نوي کال مبارک
سلامونه نوی کال مو مبارک :
سلامونه نوی کال مو مبارک ، ریښتیا تاسې پښتو خندلای شۍ ؟
بهه به یواځې موسکیږه مه وخانده ، وخانده ... ![]()
لومړی تاسې ټولوته اختر مبارک تاسې ته چې سبابه ښوونځي ته ځۍ اوسبا به دا راتلونکې ستاسې وي او ستاسو لپاره به وي ، تاسې ته چې په خلکو حکومت کوۍ او موخه مو خدمت ده ، تاسې ته چې په خپل بېل او کلنګ سره ځمکې ستاسې دسپرلي اخترۍ ته سترګې په لاره دي ، تاسې ټولو ته چې ژوند کوۍ او دخپل ژوند لپاره کار کوۍ او بالاخره تاسې ته چې په یوخدای مو ایمان راوړی ، دهغه عبادت کوۍ او له هغه مرسته غواړۍ ...
ستاپه شونډو مې موسکا خوښیږي ....
نوی کال ، نوې ورځ ، پدې ورځ هرڅه نوي ښکاري ، ته به وایې چې طبیعت دتیرکال له ګردونو پاک پریمنځلی دی او نوی رنګ دورکړی دی ، ته به وایې چې طبیعت هم نور نوي کال ته تیاری نیسي ، په دې ورځ دهرچاپه زړه کې نوې هیلې وي ، په وړو او پاکو زړونو کې دښوونځي دتګ تلوسه وي ، دښوونکي د پاکو سترګو دمهربانو شونډو څخه د تورو داوریدلو او د مینې دخبرو ، د راتلونکي دخبرو ، د پرمختګ او نوې نړۍ سره دآشنا کیدو خبرې دساینس خبرې د کیمیااو تاریخ خبرې د احمدشابابا او میرویس خان خبرې د پښتو شعرونو او غزلو خبرې او په دښتو کې د شنو، سرو او رنګارنګ ګلانو خبرې .
په مینو زړونو کې د مینې خبرې ، دښکلا خبرې د راتلونکي ژوند خبرې د مستۍ خبرې ...
دادمستو پسرلی دی ...
هرګلاب مو شرابي شو هره پاڼه خماري ده ...
ریښتیا پدې ورځ طبیعت شرابي وي او طبیعت خماري شاعرانه فضاوي ښکلې او ډیره ښکلې فضاوي پدې ورځ له اسمانه مینې اوریږي ښکلا په کلي کې کاروان اړولی وي او له غرونو څخه د بنفشو ګلانو ښایست رالیږلی وي .
پدې ورځ ... هو پدې ورځ :
قافله دعشق راغلې له کوم خوا ده
په زړګي باندې میشته کا څه غوغاده
پدې ورځ ښارونو ماته خوړلې وي ، پدې ورځ غرونه بریالي وي پدې ورځ د غرو لمنې دغرور سندرې وايي ، پدې ورځ د ټولو ښارونو د ټولو پرمختګونو زړه کیږي راشي د غرونو دلمنو او کلیوالو دسپرلي دښایست ننداره وکړي پدې ورځ ښاري ژوندونه خجالت وي او دکلیوال او پښتني سپرلي ښایست ته ګوته په غاښ وي .
پدې ورځ خندا په زړه کې په ټوپونو وي ، پدې ورځ خندا غواړي لکه یوښکلی او وړوکی ماشوم په ټوپونو شي او ټوله فضا په سر واخلي ...
پدې ورځ دشاعر زړه غواړي په زوره زوره خپل شعرونه طبیعت ته زمزمه کړي پدې ورځ غواړي دزړه له تله چیغه کاندي او مینه په سپرلنیو تخلیونو کې ونغاړي .
پدې ورځ د بزګرانو زړه غواړي د طبیعت له ښکلاڅخه الهام واخلي لاړشي او پخپلو پټو کې مینه وکري پدې ورځ طبیعت غواړي چې دځمکې په پراخه او پسته سینه دښکلو ګلانو ونې د نرګس ګلونه او درنګارنګ ونو نیالګي کېنول شي .
