تبليغاتX
موسکا

موسکا

دشعر ، داستان ، طنز او ادبي ليکنو لپاره ځانګړى ويب لاګ

باراک اوباما؛ د امریکاڅلورڅلوېښتم ولسمشر؛ ژوند او مخینه

 ژباړن: عبدالله الهام

 دوهم باراک حسین اوباما (Barack Hussein Obama II) د ۱۹۶۱ زیږېدي کال د اګست په ۴ اوبامانېټه د امریکا په هاوايي ایالت کې نړۍ ته سترګې غړولې او د امریکا د ډموکراټ ګوند غړی دی، د ایلینوی ایالت ځوان سناتور او د امریکا د متحده ایالتونو ۴۴ ولسمشر دی. هغه له ۲۰۰۷ زیږېدي کاله ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان ونوماوه او د ټاکنیز کمپین په ترسره کولو سره یې ځان په امریکا کې د یوې ملي څېرې په توګه وځلاوه. هغه د امریکا د ۲۰۰۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندۍ له مهاله د عراق د جګړې د پای ته رسولو خبره کړې وه او بالاخره دغه ۴۷ کلن تورپوستی او د میشل اوباما په نوم یوې میرمنې خاوند؛ ډموکراټ نوماند د ۲۰۰۸ زیږېدي کال د جون په درېیمه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډموکراټ ګوند له لوري نوماند وپېژندل شو. هغه د خپلې تنکۍ ځوانۍ څلور کلونه په جاکارتا کې تېر کړي او په کېنیا کې د زېږېدلي پلار زوی دی، هغه د مسیح د متحدی کلیسا (United Church of Christ) دپروتستان فرقې مسیحی دی.

 شخصي ژوند

باراک اوباما د یو کینيايي تورپوستي او د امریکا د کانزاس ایالت د وچیتا د اوسېدونکې سپین پوستې میرمنې زوی دی. که څه هم خپل سکه او ناسکه پلرونه یې مسلمانان وو خو هغه یو مسیحی دی او په څلور کلنۍ کې چې په اندونیزیا کې اوسېده نو د مسلمانانو په مذهبي ښوونځي کې د کاتولیکانو یا سکولرانو ښونځي ته تللی دی. د هغه مور او پلار په مانوا کې د هاوايي په پوهنتون کې له یو بل سره آشناشوي وو. د اوباما مور سره له ستونزو سره پدې توانېدلې وه چې د ټولنپېژندنې په برخه کې له همدغه پوهنتون څخه دکترا تر لاسه کړي.

 زده کړې

اوباما لومړی په ۱۹۸۳ کال د کلمبیا له پوهنتونه د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو لیسانس تر لاسه کړ. په ۱۹۸۸ کال یې په شیکاګو کې له څو کلونو کار وروسته تحصیلي پور واخیست او د هاروارد پوهنتون د حقوقو پوهنځي ته داخل شو. په هاروارډ کې د هغه پرمختګ دومره چټک شو چې د خپل تحصیل په دوهم کال د هاروارډ قانون د خپرونې مشر وټاکل شو. هغه د دغه سازمان د مشرۍ په پړاو کې دغه خپرونې ته چې بنسټ پالو او لیبرال محصلو کړیو پکې ستونزې رامنځته کړې وې بېرته سره منظمه کړه. اوباما ډېر ژر د هاروارډ له پوهنتون څخه د حقوقو افتخاري دکترا (magna cum laude) ترلاسه کړه، د شیکاګو پوهنتون د حقوقو پوهنځي ډېر ژر د نوي علمي پلاوي په توګه استخدام کړ.

 سیاسي ژوند

اوباما د ۲۰۰۵ کال د جنورۍ په ۴ نېټه سنا ته لاره ومونده، سره لدې چې نوی وو د پوهو سلاکارانو یوې ډلې چې معمولا نوو سناتورانو ته دومره اهمیت هم نه ورکوي استخدام کړ، هغه پیت روز د خپل ملي سیاست د مشر په توګه وټاکه، دغه راز یې کارن کورن بلو اقتصاد پوه د خپل سیاسی مرستیال په توګه غوره کړ. د کلینټن پخواني اجرايي مشران، آنتون لیک او سوزان رایس په بهرني سیاست کې خپل سلاکاران وټاکل.

