لنډه کيسه :
څادر مې ترې پورته کړ ، ومې نه پیژانده چې ګواکې دا به اسلم وي هغه شوخ اسلم هغه تل خندان اسلم ، سریې په وینو کې لیټۍ شوی وو ، هډوکي او وینې غونډې وې او بس ، ته به وایې چې دپښ (آهنګر) په لوی پلک دې پرې وار کړی او سره میده میده دکړی دی ، ترغاړې پورې هیڅ نه مالومیدل ، یواځې هډوکي په وینو کې لت پت ، یوغوږ یې هم له منځه تللی وو ماونه لید خو دابل غوږیې داسې ښکاریده لکه چې له پوستکي سره دمخ لور ته راګرځیدلی دی .
ډیره شېبه ورته ولاړ وم ، ژړا مې نه شو کابو کولای ، هغه ورځ رایاده شوه ، چې یوځای ماخوستن ووتو یو هوټل ته لاړو ، ډوډۍ مو وخوړه ومو خندل او سات مو سره تیر کړ هغه په هغه ورځ راته ویل... داهرڅه مې یو یو له نظره تیرېدل او ورته ولاړ وم ...
ډیره شېبه همداسې ولاړ وم ، یوډاکټر راباندې لاس کیښود .
- وبخښۍ نور وخت نلرۍ .
ماډاکټر ته وکتل ، سخته ژړا راغله ستونی مې راوپړسیده نور په ځان نه پوهیدم .
- اخۍ څنګه وخت نلرم ، وختونه وختونه اوږه په اوږه ګرځیدلي یو ، وختونه وختونه مو یوځای سره کیسې کړي دي وختونه وختونه مو دیوبل کیسو ته غوږ نیولی دی .
ډاکټر هم سر وخوځاوه ...
- پوهیږم خو دانو ژوند دی ټول همداسې روان یو ...
- ولې داسې ځو هغه زما ټولې خاطرې ورسره وړي ؟ هغه دتل لپاره رانه بیلیږي ؟ زه به مې دهرې ورځې خاطره چاته وایم ؟ نور به چاته د ...
له شانه چاراباندې لاس کيښود ، شاته مې وروکتل یوه ځوانه جینۍ وه ، سترګې یې له ژړا پړسېدلې وې ، یوې بل ښځې پرې له شانه لاس تکیه کړی وو ، زه یې شاته کړم د اسلم مخ ته ځیر شوه ، سترګې یې پټې کړې ، ماته یې وکتل .
- ته زما په درد څه پوهیږې اسلم یواځې تاته دردونه ندي پرې ایښي زما چې ...
نور یې نو خبره ډب شوه ، ژړا یې په زوره شوه ، زه ډاکټر له لاسه ونیولم او بهر یې راوایستلم ، ډیره شېبه هلته ولاړ وم ، عجیب فکرونه مې کول ، خدایه ولې ؟ ولې هغه ؟ ولې بل څوک ؟ نه که اوس ورشم ژوندی ... نه نه نور نو زموږ ژوندو له منځه ووت ...
نور په ځان نه وم خبر شوی لږ وروسته مې سترګې وغړولې ، په کوټه کې یواځې پروت وم په ماهم وینې راروانې وې . خو درد مې نه احساساوه ، اسلم وو بس کله به یې راته خندل کله به یې راسره ټوکې کولې ، خو چې لاس به مې وراوږد کړ له سترګو به مې لیرې شو .
اخۍ څنګه سخت دردونه یې راپریښودل ، ولې داسې یواځې ځي ؟ ولې زموږ دټول ژوند خاطرې ورسره وړي او بیاهم نه راګرځي ؟ اخۍ له هغه چې ساه وتله څه فکرونه به یې کول چېرته به روان وو ؟ ...
لږ شېبه همدا سوچونه وو او اوښکې وې ، بس چې چپرکټ مې نور اوښکو ونیو . هڅه مې وکړه چې راپورته شم خو نه کېده ، هیڅ غړي مې کار نه کاوه ټول ویلې وم ، کله کله به مې ویل چې کاشکي کیدای شوای اوس له اسلم سره یوځای غځیدلی وای ګوندې بیایې راته دخپل مرګ کیسې کړې وای کاشکي ...
توره تیاره وه ، شاوخوا هم بد غږونه پورته کیدل ، ډاروونکي ؟ غمجن عجیب کله به مې له ځانه سره ویل چې شاید دا به دمرګ غږ وي ، که مړشم ؟ کله چې مې ساه له بدنه وځي چې نوررانه ساه کوچ کوي ؟ ...
