دشعر ، داستان ، طنز او ادبي ليکنو لپاره ځانګړى ويب لاګ
لنډه کیسه
مازیګر لمر زېړ شو، په بیروبار ښار کې د لمر وړانګې هم نورې کرارې کرارې ټولېدې، خلک یوې او بلې خواته سره ښورېدل، څوک وارخطا، څوک آرام او څوک هم سودا په لاس کې د خپل کور په لور، په ښار کې تیاره خپره شوه او د ډېر وخت په څېر نن هم د ډزو درانه غږونه واورېدل شول.
له رنګه تور کسان چې د سترګو سپین یې له لیرې ځلېدل وارخطا مالومېدل، ډزې زیاتېدې او وارخطايي هم زیاتېده...
د کوچنۍ او خیرنې کوټې په کونج کې ناست سړی په چرت کې وو، آرام پورته شو له کړکۍ یې وکتل، ډزې او سرو لمبو لا د ښار په منځ کې دوام درلود، تور رنګې ښځې ته چې شاته تړلي خو مخ ته جړ وېښتان یې په مخ راپراته وو، تورې پېړې شونډې یې رپېدې وکتل، متوجه شو، ښځې هم ورته سر وخوځاوه.
دواړو دروازې ته سترګې نیولې وې، له کوچنۍ ککړې کوټې بهر څو خیرنې څوکۍ اېښې وې او تیاره ګروپ یې په پخلنځي او د دروازې په لور په وتلې کوڅه هم رڼا کړې وه.
سړی له کوټې را ووت، په کوچني او خیرن سالون کې په یوه څوکۍ کېناست، کله به یې دروازې ته وکتل او کله به پورته شو له کړکۍ به یې د ښار منځ ته وکتل، د ښار په منځ کې د ډزو غږونه کرار کرار آرام شول او له رنګه تور لوړ سړی هم لږ آرام شو او دروازې ته په مخامخ څوکۍ کېناست، څه شېبه وروسته دروازه وټکېده، هغه له ځایه ټوپ کړل ورغی دروازه یې خلاصه کړه، تور لوړ ځوان چې پوځي دریشي یې په تن وه خپه مالومېده، کرار راغی او سپین ږېري سړي ته مخامخ په څوکۍ کېناست،
- لوی درستیز یې وواژه...
سپین ږيری سړی لکه چې ډېر نه وي حیران شوی، په شوخه لهجه یې وویل
- چې ته جوړ راغلې دوه نور دې هم ورسره وي...
هغوی سره ناست وو چې ډزې بیا پیل شوې، د کوټې ښيښې به یې وښورولې او لمبې په ټول ښار ګرځېدې، څه شېبه خو په کړکۍ کې ورته ولاړ وو، نور نو ستړي شول او آرام سره کوټو ته ننوتل، ډز او ډوز روان وو او لمبې هم ګرځېدې...
د لمر له راختو سره لمبې نه مالومېدې، خو ډزونه هماغه راز کله کله اورېدل کېدل، څو لمر ګرمېده ډزونه لا ګرم شول او په ښار کې بیروبار هم آرام آرام کم شو، خلک زیات په واټونو کې نه مالومېدل او د ښار آسمان هم خړ مالومېده، غرمه او ماسپښين او ټوله ورځ درز او دروز او ټک ټوک...
شپه شوه او په واړه سالون کې بیا تت او تیاره ګروپونه بل شول او په څوکیو یې رڼا خپره کړه، کور چوپ مالومېده او له رنګه توره لوړه ښځه د سالون په منځ کې ولاړه وه، کله به یې دروازې ته کتل او کله به یې له کړکۍ ها خوا د ښار په تیاره او وېروونکې فضا کې سترګې ګنډلې وې.
