طنز
په ټول روغتون کې یې چیغې اورېدل کېدې .
مړ شوم ، مړ شوم هلۍ ولاړم له لاسه ووتم .
ډاکټر سپین کوټ اچولی وو تندی یې ګونځې نیولی او په بیړه بیړه یې کوټې ته ورغی . سر ته یې ودرېده او له ناروغ یې لا په زوره وویل :
څه بلاوهلی یې ؟ څه ټکې وهلی یې کرارې خبرې کوه .
د ناروغ شاوخوا کسانو هم ډاکټر ته ځیر ځیر وکتل او شونډې یې بوڅې کړې ، یوبل ته یې په سترګو کې وویل چې دا لاڅه بلاده ؟ !! .
ډاکټر یې سترګې پرانستلې او بتۍ یې ورواچوله بیا ترې شاته شو او دناروغ له څنګه ولاړو خلکو ته یې وویل :
تاسې ووځئ ، اوس هرڅه معلومیږي که عملیات شو هم شک یې نشته .
ناروغانو په یو غږ ترې وپوښتل .
نوڅنګه شوی دی ډاکټرصیب ؟
تر اوسه هیڅ هم ندي معلوم .
خلک ووتل ، ډاکټر ناروغ ته وکتل بیا یې له جیبه ږمنځ راوویستله او په هینداره کې یې ځان جوړ کړ ډیره شېبه خپلې قوارې ته ځیر وو بیا له ځانه سره موسک شو او ناروغ ته یې مخ راوګرځاوه .
ښه ګله څه درباندې شوي دي ؟
هیڅ نه پوهیږم چې څنګه شوم .
کوم ځای دې درد کوي ؟
ګېډه .
ولې ؟
نو زه څه پوهیږم چې ولې ؟
نو ته بد کوې چې نه پوهیږې چې ولې ؟ سړی په خپله معده نه پوهیږي چې ولې درد کوي ناپوهه احمقه . . . ښه تر دې تیر شه دا ووایه چې غرمه دې څه وخوړل ؟
غوښه .
څه ؟؟!! .
غوښه .
ښه ښه . لږ دې وخوړه که ډیره .
لږه ، ډیره مې ونه خوړله .
لکه څومره دې وخوړله .
لکه چې نور خلک یې خوري تر هغوی هم ډیره لږه .
نور خو به دې څه شی نه وي خوړلي ؟
نه نه .
داد څووم ځل خوراک وو چې نن دې خوړلی وو ؟
ډاکټر صیب همدا مې لومړی ځل خوراک وو ، غوښه مې هم وروسته له ماشومتوبه په لومړي ځل وخوړله هغه هم کمه وه نه پوهیږم چې څه راباندې وشول .
ډاکټر ډیره شېبه په فکر کې ولاړ وو ، د ناروغ خپل خپلوان بېرته کوټې ته راننوتل ،
ډاکټر صیب څنګه شوی دی ؟
ولا نه پوهیږم ما داسې ناروغي تر اوسه نه وه لیدلې .
هه !!!!!!!!!
ټول خلک حیران شول خولې یې وازې پاتې شوې ، نرسان راغلل او په چپرکټ یې اخته شول مشر ډاکټر هم کوټې ته راننوت . کاغذ او قلم یې په لاس کې وو او بل ډاکټر ته یې سترګې ونیوې .
ګزارش !
ښه صیب ، ناروغي معده ، فشار نورمال ....
مشر ډاکټر چې ټولې خبرې واورېدې حیران حیران یې وکتل بیا یې وویل :
ښه دا خبرې پرېږده ، نو بیادا ناروغي څه شی ده ولا ماخو داسې ناروغي تر اوسه نه وه لیدلې .
دواړو ډاکټرانو سترګې وجنګولې ډیره شیبه یوبل ته ځیر وو هغه لومړي په زوره غږ کړل .
هه پوه شوم .
څه دي ؟
معدې یې تعجب کړی .