اوباما پنځم افریقايي امریکایی دی چې سنا ته یې لاره موندلې او درېیم افریقايي امریکایی دی چې په زیاتو رایو سره د سناتور په توګه ټاکل شوی. هغه یواځینی سناتور دی چې د کانګرس د تورپوستو د ګوندي کمېټې غړی دی. سي کیو چې یوه ملي اونیزه ده او د ګوند پولې نه پېژني هغه یې د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ تر ټولو وفادار ډموکراټ معرفي کړی. دغه راز د نشنل ژورنال د مجلې له خوا د ترسره شوو نظر پوښتنو له مخې هغه په ۲۰۰۷ زېږدي کال کې تر ټولو لیبرال سناتور پېژندل شوی دی.

 د ولسمشرۍ ټاکنو لومړني پړاوونهباراك اوباما او انتخابات

 اوباما له خپلو پلویانو سره د ۲۰۰۷ کال په فبرورۍ میاشت کې په ایلینوی ایالت کې په یوه وینا کې وویل چې د ۲۰۰۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته به ځان ونوموي. د هغه ټاکنیز مرکز وکولای شو چې د ۲۰۰۷ کال په نیمايي کې د هغه له ملاتړو ۵۴ میلیونه ډالره ترلاسه کړي چې دا د تېرو کلونو په ټاکنو کې د پانګې د جلب یو ریکارډ وو. نظر پوښتنو ښودلې چې هغه د دموکرات ګوند له بلې نوماندې سناتور هیلري کلینټن سره نږدې سیالي لري او دغه راز یې د آیوا په ایالت کې د دموکرات ګوند د اسمبلې په لومړنیو ټاکنو کې لومړی شو او په نیوهمشایر ایالت کې یې په ۳ سلنه اختلاف سره له سناتور کلینټن وروسته دوهم مقام وګاټه.

 د ټاکنو لګښت

د ۲۰۰۷ کال په سپتمبر میاشت کې اوباما ددې پوښتنې په ځواب کې چې د دولتي مالي تامین په سیستم کې ونډې اخیستو ته چمتو دی د هو ځواب ورکړ او زیاته یې کړه چې په عمومي ټاکنو کې به له دولتی بودجې د استفادې لپاره د هوکړې د ترلاسه کولو هڅه وکړي.  سره لدې اوباما د ۲۰۰۸ کال تر لومړیو د اهدايي مرستو له لارې د ۲۳۴ میلیونو ډالرو په راټولو بریالی شو.

د ۲۰۰۸ کال په جنورۍ میاشت کې اوباما ۳۲ میلیونه ډالره مرسته تر لاسه کړه، په داسې حال کې چې هیلري کلنټن اړ شوه چې د ټاکنیزو مبارزو لپاره له خپل شخصي حسابه پنځه میلیونه ډالره واخلي.

د ۲۰۰۸ کال په اپریل کې سناتور اوباما ۴۲ میلیونه ډالره په خپلو ټاکنیزو فعالیتونو  ولګول چې د هیلري کلینټن له ۹ میلیونه ډالرو سره یې زیات واټن درلود.

 باراک اوباما په رسنیو کې

د ټایم اونیزې د ۲۰۰۸ کال د مۍ میاشتې د دوهمې نېټې په ګڼه کې د نړۍ د بانفوده نارینه وو او ښځینه وو کلنی نوملړ خپور کړ، پدې نوملړ کې اوباما د (د هیوادونو د بانفوذه او انقلابی شخصیتونو) په برخه کې درېیم مقام خپل کړ.

