلون موندلی وای ، هغې بطلیموسي پزه درلوده . ځانګړنې یې دادي چې تل یې پزې لوړې دي .

کلوپاترا ، څرنګه بڼه درلوده او دا چې څرنګه شخصیت وو، د یوناني لیکوال پلوتارک د لیکنو په اساس هغه ډېره زړه وړونکې وه ، خبرې یې ډېرې خوږې او ځانګړې نازکي یې درلوده .

د کلوپاترا او سزار له کتنې یوه ورځ وروسته سهار سزار ټینګار کاوه چې ورور او خور باید سوله وکړي او له یوبل سره یوځای په مصر واک وچلوي . د څو اونیو لپاره ټول آرام وو،  سزار  په سکندریه کې پاتې وو او د هغوی له روشنفکرۍ څخه یې خوند اخیسته ، خو ډېر دوام یې ونه کړ، د ځوان پاچا او ورور پلویانو کورنۍ جګړه سخته کړه .  له میاشتو میاشتو جنګ وروسته کلوپاترا او سزار بریالي شول . تنکی پاچا د نیل رود ته وغورځول شو، سزار تاج او تخت بېرته کلوپاترا ته ورکړ، د کلوپاترا دوولس کلن ورور وژغول شواو کلوپاترا ورسره واده وکړ، خو په حقیقت کې کلوپاترا په یواځې سر واکوالي کوله ،کله چې جګړه پای ته ورسېده ، سزار له مصره ولاړ، ډېر ژر د کلوپاترا زوی پیدا شو،  د سکندریې خلکو هغه ته سزارین یا د سزار ځوی لقب ورکړ.  د سکو انځورونه هم کلوپاترا له یو کوچني ماشوم سره د شیدو ورکولو په حال کې ښيي لکه د آیسیس الاهه  له خپل ځوی هورس سره . آیسیس په مصر کې د ټولو د خوښې وړ بت وو، الاهه چې زرګونه نومونه یې درلودل او د کرهڼو حاصلات یې تامینول ،کلوپاترا د مصر د خلکو لپاره د آیسیس الاهې په مجسمه بدله شوې وه .

لویدیځ لیکوال وايي: کله چې کلوپاترا له خپل کوچني ماشوم سره روم ته لاړه ، سزار هغوی له ښاره بهر خپل باغ ته بوتلل،  رومیان هک پک وو،  سزار خپل زوی ته هیڅ اهمیت ورنکړ ، خو دا چې دهغه مور ته یې درناوی کاوه چې دلیل یې روښانه دی، د ونوس په نوي عبادتځي کې یې د کلوپاترا یوه د سرو زرو مجسمه جوړه کړه ، په یو ستر موقف سره ،ونوس د رومي ماډل آیسیس ید، د ټولو رومیانو مور ، سزار کلوپاترا ته د داسې ملکې په توګه درناوی وکړ چې د خلکو زړه یې ترلاسه کړی .

 

ځینې تاریخ لیکوال فکر کوي چې سزار او کلوپاترا د یوې امپراتورۍ د جوړولو لپاره د یوې غیرعادي اجنډا د جوړولو په حال کې وو، داسې یوه امپراتوري چې روم ، مصر ، اروپا او آسیا په یوې ګډې ولکې کې راولي، کله چې سزار د نړیوالې امپراتورۍ خوبونه ويني خلک یې د پرمختیايي ځواک څخه ویریږي .

هغوی اټکل کوي چې هغه نیت لري سنا له منځه یوسي او د پادشا په توګه واکوالي وکړي . د ۴۴ قبل المیلاد د مارچ په میاشت کې سناتورانو په سنا کې په هغه برید وکړ، سزار د ځان یا زوی سقوط ذکر نه کړ ، هغه د خپل ورور لمسی اوتیویان د خپل وارث په توګه غوره کړ.

سکندریې ته د کلوپاترا له بېرته ستنېدو څو اونۍ وروسته ، دهغې د تاج او تخت شریک یعنې د هغه ورور د یوکس لخوا ښايي د کلوپاترا په دستور ووژل شو، هغې د تاج او تخت د ادارې لپاره خپل درې کلن زوی د قدرت شریک کړ، د مصر ملکې د سزار له زوی سره غوښتل د مدیترانې د حوزې خوندي نړۍ وژغوري .

له میلاده ۴۴ کاله وړاندې ،کلوپاترا یواځې ۲۵ کلنه وه، د سزار له وژل کېدو یوه میاشت وروسته ، روم له کشالې (بحران) سره مخ وو، اوس نو د رومیانو له ملاتړ پرته باید کلوپاترا خپل تاج اوتخت امن کړی وای.

