کورنی اوماشومان
کورنۍاوماشومان
لیکنه :محمدظریف عنایت زی
کورنۍپه ټولنه کې کوچنی ټولنیزارګان دی چې دښځې اونارینه په ټراوسره لومړنی جوړښت مومي .کرارکراردغه وړوکې ټولګه د ماشومانوپه پیداکیدوسره لوییږي اوماشومان دښځې اوخاوند ترپالنې لاندې راځي .کله چې لومړنی ماشوم په کو رکې پیداشوښځه اوخاوندچې دلومړي ځل لپاره دپلاراومورنوم پرې پورې شوی وي له هاغه لومړۍ ورځې دهغه دهراړخیزې روزنې په وړاندې مسوولیت لري چې دادنده اومسوولیت اسلامي ،ایماني انساني اوټولنیز دی .ماشوم پاک روح اوسپیڅلی احساس لري اوله هماغه لومړۍورځې دزده کړې په هڅه کې وي، خوموراوپلارکولاي شي په ښې اوپه عین حال کې آسانه رودې سره دهغوي دزده کړې په لاره کې له ماشوم سره ګتوره مرسته وکړي .
ماشوم دبشردپیدایښت بیلګه دی بیلابیلوپوهانواوارواپیژاندودماشومانو په اړه لیکنې اوویناوې کړې دي .دځینوپوهانوپه آندیوویشتمه پیړۍدماشومانوپیړۍده،له دوواړخونوداپیړۍ دماشومانوپیړۍبلل شوې.
لومړی په هغوهیوادنوکې چې یوڅه ښې اقتصادي اوټولنیزې ودې ته رسیدلي ،د مادي اومعنوي سرچینوډیره برخه دماشومانوپه اړوندومسلواودهغوي په روزنېزو،روغتیايي ، رواني ،بدني اوپرمختیايي چارولګول کیږي چې په دې توګه په روغتیایي ،ښوونیزو،هنري ،اوروزنیزوامکاناتوسربیره دماشوم حقوق هم دراتلونکي نسل دمادي اومعنوي ملاتړاودټولنې دراتلونکي داداره کوونکي په توګه پراخ شوي اوډیرپام ورته شوی دی که څه هم په پرمختللوهیوادونوکې ددې جدي پاملرنې ترڅنګ ماشومان له یوشمیرټولنیزوستونزوهم کړیږي.
په هغوهیواودنوکې چې دماشومانواوزلمکیانوروزنې ،پالنې اوذهنې ودې ته ښه پام کیږي اوداچاره له کورنۍ نیولې بیا ترحکومته پورې په لومړیتوب کې ده، په هغې کې ټولنیزې ستونزې ډیرې کمې دي اوهرڅه دیوه معیارپراساس اوپه یوه چوکاټ کې ترسره کیږي .
په دغه رازټولنه کې ماشومانوته یوځانګړی رول اواهمیت ورکول کیږي اوماشوم هم په مقابل کې دشخصیت احساس کوي نوکله چې ماشوم دپینځو،شپږوکلونوشي بې له دې چې څوک هغه ته دمنفي کارونودنه کولولارښونه وکړي پخپله له ټولنې دازده کوي چې څرنګه ژوندوکړي ،کوم کاروکړي اوله کوم کاره ډه ډه وکړي یعنې ویلاي شوچې په دغه رازټولنو کې ماشومان په خپله دښواوبدوتوپیرکوي، دبیلګې په توګه په دغه رازټولنوکې ماشوم چې کله پرپیاده رو،پارک ،دلوبوپه باغونو،لارواوکوڅوکې څه شئ وویني اویاپه خپله یوڅه وخوري پاتې موادلکه پلاستیکي کڅوړه اوداسې نوردغورځولوشیان هرومرودچټلیوپه سطل کې اچوي ،اوپه دغه رازپام اوځیرتیاله لویانوسره په ټولنیزوچاروکې ونده اخلي .
دوهم داچې په ځینو وروسته پاتې اوپراختیايي هیواودنوکې نه یوازې دماشومانوښوونیزو،ټولنیزو،روغتیايي اوذهني ودې ته پام نه کیږي بلکه دماشومانوروحي ،بدني اوجنسي ځورونه هماغه رازدوام لري .چې داکارپه راتلونکي کې نه جبرانیدونکی زیان لري .په غیرصنعتي اووروسته پاتې هیوادونوکې ماشومان دنظامونودناوړه جوړښت قربانیان دي .اوددې ناو ړه چلندونوجرړې له منځه وړل یوازې دټولنې دژوروبدلونونواوعمومي نظم په رڼا کې شوني دي .له بده مرغه په ځینوټولنوکې نن سباپه کورنۍکې تاوتریخوالي اودماشوم پر ودې دهغې اغیزې ډیرې خواشینونکې دي چې دغه ناوړه ښکارنده دنړۍپه ډیروهیوادونوکې ترسترګوکیږي .