داسې وم لکه چې په پښو په لاسو تړل شوی یم ، لکه چې څوک مې مرګ ته کاږي ، کله به مې ویل چې مابه څوک وژني که به په خپله مرم ... کله چې مړشم بیا به څه کیږي ... دادنیا به همداسې پاتې وي ...هو لکه اوس چې اسلم لاړ هغه ژوندی نه دی خو دنیااوس هم هماغه ډول ده لکه هغه چې ژوندی وي ...
کاشکي بیا خو څوک راشي او قبر ته مې ودریږي ... نه نه .... اخۍ خو اخر به همداسې ورځ راځي ... کله به له ځانه سره وارخطا شوم اوس مړ یم که ژوندی ؟ ... بیابه مې فکر شو نه دادي فکر کوم مړ نه یم ... نو که سړی مړشي هم فکر کولای شي ... اسلم هم مړشو نو اوس به زما په اړه څه فکر کوي ؟ نه نه فکر نشي کولای ځکه دهغه سر له سره میده میده دی ... نو هرڅوک چې مړشي فکر نشي کولای ...
بس همدې فکرونو مې دسر کاسه ډکه کړه ، کله کله به مې داسې حس کړه لکه دسر کاسه چې مې نوره چوي ... بیا به مې له ځانه سره ویل چې بس ښه دی همدا څوشیبې ژوند چې فکر وکړم ... خو دڅه شي په اړه ...
نور مې فکر له یاده ووت ، غږونه ډیر بدرنګه کیدل ، داسې لکه دا غږونه چې له اسمانه راښکته کیږي ، خو پرې پوهیدم نه چې دڅه شي غږونه دي . ستر غږونه ډیر ویروونکي ځیږه او ستړوونکي ، په هر رګ رګ کې به مې یې ریښې غځولې ...
وړاندې مې داور لمبې لیدلې خو ډېرې لیرې وې ، زړه مې غوښتل ورلنډشم ، خو څه مې په وس نه وو پوره ، له شاوخوا تیارې ، تنهایۍ او ویروونکو غږونو مې نور سر ستړی شو .
غږونه رانږدې کېدل تابه ویل چې تر هر بوټي، هرې ونې او هرځای لاندې یوڅوک ګوري نفس ترې باسي . مرۍ پرې تاووي او وژني یې .
له ځمکې مې سترګې واخیستې نور له ځمکې ستړی شوم ، عجیب وو نور مې له ګرمۍ زړه چاودیده په داسې ځای کې یوه شغله باد هم نه لګېده زړه مې غوښتل یواځې یوځل باد ولګي دا ګرم بدن مې لږ سوړ شي ، داسې حس مې کاوه چې بدن مې اور اخلي ...
غږ داسې رانږدې کېده ته به وایې چې په سر مې ولاړ دی ، ته به وایې چې دسر له لوري راباندې حمله کوي خو زما مخ ځمکې ته وو، نرم مې پورته وکتل . په هوا کې په آسمان کې مې څه شی ترسترګو شول ، ډیر ویروونکي لکه همدا چې خپله مرګ وي پخپله مرګ سخت او وحشتناک ، بېرته مې ښکته وکتل ، زړه مې نه غوښتل پورته وروګورم .
ډیره شېبه مې په ځمکه ځان شاته کش کړ ، ګوندې لدې بلا لږ لیرې شم ، نور مې یې نو ویروونکي غږونه په هډو ننوتل ، ډیره شېبه مې نه ورکتل . زړه مې غوښتل ... زړه مې غوښتل ترې خلاص شم ، خو نه که منډه کړم نو رانیسي مې ، اخر داڅه شی دي ماسم ونه لیدل . .. بیا مې کرار وروکتل ، فقط لکه دوه سترګې ، لکه دوه لویې لویې سرې سترګې ، همداسې راته وبرېښېده لکه دوه دوژخونه په دوه سترګو کې ، خو نه سترګې به نه وې ، بېرته مې ښکته وکتل . شاته مې لوی ډز شو . سترګې مې پټې کړې . . .
یوبل غږ مې هم واوریده . دمرګ غږ لکه دمرګ چیغه چې له یوچا ساه وزي له یوچا ساه اخلي ، مري ...
له ځانه سره مې وویل چې همدا به مرګ وي ، ټول به همدا وژني خو بیا به مې له ځانه سره وویل چې نو ولې یې چاکیسې ندي کړې ؟ ... خو هغوی به چې لیدلی وي نور به مړه شوي وي بیابه نه وي راګرځیدلي چې موږ ته کیسې وکړي چې مرګ داسې وو .