هغې دخپل پروپاګند لپاره د لرغونو فرعونانو له رودې استفاده وکړه،سترې سترې تابلوګانې، د سویلي مصر د عبادتځي له جوړېدو وروسته هغې د مصر په خلکو کې تر ټولو ستر موقف خپل کړ، کلوپاترا په داسې حال کې ښودل شوې چې زوی یې د عبادتځي د خدایانو د عبادت په حال کې دی ، د هغې زوی هم د یو بالغ فرعون په توګه انځور شوی ، د هغوی په وړاندې هورس د الهې او آیسیس د زوی په توګه کښل شوی دی، آسیس هم د کلوپاترا په څېر د سایدویس په نوم د یو زوی خاونده وه چې وژل شوی دی .

په روم کې دوه کسانو ډېر ځواک درلود، د سزار د ورور لمسي او دهغه وارث اوتیویان چې ۱۹ کلن وو او د سزار د باور وړ مارک آنتوني.

 آنتوني او اوتویان د روم امپراتوري په خپل منځ کې سره وویشله ، تویان لویدیځه اروپا واخیسته او آنتوني مصر ته څېرمه د سویلي پولو ولایتونه واخیستل ، آنتوني خوشحال سړی او ویل کیږي چې د هرکوس په څیر اندام یې درلود. دغه راز هغه تکړه قوماندان او ښه سیاستوال وو، خو د خپل ښوونکي جولیوس سزار اپوټه د هغه ځیرک ذهن کم نظم درلود.

I.H.H   وایی:  داسې ښکاري چې سزار یو ستر او عاقل کس وو او تل یې همداسې عمل کاوه خو برعکس آنتوني په سوکالۍ او مستۍ د ښځو په وړاندې پېژندل کېده، د ښځو په وړاندې دهغه کمزوري په بېلابېلو برخوکې ثابته شوه.

کله چې مارک آنتوني خپل نوي قملرو ته سفر کاوه ، خلکو یې د ابدیت د خوښۍ او شرابو د خدای دیونیوس په توګه هرکلی وکړ ، په ۴۱ قبل المیلاد کې کلوپاترا د آنتوني یو لیک تر لاسه کړ چې په هغه کې یې له مصریانو څخه په پارتیا چې اوس ننی ایران پکې پروت دی د مرستې غوښتنه کړې وه،  د څو اونیو لپاره یې کلوپاترا انتظار وکړ، بالاخره کلوپاترا ومنله چې هغه به په تارسوس کې چېرته چې اوس د ننۍ ترکیې سویل ختیځ پلو کېږي ملاقات وکړي

. کلوپاترا خپل د ننوتو شېبه په ننداریزه توګه پلان کړې وه، هغه داسې یوه شاهي کښتۍ کې چې وروستۍ برخه یې له سرو زرو جوړه شوې وه، په ټیټ بادبان سره د مینې د الهې په څېر یې تر سایه بان لاندې ځان ورورساوه، هغې د میلمستیا په لومړیو څلورو ورځو کې آنتوني په بېلابېلو ډولونو بوخت وساته ، د کلوپاترا منګولو ته یو ځل بیا یو قوماندان ورغلی وو او خدای خبر چې هغې به ورته څومره پلانونه او نقشې ایستلې وې.

نور بیا...

+ نوشته شده در  Thu 8 Jan 2009ساعت 8:59  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

پریشاني په ښځواونارینه وکې توپېرلري

    

د تاند ټکي کام مبارکي درته وایو

هیله ده نه یواځې له کتلو یې خوند واخلئ بلکه ددغه ویب پاڼې په ښکلاکې هم راسره مرسته وکړئ

www.taand.com

Taand.web@gmail.com

 

 

 پریشاني په ښځواونارینه وکې توپېرلري

 ژباړه :محمدظریف عنایت زی

څیړنوښودلې ده چې دپریشانۍترټولوعامه نښه پرځان دباورنه لرل ،دځان وژنې فکرکول ،نه ګروهنه ،ستړیا،بې احساسه کیدل اوپه خوب کې ناآرامه کیدل دي .

دیوشمیرلاملونوپه دلیل په نارینووکې پریشاني ژرنه جوتیږي ،ځکه نارینه خپله پریشاني پټوي ، هغوي فکرکوي چې ځواکمن انسانان دي ،خوپه مقابل کې  دخپلواحساساتوبیانول دښځوخوي بلل کیږي .نونارینه ددې پرځاي چې خپله پریشاني اودهغې عوامل بیان کړي تل دستړیاخبره کوي .