دروازه ټک ټک شوه، ښځې دروازه خلاصه کړه او مخامخ ورته لوړ سپین ږیری ولاړ وو، سالون ته ننوت او وړاندې د ښار خواته خلاصې شوې کړکۍ ته ودرېده، بهر یې د ښار فضا ته کتل. ښځه یې هم شاته ودرېده او پېړې تورې شونډې یې وخوځېدې.
- څه چل وشو؟...
سړي شاته راوکتل، موسک شو
- ولسمشر یې هم وواژه...
ښځه حیرانه شوه، هغه هم وړاندې لاړه او له سړي سره اوږه په اوږه ودرېده د ښار سیل یې کاوه، آرام یې د سړي خواته وکتل او د پوښتنې په علامه یې سر وخوځاوه او شونډې یې بوڅې کړې، سړي هم ورته وکتل او ویې ویل:
- ټول پوځ د ولسمشر په ماڼۍ ورختلی....
ښځې سر وخوځاوه په سینه غوټه شوي لاس یې سره ټینګ کړل اوږې یې پورته واچولې، ویې ویل:
- بد حال دی...
سړي هم وخندل، شاوخوا یې وکتل، کورتۍ یې وایسته او په وړاندې کوټبند یې بنده کړه او خیرن پخلنځي ته ننوت، د سترې چایجوشې څښکوري ته یې پیاله ونیوه ډکه یې کړه او بېرته را ووت، ښځه لا هماغسې کړکۍ ته ولاړه او لاسونه یې په سینه غوټه نیولي وو، پرته لدې چې شاته را وګوري ویې ویل:
- عجیبه ده، همدا عادي خلک ولاړ شي، حکومت جوړ کړي، له خلکو د مالیې، ګمرک او څه څه په نوم پیسې اخلي او د پوځ په نامه خلک ساتي، ولسمشر جوړ کړي، ټول واک ورکړي او ټول یې احترام کوي...
لږه شېبه چوپ شوه سړی هم پورته شو او کړکۍ ته ودرېده، ښځې دوام ورکړ
- بله ورځ راپورته شي، د خلکو په پیسو ټوپک واخلي، معاش اخلي او یو بل وژني...
تور لوړ کس په پلته وېښتانو لاس را تېر کړ ویې ویل:
- خپلې پیسې دې ارمان دي؟...
ښځې سړي ته وکتل څه یې ونه ویل، خوسر یې وخوځاوه او موسکه شوه...
څټک یې په سندان وټکاوه ، په تندي یې خولې ډنډ ولاړې وې ، له جیبه یې دستمال راوویست خولې یې پاکې کړې او بیایې په اور کې سرو اوسپنو ته وکتل ، چې څومره به اور تازه کېده هومره به یې قدرت زیاتېده ، چې څومره د لمبې او شغلې عمر زیاتېده دومره به یې اثر ښکاره کېده ، شغلې کرارې کرارې شنې شوې او پکې د پرتو اوسپنو رنګ هم سور کېده ، بیایې آمبور په لاس کې واخیست او اوسپنه یې پکې راونیوه او په سندان یې کېښوده ، په بل لاس کې یې څټک هم آرام راپورته کړ او په اوسپنه یې کیښود ، بیایې پورته کړاو اوسپنه یې پرې وټکوله ، نرمه شوې وه اوس هغه اوسپنه نه وه چې تیږه به یې ماتوله ، دڅټک څه چې د هیڅ هم پرې زور نه رسېده اوس د څټک له هر وار سره په سندان تیتېدله او هیڅ مقاومت یې هم نه کاوه ، آهنګربیا اوسپنه په آمبور کې راټینګه کړه او اور ته یې ور ننه ایسته . غوسه وو له ځان سره ګړېده .
- ولاعجیبه ده ؟ زه خو نه پوهیږم ، یعني یو انسان دومره بې رحمه شي چې د بل انسان وژلو ته زړه ښه کوي ؟ … نه ولا سړی دې هسې هم قضاوت نه کوي … خدای خبر دی …
بیایې د تندي خولې پاکې کړې ، په اور کې یې اوسپنه په بل مخ واړوله ، د اور شغلو ته یې چرت ونیو او سر یې وخوځاوه .