دځینوعلتونوله امله دپلاریامورکیدولپاره دنارینه اوښځې نه چمتووالی ،چې په دې صورت کې دژونددیولړفشارراوړونکوعواملوله لارې هڅه کیږي ژوندته سمون وروبخښي اووروسته چې ماشوم هم پیداکړي دوي هڅه کوي دهغه دناسم چلندمخه ونیسي ،یوشمیر میندې اوپلرونه بیا له خپلوماشومانوغیرواقعي تمې لري او ماشوم هم چې دهغوي دتمودپوره کولوتوان نلري،په نتیجه کې موراوپلاردماشوم چلندقصدي اودمنفي نیت پراساس بولي اوبالاخره دماشوم په وړاندې له کینې ډک چلندکوي .همدارازاقتصادي ثبات اودټولنیزملاتړنشتوالی په یوشمیرکورنیوکې دماشومانولپاره دناسم روزنیزچاپیریال درامنځته کیدوسبب کیږي .
په کورنۍکې د تاوتریخوالی بل پړاو هغه وخت پیلیږي چې میندې اوپلرونه دماشوم دچلند اوکړچارپه سمولوکې له ماتې سره مخامخ شي.په دې پړاوکې دهرڅه په وړاندې غبرګون ښیي اودخپلې اشیباه پره هم پرماشوم وراچوي چې په دې توګه دماشومانو په کنټرولوکې دهغوي بې وسي پیلیږي .
ځینې رودې دماشوم دروزنې په فعالیتونوپورې اړه لري چې په خپله داچاره هم په بیلابیلوسیموکې توپیرلري ،کیداي شي دبیلابیلوټولنیزودودنوله امله په یوه سیمه کې یوه دروزنې روده ګټوره وي اوپه بل ځاي کې بله لاره اوکړچارډیرګټورثابت شي خو موراوپلارتربل هرچاپه ښه توګه دخپلوماشومانودروزنې دګټورولاروپه موندلوکې بریالي کیداي شي .ښايي چې ځینې رودې په دې لارکې دمنلواوکافي وي خودځینونوروپه آندبیادغه فعالیتونه نه یوازې ناوړه چلند بلکه ماشوم ځورونه وګڼل شي. یوشمیر ماشومان دیوې ټولنې دمنلووړناوړه چلندونوښکارهم کیږي . چې بایددهغې سیمې دناسموټولنېزودودونواورودودبدلون لپاره هڅې وشي.
په خواشینۍسره بایدووایوچې اوس هم په ځینوهیوادونوکې دماشوم د روزنې اویوه کارته داړایستلو لپاره وهل اوټکول دتاییدوړدي .
هغه ماشومان چې ډیرځورول شوي له څیرویې له ورایه ښکاري چې تل په خیالونوکې ډوب وي اوپرنوروډیرلږباورلري له همدې امله ډیرکم دوستان پیداکوي .دغه راز ماشومان په زده کړوکې هم بې وسه وي چې دادهغوي دذهني کمزوری له کبله نه بلکه هغوي ته دبې پامۍاو پرځان دماشوم دکمزوري باورله امله وي .
هغه ماشومان چې پاملرنه نه ورته کیږي اکثره نهیلې اوپه ظاهره هم ډنګراوکمزوري وي .چې په ځینوکې رواني ستونزې پیداکیږي .
څیړنوښودلې ده هغه ماشومان چې له پیله ورته هیڅ پام نه دی شوی اوپه کورکې دکورنۍدیوه مهم غړي په توګه نه دي بلل شوي دنوې ځوانۍپه وخت کې ددروغ ویلو، له ښوونځي د تیښتې، غلااوسیګرټ څکولوپه شان ناوړه کارونوته مخه کوي اوپه یوه ټولنیزضدشخصیت بدلیږي .
په ټول کې بایدووایوچې دماشومانوپه روزنه کې تربل هرچازیات موراوپلاررول لرلی شي چې هغوي ته جدي پاملرنه ددوي داولادونودښه راتلونکي اوپرځان دباوراوویسا لپاره کټوراودددنیااوآخرت ګټه پکې تغښتې ده .