دا ورځ دمینې او مهارت څخه دډکو بزګرانو ورځ ده ، چې لاړشي دراتلونکو نسلونو لپاره دخپلو یادګارونو نیالګي کینوي ، دا د مینې او ښکلاڅخه دډکو ماشومانو ورځ ده چې ښوونځي ته لاړشي او راتلونکی وویني او دخپل راتلونکي ژوند لپاره په خپلو نازکو او ښکلو ذهنونوکې دښکلاوو نیالګي کېنوي ، داورځ له مینې څخه د ډکو زړونو ورځ ده چې خپلې مینې پریمنځي یادخپلې مینې نیالګي کېنوي یا هم .... پیوند ورکړي ... وخانده ...
ته خانده زه به درته وایم ....
ښه سمه ده نو چې خندا نه درځي همدا موسکاهم بس ده ، لکه ګل چې لومړی غوټۍ وي بیا غوړيږي او ښکلي بویونه یې فضا نیسي هماغه شان مینه هم پدې ورځ غوټۍ نیسي او ښکلی بوی یې په زړونو کې اتڼ اچوي .
پدې ورځ هغه دریشي خیل او لوکس پوښان چې پوزه دوه متره هسکه نیسي او ټوله ورځ یې د دریشۍ په پو کولو او پاکولو تیريږي ، هغه کسان چې دعطرو بویونه یې سړي ته پرنجۍ ورولي ، او هغه لوکسې ښځې چې نور یې په مخ دګچونو او نه پوهيږم رنګونو د موښلو ځای نه پاتې کیږي او دوه سانتي متره یې یواځې پرې همدا ګچونه او رنګونه موښلي وي پدې ورځ دهغوی مبارکې خولې جینګې جینګې پاتې وي زړه یې غواړي چې دپغمان دغرو سرونو ته لاړ شي او له هغه پاسه د صیاف ماما کلي ته وروګوي چې څنګه مزه کوي .
پدې ورځ دهمدې ښاغلو او آغلو زړه غواړي چې چیل زینوته پورته شي د بابا صیب زیارت ته پورته شي او دپښتني سپرلي د پښتني ښکلا ننداره وکړي ...
پدې ورځ یې زړه غواړي دننګرهار په شنه سینه والوزي پرواز وکړي اوله ډیرې خوشحالۍ اوښکې تویې کړي ، پدې ورځ یې زړه غواړي د افغانستان په فضا لکه د سلیمان په قالینچه سپور والوزي او له پاسه لاندې را وګوري او پدې هیواد کې دمینو او غیرتونو ننداره وکړي .
زړه یې غواړي دافغانستان له یوسره لکه مرغه راولوزي تربل سره ...
پدې ورځ یې زړه غواړي له پنجشیر نیولې بیا تر هره ځایه ورشي او دښکلاوو سیل وکړي دافغانانو حال وګوري او دهغوی دمسولانو بې غوري هم له نظره تیره کړي ...
پدې ورځ د سړي زړه غواړي دکابل په سر الوت وکړي ښکته راوګوري په خپه او غمجنه څیره کې ښکلا او ښایست ته ګوته په غاښ پاتې شي ، او د کابل دښاروال کورته هم ورغږ کړي چې له خجالت سره یې څه حال دی څومره خجالت دی ، طبیعت څومره پاک دی خو هغه بیچاره څنګه ویده دی ، داسې غږ وروکړي :
دکابل ښارواله ! راووځه چې د طبیعت زړه نور له ښکلاوو په چاودیدو دی خو تاته یې سترګې نه پورته کیږي خپه دی ... ټول طبیعت پاک دی خودکابل په ښار کې یواځې ستا مبارکه څیره نه ده چې لیدل کيږي هرڅه پکې لیدل کیږي او په ښار کې ګرځیدونکي پاک موټرونه د سړکونو په غاړه له ولاړو کراچیو څخه تنګ دي ، ککړتیاوو نور دخلکو په پاکیو یرغل کړی دی او ته لا ویده یې نه ویده هم نه یې اوس د هم دروازې ته سترګې نیولې دي چې څوک به راننوځي ددې په ځای چې خوشحاله وي په سترګو کې یې دکابل دپاکې سینې خو په چټلیو د چټلې څیرې تصویرونه ښکاري او ته ورته خوله چینګه کړې چې کله به جیب ته لاس کاندي ...