 د جرمایا رایت پادري شخړه

د ۲۰۰۸ کال په اپریل کې باراک اوباما د خپل پخواني پادري جرمایا رایت د خبرو په غبرګون کې وویل: هغه نظرونه چې د ښاغلي رایت لخوا بیان شوې زه یې خپه کړی او غوسه کړی یم. هغه دغه راز د رایت خبرې تفرقه اچوونکې او ورانوونکې وبللې او د هغو کسانو د ګټو لپاره یې وبللې چې د توکمي تنفر لپاره هڅه کوي. جرما رایت د امریکا دولت له تورپوستو سره په بدچلند او په قصدي توګه دهغوی په منځ کې د ایډز ویروس په خپرولو تورن کړی وو، هغه ویلي وو چې د امریکا تورپوستي باید د امریکا د دولت بد چلند په یاد ولري او ووايي: خدایه په امریکا له هغوی سره د بد چلند له امله لعنت وکړې.

 

اوباما د امریکا د دولت په اړه د جرما رایت د جنجالي خبرو په غبرګون کې وویل: باوري یم چې دغه خبرو دامریکا د تورپوستو د کلیسا له نظره سم تصویر ندی وړاندې کړی دغه خبرې زما ارزښتونه او باورونه نشي انځورولای.

باراک اوباما دغه راز هڅه وکړه چې له ښاغلي رایت څخه لېرې شي هغه وویل: جرما رایت نور داسې څوک ندی چې ما شل کاله وړاندې لیدلی وو هره اړیکه چې مې ورسره درلوده د هغه د ویناوو له امله بدلې شوې دي.

 سیاسي دریځونهباراك اوباما

اوباما په عراق کې د بوش د سیاستونو له لومړنیو مخالفینو ګڼل کېږي، د ۲۰۰۲ کال د اکتوبر په دوهمه نېټه هغه ورځ چې کانګرس د عراق د جګړې مصوبه تصویب کړه او د بوش دولت ته یې د جنګ اجازه ورکړه اوباما په شیکاګو کې د عراق د جنګ د مخالفینو په ستر ټول کې وینا وکړه.

د ۲۰۰۳ د مارچ په ۱۶ نېټه کله چې جورج بوش له عراقه د وتلو یا جګړې کولو لپاره صدام حسین ته ۵۸ ساعته الټیمیټم ورکړ اوباما په شیکاګو کې د جنګ ضد په یو ستر ټول کې وویل چې اوس هم د جګړې د مخنیوي لپاره وخت شته. دغې مسلې هغه د ۲۰۰۴ کال د سنا په ټاکنو کې له خپلو هغو سیالانو چې جګړې ته یې مثبته رایه ورکړې وه بېل کړ.

اوباما د یو لیبرال دریځي سناتور په توګه خپل دریځ ټینګ کړ او د ښوونې او له ایډز سره د مبارزې په څیر موضوعګانو کې یې له جمهوري غوښتونکو سره همکاري وکړه.

 

د ایران بندیزونه

باراک اوباما د ۲۰۰۷ کال په جون میاشت کې یوه طرحه د امریکا ولسي جرګې ته وړاندې کړه چې پکې بهرني پانګوال له ایرانه د خپلو پانګو ایستل کېدو ته هڅول کېدل. د سناتور اوباما په وینا د ایران دولت له خپلو تیلي عوایدو د خپل ایټمي پروګرام د پراختیا او په منځني ختیځ کې له ترهګرو دلو د ملاتړ لپاره ګټه اخلي؛ چې له ایراني دولت سره د مالي اړیکو د پرې کولو لپاره په شرکتونو دباو راوړل به د بندیزونو اغېز زیات کړي.

 

اسرائیل

د ۲۰۰۸ په اپریل کې د باراک اوباما او هیلري کلنټن ترمنځ په نوي دقیقه اي مناظره کې چې د امریکا اې بي سي تلویزیوني شبکې له خوا خپره شوه اوباما په اسرایلو د ایران د برید په غبرګون کې وویل: امریکا به وړ اقدام وکړي.

هغه د ۲۰۰۸ کال د جون په ۴ نېټه د امریکايي اسرایلي عمومي اړیکو په کمیټه کې (AIPAC) وویل که ولسمشر شي هر هغه کار به وکړي چې ایران له اتومي وسلو منع شي. هغه دغه راز ایران د اسرایلو او منځني ختیځ د سوکالۍ لپاره ستر ګواښ وباله او ویې ویل: د ایران ګواښ، سخت او ریښتینی دی او زما موخه به داوي چې دغه ګواښ له منځه یوسم. هغه دغه راز اورشلیم د اسرایلو نه ویشل کېدونکې پلازمینه وبلله.