تهران ، ایران
+ نوشته شده در
Tue 14 Apr 2009ساعت 19:43  توسط عبدالله الهام جمالزی
|
|
ستاپه شونډو مې موسکا خوښيږي :
یاره ولا دامسخرې مې څومره خوښیږي هره ورځ چې یوه مسخره ونه کړم او یادبل چامسخره ونه ګورم بېګا ډوډۍ خوند نه راکوي . څو ورځې وړاندې په کوڅه کې یوکس تاویدلو ویل یې چې د کوار موسسې دفتر چېرته ماد شېخ دوی کورته ورولیږه ، شېخ خو به ته هم پیژنې څه بده بلاده ؟ چې وررسیدلی وو ، نوشېخ دکورمخې ته ورته راوتلی وو ، کاغذونه یې ترې اخیستي وو ټول یې ورته امضا کړي وو ، هغه هم پوه شوی وو چې ماورلیږلی دی ، بیرته یې ورته ویلي وو چې وریې وړه هماغه کس ته چې په هغه دکان کې ناست دی په کمپیوټر خلکوته زنګونه ثبتوي هغه به یې درته امضا کړي نور به هغه درته ووايي چې چېرته لاړشه .
زه چې دکان ته ورغلم ورور مې غوسه ښکاریده تل به یې سر کې لاس اچولی وو ، او ګراوه به یې سترګې یې رډې رډې راوتلې وې .
- یوکس راغلی وو ، ویل یې چې یوکاغذ مې له کوار موسسې راوړی دی چې ته یې راته امضا کړې زه وپوهیدم چې دا ستا یاد شېخ یاد فرید کار دی . داڅه مسخرې دي خلک ستاسې دملنډو ندي بې عقلو بې وقوفو ...
ماځان پرې کوڼ واچاوه . څه مې ورته ونه ویل . خو ډیر غوسه وو ، ویل یې چې یوه ورځ به ستا او ددې سلیمان په کار جوړیږم تاسې ډیر بې لارې شوي یاست .
په سلیمان موږ نوم شېخ ایښی وو ، هغه ډیره موده په پاکستان کې وخت تیر کړی وو ، دوزیرو ، ځدراڼو او نه پوهیږم نورو پاکستانیانو عجبې لهجې یې ذده وې .
یوه ورځ په دکان کې ناست وم ، چې شېخ اوفریدراغلل ، ماته یې ویل چې دکان پریږده کوچني ورور ته دې ځو بیرته به ژر راشو لږ شېبه به سره ساتیري وکړو ، زه یې اوس تاته څرنګه ووایم چې شېخ څرنګه جامې اغوستې وې له خندا به دورته زړه پړک چاودلی وی ، لویه قره قولي یې په سر کړې وه ، ببر جاکټ یې اغوستی وو ، دسپین ږیرو غوندې لویې لویې ذره بیني عینکې یې په سترګو وې ، فرید هم ښه مسخره جوړه کړې وه .
ماډیره شیبه ورته زارۍ وکړې چې ما نه بیايي بیا به وروسته ولاړشو ، خوشېخ ویل چې نه بس ورسره روان شوم ورور ته مې وویل چې پام یې وي لږ وروسته احمد له ښوونځي راځی درسره به مرسته وکړي خو چې ددکان بندولو وخت کیږي حتماً راځم ،
په کوڅو کې بیرو بار وو ، له موږه دوه کوڅې هغه خوا یوپوهنتون هم وو ، بس ډير بیرو بار به وو دلته به هغه دچاخبره د نجونو هم کمی نه وو ، مسخرې به موښې برابرې وې . په کوڅه کې راروان وو ، یوکس چې له ګرمۍ یې مخ تک سور اوښتی وو او پلاستیکي ساعتونه یې پلورل ښې په زوره زوره چیغې یې وهلی .
- هلۍ لیلام لیلام ...
- واخلۍ همدایې وار دی
شېخ زه له لاسه ورکش کړم ، ورته ودریده ، شاته یې مخ راوګرځاوه ، په زوره یې چیغې کړې .