نه پدې ورځ ښکلاګانو اتڼ اچولی وي ، دسخي زیارت په لور دروانو خلکو له مخې او شا لاسونه غورځوي په چکر دوتلو خلکو د خوښیو لپاره سندرې زمزمه کوي .
پدې ورځ احساسات ځوانیږي ، پدې ورځ طبیعت ټولو افغانانو ته د بېټ نیکه خبره په غوږونو کې زمزمه کوي .
داوګړي ډیر کړې خدایه
لویه خدایه لویه خدایه . . .
پدې ورځ طبیعت افغانانو ته دښه راتلونکي زیری راوړي پدې ورځ طبیعت افغانان له لاسونو نیسي دخیال په ګوته ورته ښونځی ښايي پدې ورځ طیبعت دنوي احساس تحفه راوړې وي پدې ورځ دپاک فکر کولو پیلامه وي ...
بلې .....
پدې ورځ دپوهې خبرې رایادیږي پدې ورځ دمینې خبرې رایادیږي ، پدې ورځ د پرمختګ خبرې ذهنونوته لکه مینه هسې لارې کوي زړونوته غزلونه په کږو وږو لارو روان وي او ټولنې ته د خدمت نصیحتونه کوي پدې ورځ هرڅه هوښیار شوي وي ، پدې ورځ هر افغان ته د ښه ژوند کولو الهام کیږي او زړه یې له کرکو پریمنځل کیږي ، پدې ورځ ټولې کینې او غوسې ځي ، پدې ورځ د خوښۍ مشره لور لکه مسته پیغله ....
بهه بهه لکه مسته پیغله لکه ډیره مسته پیغله هو پدې ورځ نو د خوښۍ هغه مشره او پیغله لور خندا هو بالکل خندا پدې ورځ یې د ځوانۍ دجوش شیبې وي پدې ورځ یې زړه غواړي له مینې یې زړه ډک شي او په یوه پښتنه ټپه یې تش کړي ...
یاهم ووایي :
دحسن له سپرلو نه رنګونه واخله واخله
دمینې له ګلشنه ګلونه واخله واخله ...
پدې ورځ د نوي فکر ، نوي ژوند او نوي درس غوټۍ په سپړیدو وي او دسپړیدلو غږ یې هم اوریدل کیږي آرام آرام ...
دادمینې ورځ ده ، داد ښه فکر کولو دپیل ورځ ده ، داد نیکمرغیو لپاره دهڅو لومړۍ ورځ ده ، پدې ورځ نو د پرمختګونو او خلاص فکر کولو پیلامې په کلیو کې اتڼ اچوي او له ښارونو غیږ چاپیروي .
پدې ورځ دسړي زړه غواړي ورشي کابل ته ، په کابل کې ورشي ... نه پوهیږم چیرته ؟ ....
هلته چې زموږ استازي ناست دي خپل پارلمان ته ، یو یو له ګریوانه ونیسي او له یوه یوه څخه پوښتنه وکړي چې خدمت تعریف کړي ... هو .... دخدمت تعریف ترې وغواړي او لکه هغه مهربان ښوونکي به چې موږ ته جزا راکوله غوږونه به یې راباندې کشول دهغوی غوږونه هم پرې تاو کړې ، ځینې خو په نرو لښتو ووهې ترڅو درته توبه وباسي ...
نه ولا دا دتوبې خلک ندي ... خو خیربیاهم یوڅه وکړې ...
یاورشې په کابل کې هر یو وزارت ته ځان ځان ته ورننوځې او یو یو وزیر له غوږه راونیسې او ترې پوښتنه وکړې چې افغانستان ، غرور ، ویاړ ، افغانان او خدمت ټول یوځای تعریف کړه ، ولې یې په غاړه د لویدیځوالو غوندې نیکټایي ځوړنده ده خو هغومره احساس نلري چې ملایې دم کړي ...