شاته غږ ته متوجه شوم ، ماته رانږدې کیده ، او څومره چې رانږدې کېده ، دومره یې ویرولم ، ریښتیاوو ، داټول ریښتیا وو ، پورته مې وروکتل ، هغه څیره نوره هم سره شوې وه ، نوره هم غوسه ناکه ... په ګردونو او تته هوا او تیاره کې مې وړاندې یو بل څوک هم لیدل چې ماغوندې په ځمکه اوږد غځیدلی وو .
په ځمکه یې سر نښلولی وو ، نفس یې پزې او خولې ته نږدې خاورې شیندلې راشیندلې ، خولې پرې راماتې وې ، چې څومره ورته ځیر کېدلم په هماغه اندازه مې ښه لیده ، خو مخ یې رانه هغې پلو ته وګرځاوه ،ومې نه پیژانده ، زړه مې غوښتل ورچیغه کړم ، ورنږدې شم ، ترې وپوښتم ، چې داڅه دي . هغه پاس څه دي او دا لوی لوی غږونه دڅه شي دي . غږونه هم ندي بل څه دي خو لکه غږونه داسې دي ، دسړي دبدن په هر رګ رګ کې ننوزي ...
اوس نور ژوندي یو یو سترګو ته راتیرېدل ، چکرونه ، منډې ، خنداوې او دمور چیغې دمور ټوکې ، د واړه اباسین ګډه وډه پښتو ژبه ، دهغه مسته او مهربانه خندا ...
له سترګو مې لکه بریښنا داسې تیزه رڼا تیره شوه ، دې مې ډار یوپه دوه کړ ، ګرمي مې هم زیاته شوه ، خو له ځایه خوځیدلای نه شوای که له ځایه خوځیدلای ... ویرېدلم ، تاویل بدن مې نور ویلې کیږي داسې مې بدن ګرم شو . . .
له ځانه سره مې وویل چې که پّه دوژخ کې یم ...؟ نه نه ژوندی یم ، دادی اوس مرګ په سترګو وینم ، خو نه دامرګ ؟ هو بلې دامرګ دی ...
هغه وړاندې کس ځان سره وخوځاوه غوښتل یې پورته شي ، خو ځان یې په ځمکه پورې وسولاوه نه شو پورته کېدلای ماهم ځان وښوراوه زه هم نه شوم پورته کیدلای ، غوښتل مې هغه ته خبر ې وکړم ، خو خوله مې نه خوځیدله ، همداسې په خپل ځای کې سره خوځیدلم راخوځیدلم ...
غږونه رازیات شول ، داځل بل ځلې غږونه لکه چې دمخامخ جرګې ټول مړي راپاڅیدلي وي ، په خپلو کې خبرې کوي ، زېږې خبرې ډاروونکې او غوسه ناکې خبرې ، زړه مې غوښتل ور وګورم چې مړي به څنګه ښکاري ، جامې به یې په تن وي ... نه ...
وړاندې مې څو څیرې ولېدې تکې تورې تورې په توره تیاره کې نورې هم تیاره ښکارېدې ، سپین غاښونه یې له لیرې ښکاریدل ، په اوږدو اوږدو لاسونو کې یې د لرګي څمڅې او قاشوقې رااخیستې وې ، اوږدې اوږدې څمڅې ، مادسترګو له کونجو ورته وکتل ، دانو چېرته ځي ، ولې ټول راپاڅیدلي دي ؟
په ګډو وډو غږونو کې مې یو غږ وپیژانده ، ویل یې .
- ماپښه پرې کیښوده .
عجیبه په څه شي یې پښه کیښوده ، وړاندې مې ورته پام شو ، چې ډیر زیات راروان وو ، ورپسې نور هم راروان وو او مخ زموږ لور ته راتلل ، اوږدې اوږدې پښې یې وې ، نري نري لاسونه ټول سپین هډوکي وو ، خو ککرۍ یې تورې ښکاریدې ، عجیبه شاوخوایې بل شان ګڼه ګوڼه جوړه کړه خو دیوه په غږ هم نه پوهیدم یواځې په هماغه یوه خبره پوه شوم چې ویل یې ماپښه پرې کیښوده .
