فلسطین ته
|
دا شعر مې پخوا لیکلی وو؛ خو اوس د فلسطین د ماشومانو چیغې چې اورم بېرته مې یاد ته راشی نو دلته یې بیا هم خپرول غواړم....
| |
|
یوسپیره لاروی او وچې شونډې کله تیندک خوري کله وغورځیږي کله حیران غوندې مایوسه پاتې کله له ځان سره سندرې وايي کله وګرځي او شاته لاړ شي کله راوګرځي او پټه خوله روان شي بېرته کله په زوره زوره چېغې وهي منګولې مروړي او ګریوان لټوي غواړي ګریوان ومومي ویې نیسي غواړي ګریوان ومومي ویې شلوي .... بل خوا شیطان غوندې پلید انسانان له غضب څخه په ډکو سترګو د رحماني او اسماني وګړو شاته روان او په خپلو وحشي او شیطاني لاسونو انسان وژني او وینې یې څښي منګولي مروړي او انسان لټوي غواړي چې ویې داړي ویې څیري ..... جومات سوځيېږي او کور اور اخیستی هیلې يې اور اخیستې ، هوس يې اور ارزو يې اور اخیستی حیا سوځي شرف سوځي ، رحم اور او منطق اور اخیستی چېرته معصومه او ماشومه ژړا د توپو او د بمو په غږ د ستړو کوڅو په لویشته لویشت کې انګازې کوي او مور یې غواړي بس انګازې کوي افسوس کوي چې وپوهیږي چې ظلم څه دی او تیری څنګه وي ؟ ژاړي افسوس کوي چې مور یې نشته هره خوا ګوري پلار یې نه شته ورور یې نشته دى نه راتلونکی لري ځای نلري کور یې نشته هو خو بس افسوس کوي چې لاس یې لنډ دي زور نلري وس نلري ډیر غواړي چې لاړ شي کسات واخلي او بېرته راشي څملي زانګو کې او آرامه شي لږ څملي چې نور په غوږو هیڅ وانه وري د بې کورۍ د تنهایۍ غږونه د نهیلۍ د مایوسۍ غږونه دا د مظلومو خولو مظلومې چیغې دا د مظلومو کونډو سوې نارې دا د تنکو ځوانانو لوې نارې د خپل ځان په څیر د پاک ماشوم معصومې کریږې هیڅ وانه وري هیڅ وانه وري بېرته ماشوم غوندې شي پریوزي او آرامه شي لږ |