 

 

www.taand.com

Taand.web@gmail.com

 

+ نوشته شده در  Fri 23 Mar 2007ساعت 20:7  توسط   | 

دوريجو بډايه کوونکي توکي

ميرمنو ته د ښو خوراکونو دجوړولو تمه لرو او له نوو يې خبروو

 

 

دوريجو بډاى کوونکي توکي :

 

وريجي په طبيعي ډول ټيامين ، نياسين او اوسپنه لري ، البته د ژرندې په وخت کې ددې توکو ځينې برخه کميږي . ځکه نو په امريکا کې د پيکو شوو (ژرنده ) شوو وريجو دتغذيه اي ارزښت په کچه قهوه اي وريجې له ټيامين ، نياسين او اوسپنې سره ګډوي . سربيره په دې چې ټولې وريجې په اسيد فوليک هم ګډې شوې دي .

د امريکا د خوراکي توکو او درمل وزارت (EDA) د دې توکو په وسيله دبډآيه کوونکو تغذيه اي توکو کچه پدې ډول اعلان کړې ده : د هرو ٤٥٠ ګرامه وريجو لپاره  ٢ ملي ګرامه ټيامين ، ١٣ ميلي ګرامه اوسپنه او نياسين  ،  ٠.٧ ميلي ګرامه اسيدفوليک .

له هغه ځايه چې ددې تغذيه اي توکو مخلوط د وريجو دانې پوښي توصيه کيږي چې وړاندې له پخولوپه ځلونو پرينمينځل شي او يا يې دپخولو په مهال زيات ونه نښتيځي ځکه چې تغيه اي توکي چې ورڅخه د وريجو دبډايه کولو لپاره استفاده شوې په اوبو کې له محلولو نورو ويټامينونو او معد ني توکو سره يوځاى له منځه ځي .

اسيد فوليک :

اسيد فوليک د ويټامين B له کورنۍ څخه دى چې مصرفول يې په تيره بيا د حامله ګۍ په مهال کې د جنين د مغزي او عصبي نقصونو دمخنيوي په خاطر توصيه کيږي .  داسيد فوليک رول د ګلوبول دځوانۍ په ژېړو او د DNA   او RNA   په  جوړښت کې ثآبت شوى دى .

د لويانولپاره د اسيد فوليک د کارونې دتوصيه کچه  په ورځ کې کابو ٤٠٠ ميکرو ګرامه ده . اسيدفوليک دشين رنګو پاڼو په شينوالي او همدارنګه د بډايه شووغلو دانو لکه وريجو کې زيات ميندل کيږي . دبېلګې په توګه د بډايه شوو وريجو نيم ګيلاس  دبدن دورځنۍ اړتيا وړ اسيدفوليکو د اندازې   ٨  فيصده لري  .

ټيامين :

 ټيامين (ويټامين  B1 )  د يو کوانزيم د يوجز په توګه  په انرژۍ د ګلوکوز په بدلون کې رول لري ، د ټيامين کارول د مغز، زړه او ښې اشتها د سلامتۍ لامل کيږي .  له هغه ځايه چې بدن د ټيامين په ذخيره کولو نه توانيږي ځکه يې نو په ورځنيو خوړو کې شتون اړين دى .  دسپينواو قهوه اي وريجو نيم ګيلاس د ورځنۍ اړتيادټولې اندازې ٦ او ٧  سلنه (فيصده) ټيامين لري .

ريبو فلاوين :

 

وريجې لږ څه  ريبوفلاوين (ويټامين  B2 ) لري چې د انرژۍ دتوليد اود پوست دتړاو دساتولو او سترګو لپاره اړين دي . نيم ګيلاس پخې شوې قهوه اي وريجې  دورځنۍ اړتيا د ټولې اندازې يو سلنه  ريبو فلاوين لري .

نياسين :

نياسين (ويټامين  B3 ) هم  په  انرژۍ د ګلوکوز دبدليدلو لپاره اړين دي ، همدارنګه دهغه شتون د پوست دروغ پاتې کېدلو او دمعدې اوعصبي سيستمونو دمناسب کار لپاره اړين دي . نيم ګيلاس سپينې اوقهوه اي پخې شوې وريجې د ورځنۍ اړتياوړ نياسينو دټولې اندازې  ٦ او ٨ سلنه نياسين لري .

ويټامين  E   :

ويټامين E   په وازګو کې محلول دى چې اړينې وازګې او اسيدونه د اکسيداسيون له ګواښ څخه يې دبدن په سلولونو کې ژغوري . دوريجو نيم ګيلاس د لږ څه ويټامين اي لورنکې دي .

