تبليغاتX
موسکا

موسکا

دشعر ، داستان ، طنز او ادبي ليکنو لپاره ځانګړى ويب لاګ

شکار

داستان کوتاه

نويسنده:‌عبدالله الهام 

... تفنگ را روی شانه ی خود گرفت، از جوانی که چند قدم دورتر قدم های وی را تعقیب می کرد پرسید:

-       چیه؟ چیزی می خواستی بگویی؟

جوان ساکت بود و بر جای قدمهای وی قدم می گذاشت و به سنگها و بوته های اطرافش چشم دوخته بود.

-       پدر!...

-       بلی... بگو

-       حالا که دیگر پیر شده ای برای چی از شکار دست نمی کشی؟

پدر در دامنه های کوه چیزی را با چشم دنبال می کرد، قدم ها را نیز آرام بر می داشت و با دست به جوان پشت سر خود اشاره کرد تا قدم ها را آرام و بی صدا بردارد.

بعد از چند لحظه گفت:

-       در شکار بسیاری از چیزها است که تو نمیتانی درک کنی

-       مثلا؟...

-       خیلی چیزهاست ؛مثلا لذت و

پدر خیره شده بود، چشم های سبز و گیرا یش به نقطه ای متمرکز شده بود، چیزی مزمزه می کرد. دست به جیب برد و  مشت به جوان پشت سر خود گرفت، جوان قدمهای خود را تندتر بر داشت و از دست پدرش چیزی که در مشتش بود گرفت، و شانه به شانه با پدر راه را ادامه داد...

جوان گاهی قواره بی ریخت و لباسهای کثیف پدر را از نظر می گذراند و گاهی هم در دره سبز خیره می شد:

-       بیشتر به شکار چه حیوانی علاقه داری پدر؟

-       به شکار آهو...

به روی یک صخره نشستند و به آهنگ منظم طبیعت گوش داند، در دره سبز چشم دوخته بودند و دوباره چیزی را در دهانش مزه مزه می کرد.

-       ببین پسر ! طبیعت را نظاره کن، درسهای زیادی در آن نهفته است، رازهای بسیاری... طبیعت با همه ی بی زبانی خود هیچگاه از صحبت کردن باز نمی ماند، همیشه سهن می گویند و می خواهند هر لحظه سخن  تازه ای بزند اما افسوس که ما متوجه نمی شویم ؛ ما گوش نمی دیم، و هرگز به چیزهایی کی می گوین فکر نمی کنیم.

-       بلی... لذت بخش است، من هم به کوهایی که پوشیده از درختان سبز و هوای تازه می باشند علاقه دارم.

-       هنگامی که کوچک بودم با پدرم به اینجا می امدم، او نیز شکارچی خوبی بود، ولی من شکستش داده بودم، هرچه کوشش می کرد، نمی توانست در شکار از من پیشی بگیرد.

-       برای خودت چی چیزی در کوه لذت بخش است. ؟

-       برای من  تمام طبیعت لذت بخش است. اینجا ظلم نمیبینی . ظالمی نمی آید.عجز و عاجزی دیده نمی شود... .

جوان خندید، به چمشهای تیز پیر مرد خیره شد. سپس پرسید:

-       مگر همین آهویی که شکار می کنین حق زندگی نداره پس به چه دلیل شکارش می کنین؟ به نظرت این عجز نیست؟

-       در ذهن من هم بعضی وقتها خطور می کنه، عجز و التماس را در چشمهایش  دیده ام. ... ولی پسر خودت هم شاید در کتابها خوانده باشی که خدا طبیعت را برای ما خلق کرده است ؛آفریده است. آهو هم برای شکار... تو چی فکر می کنی؟

-       والله نمی فهمم

پیرمرد تفنگ خود را گرفت، دوباره به نقطه ای خیره شد. نشانه گرفت. دقیق شد. اما پس از لحظه ای بدون اینکه فیر کند تفنگ را پائین اورد. و بر جایش گذاشت، به جوان نگاه کرد و گفت:

-       بخاطر تو شلیک نکردم.، وگرنه آن پرنده را میبینی که بر روی صخره نشسته کاملا در تیرسم بود. می توانسم خوب پرپرش کنم.