دسړي زړه غواړي پدې ورځ ورشې دهر چارواکي په غوږ کې دا بیتونه تکرار کړې :
بې ځایه کېناستل او یوه لحظه غافلیدل
لوی جرم یې ګڼي چې څوک قیام لري په مخکې
په دارباندې ځنګل لکه په ټال باندې ځنګل دي
هغوی ته چې هدف لري مرام لري په مخ کې
هو بیا ورته ووایې چې زموږ ولس خدمت غواړي ، ټوله نړۍ پدې فکر کې ده چې څنګه په ښه توګه ژوند وکړي څه وکړي چې ترټولو خوندور ژوند ولري او دخپل راتلونکي په فکر کې دي ، خو زموږ افغانان پدې فکر کې دي چې څرنګه ژوندي پاتې شي ؟
پدې ورځ طبیعت سړی له لاسه نیسي او څو بیلابیلو لارو ته یې مخامخ دروي په کومه ځې ؟ کومه لاره غوره کوې ؟
پدې ورځ طبیعت احساسات پلوري ، پدې ورځ هرڅه نوي جامې اغوندي نو ....
نو ...
که داسې وي بیا نو ولې مټې نه رانغاړو او پخپله ولې نه لاس په کار کیږو ؟
هغو ته باید تمه ونه کړو چې خپلې خیټې نشي وړلای ، هغوی ته باید تمه ونکړو چې دومره تنګ نظره دي چې مخ ته یې دقطر دبهرنیو چارو وزیر هم کېنوي نه یې ویني ...
هغوی ته باید تمه ونه کړو چې تراوسه پدې نه پوهیږي چې خدمت یعني څه ؟
هغوی ته باید تمه ونه کړو چې تراوسه نه پوهیږي چې افغانان څه او څه کولای شي ؟ راځۍ ... راځۍ لاس په کار شو ، نور نو غوړو غوړو وعدو ته تمه نه کوو نور نو په خپله د نوي کال لپاره د نیالګیو له کېنولو نیولې بیا دښونځیو تر جوړولو د روغتونو تر جوړولو د سړکونو او آبادیو تر جوړولو پورې نور نو دانجیر صاحب متر ته اړتیا نلرو چې په پنځه پوښونو کې یې لکه د کونډو تعویذونه تاو کړی ... نور نو د امریکایانو ، ترکانو اوهندوانو ماشینونوته اړتیانه لرو زموږ بیل زموږ کلنګ هرڅه دی او زموږ قلم له هرچا ښه دی ...
پخپله به نور دکابل سینه پاکه ساتو ، پخپله به فکر وکړو چې موږ باید خپل کابل په خپله پاک وساتو ښاروال صیب پریږدۍ چې دخلکو په جیبونو کې چرت ووهي ...
وکیل صیب پریږدۍ چې دخپلو تیرو کړنو لپاره توجیه وګوري اوپه پلمو کې چرت ووهي .
وزیر صیب پریږدۍ چې خوله چینګه چینګه کړي او غوړې غوړې وعدې ورکړي .
... هو ...
هو .... هغوی پریږدۍ ...
خو موږ ټولو ته دنوي کال مبارکي وایو په مټو کې مو دزور ، په زړه کې مو دمینې او د ښې راتلونکي لپاره مو لاس په دعا پورته کوو ...
تاسې آغلو ته چې تراوسه له ژوند کولو بې برخې پاتې یاست چې تراوسه مو لاپه خوله مهرونه لګیدلي دي ....
که وهل وي که ټکول وي زه هیڅ نه شمه ویلای
ظالم مې هم وهي هم مې ژړا ته نه پریږدي .
هو تاسې ته چې دهمدې بیت مصداق یاست ...
تاسې ښوونکو ، تاسې بزګرانو ، تاسې دهیواد خدمت ګارانوته ، تاسې داولس او دین خدمتګارانو ته، تاسې ننګیالیوته او ټولو هغه چاته چې دا لیکنه لولۍ ټولو مرورو وروڼو ته .
یوځل بیا نوی کال مبارک ...
اودرانه استاد حبیب الله رفیع ته ځکه چې غواړم دهغه په دې بیت خپلې خبرې ونغاړم چې وايي :
بې ځایه کېناستل او یوه لحظه غافلیدل
لوی جرم یې ګڼي چې څوک قیام لري په مخکې
په دارباندې ځنګل لکه په ټال باندې ځنګل دي
هغوی ته چې هدف لري مرام لري په مخ کې
په پای کې تاسې ټولو ته دنوي کال مبارکي وایم
نوی کال مومبارک شه .
یوځل بیامو نوی کال مبارک شه .
ستاسې عبدالله الهام جمالزی ...
هر روز تان نوروز و ... نوروز تان پیروز
موسک شۍ
یوځل بیا مبارک ...