ماغوښتل لاس وخوځوم ، خو نه کیدله ، هرڅومې وکړل یوغړي مې هم کار نه کاوه ، زړه مې غوښتل سترګې پټې کړم خو نه کیدله ، ټول مړي شیبه په شیبه زما لور ته نږدې کیدل ، ټولو په یوغږ یوه کلمه ویله خو زه پرې نه پوهیدلم ، وړاندې مې په تیاره کې ورته وکتل له شاوخوا څخه نور هم راپورته کیدل او دې لور ته را روانیدل ، دټولو یو رنګ لرګي په لاس کې وو ، ټولو یو رنګ ګامونه اوچتول .
په سر پورې هغه نور غږونه مې هم بیا راپیدا شول ، اوس نو ښه ډیر شول ، هغه غږونه او د مړو غږونه سره یو شول ، تابه ویل چې غږونه هم وینم ، ټوله فضا له غږونو ډکه شوه ، دغږونو له څیرو دغږونو له اوږدو او ویروونکو څیرو .
ټول مړي دېخوا په منډه شول ، ټول راغلل یوځای کتار ودریدل ، کتل یې دسترګو په سوریو کې یې سرې سرې رڼاوې راپیدا شوې ، په هماغه بل کس ورټول شول ، ټولو یورنګ خپلې څمڅې خوځولې ، او په خپلو کې سره په خبرو لګیاوو ، له وړاندې جرګې هم د ژړا غږونه راپورته شول ، د ویروونکې ژړا ، ماغوښتل چې په غوږونو کې ګوتې واچوم نور داغږونه وانه ورم خو وړاندې کس ته مې فکر شو چې ټول مړي پرې وروختل .
دټولو مړیو پښې یې په سر کتار شوې ، سپینې پښې ا و لویې او نرۍ لکه هډوکي ... دهغه سړي سر په ځمکه هوار شو ، په وینو کې همداسې هوا ریده او پلونه پرې زیاتیدل ، همداسې اوږدشو او نور نو یې نفس دشاوخوا خاورو څخه دوړه نه پورته کوله ، اوس یې یواځې له ستوني څخه یوه یوه دوړه وتله ، یو ویروونکی غږ ...
ماځان سره تاو کړ ، خو بدن مې کار نه کاوه ، اسلم راته یاد شو چې دهغه هم سر په ځمکه هوار وو ، پورته څیرې ته مې بیا وروکتل خو اوس د مړو غږونو یې ځای نیولی وو هلته اوس د مړو غږونه وارخطا یوې او بلې خواته ګرځیدل ، لالهانده او ویروونکي ، کله به دځمکې لور ته رانږدې کېدل او کله به نور هم پورته کیدل .
مړي او غږونه یې زما لورته رانږدې شول ، ډیر رانږدې شول ، هغه توره تیاره چې تراوسه پکې هیڅ هم نه لیدل کیدل اوس کمیده ، کله به ډیره تیاره شوه او کله به هم دمړو غږونو رڼا وکړه او لږ څه ځای به رڼا شو دوړاندې کس وینې په ځمکه خورې شوې سر یې اوږد شو وینې او پوستکې یې دې خواته راوغځیدل ، او نور هم اږدیده ، سم ورته ځیر شوم ، سترګې یې هم په وینو کې رغړیدې . دیخوا ته راروانې وې .
یوبل غږ هم راپیدا شو همدا سې غږ لکه د وینو او سترګو غږ هغه هم وړاندې راتللو غوښتل یې دبدن په هر رګ رګ کې مې ننوزي ، سترګو ته ځیر شوم همداسې سترګې وې لکه داسلم ، لږ خندا پکې ښکاریده او په کلکه کلکه رپیدلې .
ما بیا دمړو لور ته وکتل دهغوی دغږونو لور ته مې وکتل لکه چې راته فکر شوی یې وي ټولو زما لورته رامنډه کړل .
وړاندې په وینو کې هغه سترګې لا رپیدلې چې زما په سر یې هم پلونه کیښودل ، لدې سره مې چیغه کړه ، خو زړه مې غوښتل مړ نشم ، زړه مې غوښتل چې ټولو ته کیسه وکړم چې څنګه مې مرګ ولیده .
خو پلونه مې په سر زیات شول ، زړه مې غوښتل ځان پورته کړم او له ځمکې یې وولم ترڅو بیدا ر شم او ترې وتښتم ، خو لدې سره مې سترګې په مخامخ ډاکټر ولګېدې چې لا یې د اسلم په سر څادر سماوه او خلکو ته یې کیسه کوله چې دهغه په سر دموټر دوه ټایرونه تیر شوي دي ، او روغتون ته هم له دولسو ساعتو وروسته را رسول شوی دی . . .
تهران
۱۳۸۵ – ۱۲ – ۱۷