 

کلسيم :

دوريجو کلسيم ډېرلږ دى ، کلسيم دهغه اړينو عناصرو نه دى چې دغاښونوپه جوړښت اوهمدارنګه د عضلاتو په کار کې ونډه لري او ترڅو چې کلسيم نه وي حرکت شونى ندى .  د عصبي پيغامونو ليږد راليږد  يون کلسيم په وسيله ترسره کيږي اوکلسيم د وينې دجوړيدلو په مرحلو کې پراخه ونډه لري .

اوسپنه :

په بدن کې داوسپنې لويه سرچينه هموګلوبينونه دي ، جوړښتي هموګلوبينونه اوسپنه (هم)او يو پروتين (ګلوبين  )دى  چې دنده يې حجرو ته د اکسيجن رسول دي . ځکه نو د اکسيديشن پيښې په حجرو کې رامنځ ته کيږي  .

له بلې خواد اوسپنې زياته برخه له انزيمونو څخه جوړه ده چې په انرژۍد ګلوکوز او چربو اسيدونو د بدلولولپاره اړين دي . دسپينواو قهوه اي پخو شوو وريجو نيم ګيلاس داوسپنې د ورځنۍ اړتيا اتمه سلنه (فيصدي ) جوړوي .

فاسفورس :

فاسفورس د بدن او هډوکو په جوړولو کې مهمه دنده لري . نيم ګيلاس پخې شوې قهوه اي اوسپينې وريجې د اړتيا وړاتمه او دريمه سلنه برخه جوړوي .

پوتاشيم :

دپروتينونو د توليد اوپه حجرو کې  دآنزيمونو د کار لپاره همدارنګه په بدن کې د مايعاتو دتعادل دساتلو لپاره پوتاشيم لازم دى . د قهوه اي وريجو نيم ګيلاس پوتاشيم ته دبدن د ورځنۍ اړتيا لږ ه يا يو فيصده برخه تامينوي .

سديم :

سديم په بدن کېد مايعاتو د تعادل په ساتلو کې د عصبو او ماهيچو د طبيعي کار لپاره مرسته کوي او شتون يې روغتيا ته ډېر اړين دى .

دوريجو په څېر غلې دانې په طبيعي ډول لږ سديم لري . په حقيقت کې سپينې وريجې هيڅ سديم نلري . په پخو شوو وريجو کې دسديم کچه دهغې دپخيدلو په اوبو او مالګې پورې تړاو لري .

لدې تبصروسره وريجې د هغورژيمونو لپاره چې سوديم نلري ښه خواړه دي .

 

+ نوشته شده در  Mon 19 Mar 2007ساعت 12:12  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

ديوچاترټولو ښه پوهول

 

ځير شه :

خپل احساسات د وګړو په کیڼ غوږ کې زمزمه کړئ
د تکزاس پوهنتون ځیړنې ددې ښودنه کوي وګړي احساسی خبري په کیڼ غوږ ښه
اوري او ژر غبرګون ښيی
انډیپنډنټ ورځپاڼه په دې هکله لیکي کله چې احساسي کلمې د وګړو په کین غوږ
کې زمزمه شي تر ښيي غوږه ښه غبرګو ن ښیي . دغه څیړنې د امریکا سام
هوستون پوهنتون تر سره کړي دي نیورولوژست او ددغې ډلې مشر تيو چونګ سیم
په دې هلکه وايي ددغو څیړنو نتیجې تاییدوي چې دمازغو نیمايي ښی اړخ له
کیڼ غوږسره ارتباط لري ځکه نو احساسي خبر ي په کیڼ غوږ ښې اوریدل کیږي .
په دوو ژبو خبرې کول دماغزو ساتنه کوي
دنویو څیړنو نتیجې ددې ښودنه کوي چې که انسان په دوژبو پوه وي نو دعمر
له زیاتیدا اودمازغو له ساتلو سره به یې مرسته کړي وي .
کانادايي څیړاند وايي هغه ماشومان چې له ماشوموالی په دو ژبو خبر ې کوي
دهغه کسانو په پرتله چې په یوې ژبې خبرې کوي لږ دماغزو په کمزورتیا اخته
کیږي
پر ماشومانو مخکینیو څیړنو ددې ښودنه کوله چې که ماشوم په دو ژبو خبرې
کوي دهغوي خلاقیت به هم ورسره زیات شي خو پر دو ژبو د پوهیدااغیز تر اوسه
نه و جوت شوی
په یوسلو پنځوسو کسانو دغه څیړنه شوې ده چې نیمايي پکې په دوو ژبو او
نورو په ېوې ژبې خبرې کولې هغو چې په دو ژبو یې خبرې کولې تر نورو زیات
ېې دخبرو په وړاندې غبرګون وښود او مازغو ېې ښه کار کاوه


 

+ نوشته شده در  Sun 18 Mar 2007ساعت 17:2  توسط عبدالله الهام جمالزی  |