- هلۍ دشلغم ماما نه ساعتونه واخلۍ هلۍ ډیر ارزانه یې ورکوي ... ولاکه یې بل ځای داسې ارزانه پیدا کړۍ بیخي خوشي دي که یې نه منۍ یواوس ماته خوشی راکوي ...
لدې سره هغه کس ورته وخندل خوشاله شو ...
- آپرین بچیه
- بچی به دهغه پلار وي . . . دبچي بچیه ... داشلغم مخ وګوره او دومره لوی بچی ...
- هلۍ واخلی واخلی کنه ماما ځان وژني ... هلۍ هلۍ ګورۍ قسم ده پیښمانه به شۍ که نه یې منۍ ګورۍ ماماته چې اوس سندره هم درته ووايي .
هغه سړي ته یې وکتل هغه بدبد ورته وکتل ...
- ولې خپه شوې ماما یوه یوه ټوکه خو به کوو . . . ته دومره ژر ژر خپه کیږې ټوله ورځ به ته څه مرچ خرڅوې ...
سړي بیا وخندل ...
- نه ماویل که تاسې هم ملنډې وهۍ وختي یو دوه بې وقوفه راغلي وو ساعتونه یې واخیستل دکوڅې ترهغه سره پورې یې یووړل بېرته یې راوړل ویل یې چې دا خو نه اخلم ... تراوسه مې ورسره جنجال وو...
شېخ بیا ورته وکتل ...
- هلۍ هلۍ واخلۍ واخلۍ کنه مولۍ ماما اور اخلي ... نږدې دی چې اور واخلي تاسې خوېې مخ ته وګورۍ ...
لږ وړاندې دیودکان ترمخ یوبل کس هم ناست وو ، سګريټ یې پلورل ، هغه هم بدبد راوکتل ، شېخ ته یې راغږ کړل .
- شرمیږې نه سپین ږیری سړی دی ملنډې پرې وهې ؟ قوارې ته دګوره لږ خو نه یې بل دڅه ندي ذده دهمدې لپاره بازار ته راغلی یې ؟
شېخ ورته راروان شو موږ هم ورسره وو ، داسې ورځ به کمه راتله چې موږ دبازار ته راشو او له چاسره دجنجال ونه کړو، شېخ ورغی مخامخ ورته ودریده ،بیا یې کوڅې ته مخ کړ ...
- هلۍ هلۍ دادي ماخوهسې نه ویل چې آسانه خبره ده مولۍ ماما اور اخلي پوهیږۍ ددې لپاره اور اخلي چې لنډ ورته سګریټ خرڅیږي ... راځۍ بس دلته یې اخلۍ هلته یې اور کوۍ ... بهه بهه راشۍ که نن نه وي نو کله ...
له دکانه دهغه چاغ دکاندار پام شو ، راووت ، چاغ وو ځان یې نه شو وړلای ددکان په دروازه کې ودریده ...
- ستړي مشۍ ځوانانو ولا ريښتیا وایاست ... عجبه مو ورسره ونښلوله ...
په خندا شو ، شېخ موږ ته حیران حیران وکتل ،
- به به داڅه بلاده له کومې خوا راښکته شوه .
- خیر یوسې ځوانه ته ځانته ستړی مه شې ، خو لږ غټه ځوانه ډیر ستړی مشې ... کنه ولا ته به تل ستړی وې دومره خیټه چې په موټر پسې هم وتړې ستړی به شي ...
دکاندار بیا وخندل ... خو لږ بل قسم یې وخندل ،
- مهرباني څه مو پکار وو .
ماورته وویل .
- نه مننه .
- ښه ښه ماویل که څه مو پکار دي بس کامیاب اوسۍ .
لدې خبرې سره یې غوښتل ننوزي ، شېخ ماته وکتل .
- چې دابه څه خوري .