- ولا خو غوسه هم بد شی ده … مجبوري هم بد قدرت دی … دا اور او دا شغلې ګوره … اوسپنه ګوره چې څرنګه یې نرمه کړې ده … مجبوري به هم سړی دغسې کوي … نه ولا هسې به هم نه وي انسان بېل دی … نه ولا …
بیایې په اور کې اوسپنې ته وکتل چې تکه سره او شنه اوښتې وه را ویې ایسته ، په سندان یې کیښوده ، څټک یې ورته پورته کړ بیا یې ورته وکتل ، دهر وار سره به په سندان وغوړېده ، هغه بیا په تندي لاس راتیر کړ ، اسویلی یې وکړ او پورته یې وکتل ، بیا له ځانه سره په خبرو سر شو .
- ظلم ،زارۍ … ولا عجب قانون دی … دیوه چلند ته ظلم وايو دبل هغه ته زارۍ … کله به داسې هم تسلیمږې لکه دا اوسپنه چې د واړه څټک ټکونو ته تسلیم ده … جمیل ګوره خوار که هرڅومره یې دهغه او دغه دهقانۍ وکړې ، په څاګانو کې به کوز وو ، دهغه او دغه مزدورۍ یې وکړې … اخ خدای دې پرې رحم وکړي بې چاره هغه دی له دنیا یې تیر که … نه هسې دې هم سړی نه وايي څه به ووپکې خوشي په خوشي خو به هم سړی څوک نه وژني …
بیا یې له دکانه بهر وکتل ، ګڼه ګوڼه وه ، د ژوند بازار ګرم وو ، خدای خبر دهیچا به هم جمیل نه په یادېده اوهسې ښکارېده تا به ویل چې هیڅوک هم کم شوي نه وي ، سهار به یې لرونه یا کلنګونه په اوږه را اخیستي وو ، په شنه یخ کې به پرې خولې راماتې وې ، کلنګونه به یې په دکان کې وغورځول او په بیړه به له دکانه ووت، بېګا به چاودې چاودې لاس راغی ستمېده به کلنګونه به یې ورسره واخیستل او موسک به شو په سترګو کې به یې وویل چې پیسې نشته چې کار مې خلاص کړ په یو ځای به یې درکړم .
سر یې وخوځاوه اسویلی یې وکړ او بیا یې په شغلو کې سترګې وګنډلې ، په همدې چرتونو کې وو ، چې زوی یې دکان ته راننوت ، د پلار خولې تندي ته یې وکتل ، او بیایې پلک راواخیسته په ژور کې ورته ودرېده او په لاسونو یې لاړې توکړې او پلک یې په لاسونو کې سره سم کړ .
پلار په اور کې سرې اوسپنې ته ځیر وو ، اسویلی یې وکړ ، بیا یې د زوی مخ ته وکتل ، تر اوسه یې لا په سترګو کې هغه وختي نم مالومېده ، آهنګر بیا له ځانه سره په خبرو شو .
- هرڅومره چې اور ژوندی کیږي هومره یې د سوځولو قدرت زیاتیږي هرڅومره چې شغله تازه کیږي هومره یې غوسه یو په دوه کېږي . راشه وګوره چېرته د شغلې بدن او چېرته د اوسپنې …
بیایې اوسپنه له اوره راوویسته ، په سندان یې کیښوده او زوی ته یې وکتل ، زوی یې هم پلک پورته کړ او یو غږ به د څټک وو بل د پلک په اوسپنه به یې سره شغله پورته کړه او سره هواره به یې کړه . هغه په فکر کې وو ، بیاله ځانه سره په خبرو راغی .