-       جوان متعجب پرسید:

-       بخاطر من؟  

-       بلی، خودت گفتی که حق زندگی کردن دارد من هم دلم سوخت شکارش نکردم.

-       ولی خودت گفتی که برای ما آفریده شده است. که شکارش کنیم.

-        اما این یکی فرق می کرد

هر دو خندیدند، چند لحظه ساکت بودند،ناگهان پدر تفنگ اش را گرفت و تند تند دوید.

-       آرام بشین وحرکتی نکن. پیدا کردمش.

-       چی را؟

-       آهو را...

-       خوب من هم میایم. شاید بتوانم کمکت کنم.

-       نه نه بشین....

پیر مرد دنبال آهو دوید، از تپه کوچک و سبزی گذشت و ناپدید شد. جوان به اطراف خود نظری انداخت، هوای صاف، آسمان ساکت و زیبایی زمین...

چند لحظه به گفته های پدر فکر کرد، لبخند زد و به  دنبال پدر به پشت تپه رفت.

پدر کنار صخره ای نشسته بود، و تفنگش را نشانه گرفته بود. هنگامیکه صدای پای جوان را شنید، دستش را به نشانه سکوت ارام تکان داد.

-       آرام بشین...

-       کجاست؟

-       اونه کنار بوته بزرگ در چمن.

شکارچی پیر دقیق شدو نشانه گرفت و سپس شلیک کرد، آهی بلندی کشید وآرام به صخره ای که کنارش بود تکیه زد، تیر به شکم آهو خورده بود و آهو بر روی سبزه ها از درد غلط می خورد.  پدر به چمشهای جوان خیره شد و باز به سوی آهو نگاه کرد. پسرش گفت:

-       نشانه گیری تان بسیار خوب است

-       بلی بد نیست.

پدر دست به روی اش کشید و باز  در چمن دراز کشید.

-       برو شکار را با خودت به خانه ببر، دیگر برای من لذت بخش نیست.

-       پس چه چیزی برایت لذت بخش است؟ مگر نگفته بودی که شکار برایت لذت بخش است؟

برای من اینلذت بخش است که به دنبال اش بدوم، خوب خسته اش کنم و خوب خسته ام کند، از پا در آورمش و سپس به سویش شلیک کنم و بعد آهی بلندی بکشم و خمیازه ای بکشم.

تهران ، ایران

 

+ نوشته شده در  Sun 18 Jan 2009ساعت 11:44  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

مینی مال که کیسه ګۍ ؟ ...

 

عبدالله الهام جمالزی

کابل

 

که څه هم تر دې دمه د مینیمال یا زما په نظر د (کیسه ګۍ) په اړه ډېر څه نه پوهېدم، خو د مطالعې پر مهال مې په انټرنېټ کې پرې ډېرې سترګې لګېدې او همدې موضوع یې په اړه پلټنې ته وهڅولم؛ که څه هم ما یې په اړه ښايي بشپړ معلومات هم نه وي راټول کړي خو هڅه مې وکړه چې تر یوې کچې د دې ډول کیسې په اړه معلومات راټول کړم.

مینیمال سبک له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د لیکوالو ذهنونو ته لاره موندلې. ددغه  سبک لیکوال پرته لدې چې د کیسې ګڼ تخنیکي اړخونه او محدودیتونه په پام کې ولري له نا اړینو توکو تېرېږي او خپله کیسه ساده او ډېره لنډه را اخلي. پدې کیسو کې چې کوم کرکټرونه شته ټول عادي وګړي دي او هیڅکله پکې لکه د پخوانیو کیسو په څیر شاهزادګان او پرښتې نه لیدل کیږي.