- ریښتیا ګرانه ستاخوراک څه شی دی ، ولا داسې خیټه مې وای بازار ته مې راسره نه راوړله کور مې پریښودله چې بس ټوله ورځ یې خوراک کولاۍ ...
لدې سره ټولو وخندل راروان شو ، زه له ځانه خجالت شوم ، شېخ بیخي جنګ په پیسو غواړي ، داسې هم خوند نه کوي . موږ چې راروان شو ، دساعتونو ولا سګریټ پلورونکي ته سرکوږ کړ چې دانوڅه بلاوې دي ...
پورته خواته روان وو ، یوځای موټروان چیغې وهلې ،
- کوټه سنګي کوټه سنګي .
شېخ ورغی په موټر کې یې ورکېناست ، موږ ورته خندل بیرته له موټره راښکته شو ، موټروان ته یې وکتل .
- ماویل که کوټه قلخي ته ځې هسې دماغزه خراب شوي دي چې کوټه سنګي ته ځې هلته به نوڅه وکړې ، تازه ... مخ مبارک د هم ورته تړلی ، مادرسره شاګردکړه چیغې به زه درته وهم خو پدې شرط چې ځو به کوټه قلخي ته .
موټر وان ته غوسه ورغله ، ځکه کله چې شېخ سپور شو یوه سپرلي ترې ولاړه ، موټروان غوسه غوسه کتل ...
- دا کوټه قلخۍ ته دخپل پلار چلوه که دومره ګټه پکې وي ... که ګټه پکې نه وي بیا د نوهسې دنیکه قرقلي په سر ایښې ده بلا یې در وګرځه .
شېخ په سر لاس کیښود ، قره قولي یې وکتله ، ویې خندل .
- هو ولا دادهم ریښتیا وویل بابامې ویل چې د هغه موټروان پلار دوه کاله مکمل راته وژړل خو قره قولي مې ورنکړه چې فقط یوځل یې په سر کړي .
سره وموخندل دهغه ځای نه هم راروان شولو ، په ټوکوټوکو بس په ښار کې سره روان وو ، یوځای کتابخانې ته ودریدو ښه کتابخانه واقعاً چې ډیره لویه هم وه ، دوه ښکلې نجونې په کتابونو کې ګرځیدې کتابونه یې کتل ، شېخ زه له لاسه ورکش کړم ،
- راځه خوار شې کتابونه واخله ، هسې د ښوونځی ستړی کړ ، سهار ځې ماښام راځې اوس هم پدې نه پوهیږې چې په کابل کې څورنګه حیوانات ګرځي ...
ماپه زړه کې وویل چې دایوډول خو یې ښه پیژنم چې دادی له څنګه مې روان دی ، دانورډولونه خوهرڅوک پیژني ، کتابخانې ته ورننوتلو ، شېخ دنجونو خواته ورغی ، موږ دلته کتابونه کتل ښه ښه کتابونه وو ، مایودوه کتابونه راپورته کړل ، دټوکو کتابونه وو ، خو بیرته مې چې په یاد شول چې شېخ خو نالوستی دی کې مې ښودل . شېخ په کتابونو کې لګیا وو ، عقل تمام کتاب یې نه پوهیږم له کومه کونجه راپیدا کړ ، هغې یوې نجلۍ ته یې مخ وروګرځاوه .
- وبخښۍ که په طب کې یاست عجب کتاب مې درته پیدا کړ که په انجنرۍ کې هم یاست په درد مو لګيږي ...
نجلۍ مخ ترې وګرځاوه ، زه له ځانه سره خجالت شوم کاشکي لدې سره خو نه وای راغلی اوس به مې ورور هم خدای خبر چې په څه حال وي . له دروازې مې بهر وکتل ، شېخ ته مې ویل چې لاړ به شو هغه هم راروان شو ، په لارې روان وو ، سره مو خندل مو چې شاته چیغې شوې ،هغه دچاخبره کش ګیر شو ، ماتر شا وروکتل چې پولیسو دوه کسان له لاسونو نیولي وو او وهل یې ، شېخ ته مې ویل چې ولې یې ونیول ، شېخ شاته وروکتل ، نور یې نولویې لویې ذره بیني عینکې له سترګو راښکته کړې بیا یې په سترګو سمې کړې لکه دهندي فلمونو دهلکانواو نجونویې دپوزې په سر کیښودې له پاس لوري یې خلکو او پولیسو ته وروکتل .