- نه خو ته خپله ووایه ! چې هرڅومره ټینګ وې چې هرڅومره کلک او مقاوم وې چې هرڅومره له تیږو جوړ وې ، دلته وګوره ، دا بې رحمۍ او غمونه ولا سړی داسې کوي لکه دغه اوسپنه ، غوسه هم داسې ، ته خان ګوره چې اوس یې څه پیرو ته بډې وهلې ، بسته سړی یې وواژه ولا که به دومره احساس هم ورسره وي … خو هغه د هم پوه شي چې که دغسې کارونه کولی شي ، بله قوه هم شته چې سړی بیا نرموي ، داسې یې نرموي چې د پلک او څټک په وړاندې به هم مقاومت ونه کړي هو ! ولاکه یې فکر هم وکړې …. نه ګوره اوس په خپل سر دومره ستر ستر کارونه کول ولا که چندان کار هم وي … ډیر بې وجدانه دی … خیر دی وخت به یې په خپله سم کړي درست لکه زما په سندان پرته اوسپنه که لږ یې پریږدم بېرته خپل عادي حالت ته ځي ، که شغلې یې نرمه نکړي نو هماغه اوسپنه ده … خان هم یوبل څه داسې کړی دی ، دا پیسې او قدرت یاهم شاید غوسه داهم بده شغله ده سړی داسې نرم کړي چې واړه واړه فکرونه یې هم په بله کوي ژر ژر یې بدلوي ….
بیا یې له ځانه سره سر وښوراوه .
- نه هسې یې هم نه کوي … لکه اوسپنه …نه نه … ولا داسې بې رحمي چې سړی په بله کړي درست لکه له دغه شغلې … یاهم نه ولاګوره په جمیل غوندې چا خو د هرچا زور بره دی ، که نر وي ورغلی دې وای قوماندان شېردلي ته یې دې څه ویلي وای …
بیا یې زوی ته وکتل ، هغه هم خپه وو ، کله به چې یې په کوڅه کې لوبې کولې ، په دکان کې به یې حتماً یوه څپېړه خوړله ، خو نن یې څپېړه نه وه خوړلې ، په پلک یې ځان تکیه کړی وو او په چرت کې وو هغه هم په اور کې پرتې اوسپنې ته وکتل بیا یې د پلار تندي ته وکتل .
- پلاره وايي دوژخ هم داسې وي لکه دا زموږ دکرې اور ، خان خو به هم ځي دوژخ ته .
پلار موسک شو ، زوی ته یې وکتل بیایې اوسپنه له اوره راوایسته او زوی ته یې د وهلو اشاره وکړه .
- دې ! که دچا هغه وخت په یاد وای ، اوس به دې په دنیا کې ټولې د ترحم خبرې اورېدې د مینې او صمیمیت .
بیا یې لږ شېبه وروسته ټک ټک آرام شو او اوسپنه یې اور ته واچوله ، له جیبه یې بیا دستمال راویست خولې یې وچې کړې او بیا یې اوسپنه له اوره راوایسته او په سندان یې کیښوده .
- خو زویه ضرورت به هم وي ، څوک به له مجبورې ورځې بل وژني څوک به له مجبورې په خپله مري او څوک به هم نه پوهیږم زویه …. ته دا مبارکه میاشت ګوره خدای دې خان په نس نه مړوي …
په اوسپنه یې درانه درانه ګوزارونه وکړل د زوی تندي ته یې وکتل نور نو خولې شوی وو او په چرت کې ډوب وو کرار یې ورته وویل .
- دا میاشت ګوره او داسې بې رحمي ، خدای خو مو دې له دغسې شغلې ساتي له دغسې مجبورۍ او له دغسې بې رحمۍ … خدای مو دې په روژه زړونه هسې نرم کاندي چې وړوکی ټک یې هم هوار کاندي …
بیایې اوبو ته وکتل ، موسک شو زوی یې ووت ، ډیره شېبه نه وو هغه هم په اور کې سترګې ګنډلې وې ، جمیل یې په نظر کې وو ، پیوند پیوند واسکټ ، چټکې چټکې خبرې او شنې بریښېدونکې سترګې ، چې کلنګونه به یې په ځمکه وغورځول جیب ته به یې لاس کړل او نسوار به یې راوایست چې نسوار به یې واچاوه څادر به یې کلک له ځانه تاو کړ او بهر به ووت .