 محبوبیتباراك اوباما

باراک اوباما په ۲۰۰۴ کال د لومړي ځل لپاره د دموکرات ګوند په غونډه کې په ملي او نړیواله کچه زیات پام ځانته جلب کړ. اوباما په دغه وینا کې په خپل ژوند او شخصي تاریخچه په تکیې سره امریکايي اېډیالونه بیان کړل.

زما پلار په زیات کار سره په امریکا کې د درس وېلو فرصت ترلاسه کړی وو؛ پداسې؛ په داسې هېواد کې چې د ډېرو هغو کسانو لپاره فرصت وو چې لدې وړاندې هلته ورغلي وو.

باراک اوباما له دغې وینا څو میاشتې وروسته په ۲۰۰۴ کال کې له خپلې بریالۍ ټاکنې وروسته د رسنیو په محبوبه څېره او په واشنګټن کې په ښه شخصیت بدل شو چې دوه ډېر پلورل کېدونکي کتابونه یې هم په خپل نامه خپاره کړل. لومړی یې ( زما د پلار له خوبونو) چې سنا ته له تللو یې نهه کاله وړاندې لیکلی او دهغه خاطرې پکې راټولې شوې وې. دوهم یې هم د امریکايي خوبونو بېرته په لاس راوړل چې د هغه افکار یې رانغاړلي دي. اوباما د امریکا د تلویزیون د محبوبې څېرې اپرا وینفری له ملاتړه برخمن دی. دغه تلویزیوني ستوري نه یواځې له هغه وغوښتل چې ټاکنو ته ځان ونوموي بلکه د هغه په ټاکنیزو تبلیغاتو کې یې هم فعاله ونډه درلوده.

 د ډموکراټ ګوند په توګه د هغه ټاکل کېدل، او له مک کین سره سیالي

باراک اوباما په زیات احتمال د امریکا په تاریخ کې لومړنی تورپوستی دی چې له یوې اوږدې ټاکنیزې سیالۍ وروسته په خپلې سیالې هیلري کلنټن بریالی شوی دی. بالاخره هلیری کلنټن وویل چې له دغه سیالیو څنګ ته کېږي او په بشپړه توګه د باراک اوباما ملاتړ کوي.

په دموکرات ګوند کې له لومړنیو ټاکنو وروسته له د جمهوري غوښتونکي ګوند له نوماند جان مک کین سره د هغه سیالي پیل شوه. جان مک کین هغه په بې تجربې توب تورن کړ، باالمقابل اوباما مک کین د تیلي شرکتونو ځیره خور باله او د مک کین ویندوی توکر بوندز دغه خبرې ردولې او ویې ویل چې همدا اوباما وو چې د بوش چیني هغه طرحې ته یې مثبته رایه ورکړه چې د تیلي کمپنیو لپاره یې زیاته ګټه درلوده. د ۲۰۰۸ کال په اګسټ میاشت کې باراک اوباما جوزف بایډن د خپل مرسیتال په توګه غوره کړ.

 او بالاخره په ولسمشرۍ ټاکنو کې بریا

باراک اوباما د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې چې د ۲۰۰۸ کال د نومبر په ۴ نېټه ترسره شوې بریالی شو، په لومړنیو پایلو کې ویل شوي وو چې هغه د کالج الکترال له ۲۷۰ رایو چې د ولسمشرۍ د اړتیا وړ نصاب وو په لاس راوړې، جان مک کین هم د اوباما بریا ته مبارکي ورکړه، اوباما پدې ټاکنو کې له بریالیتوب وروسته د شیکاګو په ګرنډ پارک کې د زرګونو کسانو په ټول کې حاضر شو او له رای ورکوونکو یې مننه وکړه .

 

+ نوشته شده در  Fri 23 Jan 2009ساعت 13:30  توسط عبدالله الهام جمالزی  |