- بس ګرانه کش پرې ورکړه چې د منډې زامن ډیر سره مست شوي دي هسې نه چې دې خواته پرې کش ورکړي .
ماله شا وروکتل ، خو شیخ له لاسه کش کړم .
- بس وروره که غواړې چې جریمه نه شې ، نو راځه شین چراغ مه ورکوه ...
په کوڅو کې ډیر پریشیانه ورسره روان وم له یوې خوا دې ته چرت ته وړی وم چې څه چل وو ، هغه کسان لکه چې شېخ پیژندل نو ولې یې ماته ونه ویل ؟ له بلې خوا مې ورور یاد ته راغی خدای خبر چې دهغه به څه حال وي که پلار اوس دکان ته راغلی وي څه نخره به جوړه وي . وايي به چې چیرته تللی وې ؟ څه دکول ؟ ...
په همدې چرتونو کې روان وم چې شېخ منډه کړه هغه بل هم پسې شو ژر دسترګو له څاره لیرې شول په ګڼه ګوڼه کې ورک شول ، شاوخواخلکو ټولو په مارامنډه کړه کلک یې ونیولم .
- هلۍ غل غل ....
- پریږده څه چل درشوی غل به خپله یې ؟
نور یې نوټینګ ونیولم ، نه پوهیدم اوس څنګه ورته ثابته کړم چې زه غل نه یم ... بس ویې نیولم لږ وروسته پولیس هم راورسیدل ښه کلک کلک یې ووهلم ، کرار کرار پوه شوم چې شېخ دکوم کس جیب وهلی وو ، هان په هماغه کتابتون کې بس هغه پسې راوتلی وو دلته یې چې پرې سترګې لګیدلې وې نورېې ترې منډه کړه .
زه لږ ساعت هغې دغې خواته دخلکو په ګڼه ګوڼه کې ترښکنځلو لاندې وم ، چې هماغه سړی چې په کتابتون کې یې کتاب کوت رامخ ته شو . درځه ته هم ورسره وې . . .
ماچې هرڅومره قسمونه وخوړل ، نه شوه بس یودوه نورې کلکې څپړې یې ووهلم . او مخ په قوماندانۍ یې بوتلم . قوماندانۍ ته چې ورسیدلم ، رایادشول چې د دکان دتړلو وخت دی ... اووو نه اوس به یې وختي تړلی وي ...
خو زه غل نه یم ...
- ورک شه حتماً به تاهم ورسره نیمې کړې وي ته هم بده بلایې ؟
- نه ولا که پرې خبر هم وم .
- ښه بیانو له قوماندانۍ څنګه راخلاص شوې .
- ولا خدای مې دغاړې نه بندوي چې ورور مې راپسې راغی ؟ که ... هوریښتیا ورور مې راپسې راغی او شېخ یې په ګوتو ورکړی وو زه یې ترې راوستلم ، له هغې وروسته مې قسم کړی چې شېخ څه چې پلار مې هم وي نو بیا ورسره داسې پیرې ونه کړم . . .
- نه دروغ وايې دا اوس دنه ویل چې مسخرې مې ډیرې خوښیږي ...
- نه خو هغه مسخرې او دا مسخرې خو فرق کوي ...
- کېنه ورک شه مسخرې یومسخرې دي . داسې ووایه چې نور نو سړی کیږم ، او سم سړی کیږم ....
- خو چې ته وایې نو سمه ده ...
تهران هفت تیر
۱۰ – ۱۲ – ۱۳۸۵ |
+ نوشته شده در
Sat 17 Mar 2007ساعت 16:29  توسط عبدالله الهام جمالزی
|