بیایې اوسپنه سره کراره کراره وټکوله په آمبور کې یې راواخیسته او وړاندې یې اوبه ته ورنږدې کړه . چې اوبو ته یې ور ورسوله نور یې نو سوروالی هم له منځه لاړ او هغه پخوانۍ ګرمي یې هم له بدنه ووته ، څه شېبه ورته ځیر وو ، بیایې په ځمکه وغورځوله زوی راننوت د پلار سترګو ته یې ځیر ځیر وکتل .
- پلاره وايي جمیل اکا یې خاورو ته وسپاره .
- ښه نو بالاخره آرام شو خدای دې نور پرې رحم وکړي .
- آمین
تهران ، ایران .

یو چا وېل په کابل کې یوه کوڅه ده کله چې سړی ورشي نو ډېر څه پکې زده کولای شي، کوڅه پخوانۍ ده خو ډېر څیزونه پکې شته چې سړی یې زده کړي. زه حیران وم چې دا به نو څرنګه کوڅه وي دا څو ورځې وړاندې ورغلم.
له ورایه مې چې د کوڅې خولې ته کتل، کوڅه بیروبار مالومېده، ګڼه ګوڼه پکې له نورو سیمو زیاته وه، خلک هم ډېر ور روان وو او ته وا له هغه بل سر څخه یې بېرته وځي بېرته پدې نه راتلل، ما هم شاوخوا نه کتل نېغ په کوڅه ور روان وم او دکانونه، خلک او هر څه مې دقیق له نظره تېرول، دکانونه ډېر زاړه نه وو، پخواني هم نه مالومېدل، په لومړي سر کې قالینې او پخواني شیان خرڅېدل، لږ ښکته نور څیزونه پلورل کېدل او ورپسې د پښانو دکانونه او ټک و ټوک وو، ډېرې مې سترګې وغړولې چې نوی څیز ومومم خو نوی څیز په نظر رانغی، ټول خلک په دکانونو کې اخته وو او ټولو خپل خپل کارونه مخ ته بېول.
یو دکان ته ودرېدم، دکاندار راته وکتل نور په خپل کار بوخت شو، ماته یې هم کار مزه رانکړه ترې روان شوم، ښکته خلک هم ټول په خپلو خپلو کارونو بوخت وو، چرت یوړم چې له دې کوڅې نه خلک څه زده کوي، هېڅ څیز پکې له نورو ځایونو توپیر نه لري، هماغه راز لکه په نور ښار کې شاوخوا ټک ټوک وو او ټول خلک بوخت وو.
په لاره کې مې په یوه سوالګره سترګې ونښتې، په ډېرې عاجزۍ یې لاس د تېرېدونکو خلکو خوا ته اوږد کړی وو.
- خیر دی اولادونه مې وږي دي… د خدای لپاره…
دوه ځوانان یې له خوا تېرېدل په لوړ غږ یې خندل او له څنګه تېرېدونکي خلک یې په اوږه وهل، واړه ماشوم هم د سګرېټو بسته په غاړه کې اچولې وه او د خپلو سګرېټو غورې یې کولې…
ښکته جنګ وو، د یو کس په سر وینې راتلې هغه د چا خبره چغ و پغ یې پورته شوی وو. نه پوهېدم چې د دوی به په څه سره جنګ شوی وو خو زما د ملګري هغه خبره رایاده شوه چې کله به څوک غوسه شو ویل به یې :
ژوند آسانه وبوله او اسانه یې کړه
له ځانه سره مې وویل: ښايي دغه ځوانانو ژوند ځانته ندی آسانه کړی.
په ټوله کوڅه کې وګرځېدم نور ستړی شوم هر دکاندار مې ولېد، له هر دکاندار سره مې سترګې وجنګولې، ټولو خلکو ته مې وکتل، ترې تېرېدم، په ریښتیا چې چا ست نه تېراوه، ټولو ریښتیا ریښتیا کار کاوه.
د کوڅې آخر ته ورسېدم د کوڅې په خوله کې ودرېدم شاته مې راوکتل، د خلکو په هغه خبره خندا راغله چې ویل یې په دې کوڅه کې سړی څه زده کوي، ما خو څه زده نه کړل، له کوڅې لا راوتی نه وم چې په هغو کارګرو مې سترګې ونښتې چې انتظار ناست وو او د یو چا انتظار یې کاوه تر څو ورشي او له ځانه سره یې چېرته کار ته بوځي.
د کوڅې په خوله کې ولاړ وم، خلک تېرېدل، چا راته کتل چانه راکتل، چا به د شونډې لاندې څه وویل، ما به داسې فکر کاوه چې ګنې وايي:
ددې کوڅې کیسه چاته مه کوه…
د کوڅې هغه سر ته مې وروکتل چې پرې راغلی وم، یو ځل مې زړه غوښتل چې وروګرځم له هماغې لارې ووځم خو بیا مې له ځانه سره وویل چې راځه دا برخه هم باید وګورم خو دې ته لا فکر وړی وم چې خلکو ویل: هلته سړی ډېر څه زده کولی شي…
خو ریښتیا یو څه مې ترې زده کړل:
ټول خلک چې هلته ګرځېدل په نن کې مصروف وو، ټولو د نن لپاره کار کاوه او ټول په نن کې کار کاوه… ښايي دا مې نوی څیز لیدلی وو…
کابل/
07/12/1387
سترګې یې کلکې پټې کړې او لاسونه یې پرې کېښودل، شاتني کس ته یې وویل:
- ولاړ شم؟
- هو ځه...
سړی روان شو، څه لاره لاړ، په ستره ډبره یې لاس کېښود ویې ویل:
- پرته لدې چې وغورځېږم ورسېدم....
»»»»
په دروازه کې ولاړې زړې ښځې ته یې وکتل:
- زما به شي که د هغه؟
ښځې وخندل ویې ویل:
وايي چې پوښتنه وشه چې دنیا لنډو و خوړه که اوږدو؟
وايي ځواب ورکړ شو چې، یواځې د خدای په پیروزینې....
»»»»
په سړي خولې را روانې وې او غوسه غوسه یې خاورې په بېلچه کې غورځولې، له څنګه ولاړ ماشوم یې ورته وکتل ویې ویل:
- خو مه یې کوه...
سړي وویل:
نو څوک به یې وکړي؟...
ماشوم موسک شو ویې ویل:
نوبیا غوسه ولې یې؟....
»»»»
یو سړي په موټر کې اخبار خلاص کړ، په نورو څوکیو کې ناستو کسانو یو بل ته وکتل، هغه یوه وویل:
- څه یې لیکلي؟..
سړي چې شاوخوا وکتل چې ټوله سپرلۍ هغه ته ګوري په غوسه کې یې وویل:
- وايي له خلکو چې تر څو سیاسي شعور وانه خیستل شي حکومت پرې نه تحمیلېږي...
»»»»
په چاغ سړي پسې روان کس چا له کورتۍ را ونیوه ورته ویې ویل:
- ریس صاحب ته ووایه چې زما عریضه امضا کړي...
ځوان ورته وخندل
- خپله ورته ووایه
سړي سر وخوځاوه ویې ویل:
- چاپلوسي نه راځي...
عبدالله الهام کابل
په کیسه کې د لید زاویه ددې معنی لري چې کیسه د چا له لید یا ژبې ولیکو، یا په بل عبارت د لید زاویه یعنې د کیسې د بیان ډول.
ویلای شو چې د لید کابو درې اصلي او بنسټیزې زاویې شته، (زه، ته ، هغه) خو د (زه او هغه) د حالتونو له جمعې څخه دوه نور ډولونه هم چې موږ او هغوی کېږي په لاس راتلای شي. دغه راز د (هغه ) په برخه کې هم مونث او مذکر ته په پام سره د بدلون په بڼه کې ځانګړې بڼې خپلولای شي. اوس اوس کیسه لیکوالو د لید د زاویو په یوځای کولو سره بېلابېلې فرعي لارې موندلې چې له هغې لارې کولای شي خپلې کیسې په ښه توګه بیان کړي.
دلید زاویې ډولونه
الف: زه
له خپل لید یا د زه او راوي له لیده: پدې ډول کې د داستان اصلي کرکټر په خپله ژبه خپله کیسه بیانوي چې البته دا خپله لیکوال هم منظور ندی. لکه د استاد سعد الدین شپون شین ټاغی، د چارلز دیکنز کاپر فیلډ...
د فرعي کرکټر یا ملګري له لیده: پدې ډول کې د لومړي کرکټر ملګری د داستان راوي دی،
یو اړخیز ډیالوګ: پدې ډول کې راوي له یو چا سره خبرې کوي خو موږ یواځې د راوي خبرې اورو، یا لولو او د مقابل لوري د خبرو اغېز هم د راوي په خبرو کې حس کوو.
د ذهن خبرې یا په بله ویناچرت: پدې ډول کې یو څوک په لوړ آواز فکر کوي، حتی د هغه په افکارو د پېښو او تېرېدونکو صحنو اغېز هم حس کولای شو.
لیک: دوه یا څوکسان یو بل ته لیک استوي او کیسه لدې لارې بیانوي، کله خو البته یواځې یو کس لیک لیکي.
د ورځني یادښت له لارې: پدې ډول کې راوي د ورځني یادښت یا د خاطراتو د یادښت له لارې داستان بیانوي.
ب: ته
پدې ډول کې راوي کیسه بل چاته په خطاب کې بیانوي. داسې ته وا چې له پېښې سره مخاطب مخامخ شوی.
ج: هغه
د کرکټر له لیده: پدې ډول کې لیکوال کیسه د لومړي کرکټر له لیده تعقیبوي او پېښې هم د هغه په اړه وي.
د فرعي کرکټر له لیده: پدې ډول کې لیکوال د لومړي کرکټر له لیده نه ګوري خو په یو ډول نه یو ډول د هغه د ملګري یا دوست له لیده پېښې تعقیبوي.
له بهره لید(سینمايي): پدې ډول کې بیا لیکوال لکه کمره غوندې یواځې څه چې ویني او اوري لیکي او له خپله ځانه هیڅ څه ته نه ورګوري پدې ډول کې یواځې خبرې اترې او پېښې راځي. لکه د همینګ وې، سړي وژونکي
موږ (زه + زه + زه+...)
پدې ډول کې بیالیکوال کیسه تقریباً ټوټه ټوټه کوي او داچې د کیسې په هره برخه کې یو ښه لیدونکی او شاهد مومي د کیسې د کرکټرونو له لیدونو څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره دهغه له ژبې یا د هغه له (زه ) څخه کار اخلي. چې البته دا ډول په اوږدو کیسو کې زیات موندل کېږي
هغوی(هغه + هغه + هغه+...)
دا ډول چې ډېر مشهور هم دی، لیکوال لکه د کیسې د ټولو کرکټرونو له لید څخه چې خبر وي هسې پیښې تعقیبوي، د کیسې په هرڅه پوهېږي او د داستان په هرځای کې شته وي. لکه د تولستوی جنګ او سوله