دغه غورځنګ چې په لویدیځ کې په پنځوسمه لسیزه کې رامنځته شو تر اوسه زموږ ادبیاتو ورته سټنډرډ  تعریف ندی وړاندې کړی، خو له لغوي نظره د تر ټولو ساده طرحې یا بڼې کارول دي، دغه کلمه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۹ کال د (ډیوېډ برلیوک ) په نوم یوکس له یو نندارتون څخه د کتنې پر مهال کارولې او په پنځوسمه لسیزه کې د یو غورځنګ په توګه وغځېده او په شپیتمه او اویایمه لسیزه کې یې هم دوام وکړ.  ځینې لیکوال وايي میني مالیزم د پخواني اکسپرسیونیزم (: بهرنۍ نړۍ ته د هنرمند د ذهن د پټو عواطفو لېږد) پر ضد رامنځته شوی او په نقاشۍاو معمارۍ کې سادګي او په ځانګړو هندسي بڼو وړاندې کول ددغه سبک له ځانګړنو څخه وې.

منیمالیزم له هنر او ادب څخه هم پښه وړاندې اېښې مینیمالیزم په فلسفه کې باور لري چې د انسان د ژوند لپاره شمېرلې اړتیاوې بسنه کوي او هغه کسان چې د دا ډول تفکر پیروي کوي په ساده ډول ژوند کوي او ځان خوښ احساسوي. د فلسفې د دغه سبک مشران تل خپل پیروان هڅوي چې له هغو څیزونو ډډه وکړي چې زړه یې ورته کېږي او زده کړي چې په سادګۍ او له مادیاتو پرته هم ژوند شونی دی.

خو ځینې لیکوال بیا وايي: مینیمال لیکنې د وېبلاګونو له رامنځته کېدو وړاندې په لیکني ادب کې ځای نه درلود او تر  اوسه هم بشپړ او سټنډرډ تعریف نلري.

په مینیمال لیکنه کې تر ټولو مهم څیز پیغام او هدف دی. لومړی باید معلومه شي چې لوستونکي ته څرنګه پیغام او موخه ولېږدول شي بل ګام د پیغام د لېږد ځواک او پیاوړتیا ده. بیا دلیکوال په ذهن کې د کیسې د بیان ډول دی چې څرنګه جوړ او لېږد ته چمتو شي، وروسته د مطلب خلاصه کول دي تر څو پوره خلاصه شي او بیا لوستونکي ته وړاندې شي.

خو دا چې پیغام؛ یعنې د کیسې اډانه، لېږد، لنډې او ښکلې جملې او ښکلی او آموزشي پای  له لوستونکي سره د دغه ډول کیسو د تړاو اصلي ستنې دي نو باید په ډېر مهارت وکارول شي.

ځینې لیکوال او کره کتونکي پوښتنه کوي  چې آیا مینیمال یا زما په نظر همدا (کیسه ګۍ) کولای شي د یو انسان دردونه، اندونه، خوښۍ او احساس ونغاړلی شي او یا هم یو چاته انځور او د کیسې په تول پوره څیز ورکړای شي؛ پداسې حال کې چې مینیمال زیاتره یوه جمله درې جملې یا یو دوه پارګرافه وي؟.

ځينې ښايي ډېر ژر ځواب ووايي: نن ورځ لوستونکي دومره حوصله نلري، لیکوال باید خپل مطلب ووايي او ځي دې په خپل کار پسې.

خو ځینې لیکوالان بیا وايي چې څرنګه کېږي یو شخص په یوه جمله کې خلاصه شي، لکه په ټولو داستانونو او ناولونو کې.  څرنګه یې ژوند، اند، جغرافیايي موقعیت او ګڼ نور مسایل را ونغاړل شي او بیا ورته کیسه ووایو؟ یا هم د ناول لیکوالو او کیسه لیکوالو د داستانونو او آثارو پېچلي پیغامونه، او کمډیکې او تراژیديکې منځ پانګې په دوه یا دریو جملو کې ونغاړې او لوستونکی دې ترې خوند هم واخلي.

خو دا بحث په دې کوچنۍ مقاله کې نه ځایېږي موږ چې د مینی مالیزم په ځانګړنو لنډه رڼا اچوو راځو بېرته خپله مینی مال سبک ته .

د طبیعت، هنر او هنر مند  تر پوښتنې لاندې راوستل دمینی مالیزم کار دی او مین مالیستان باوري دي چې هنري کار حتمي نده د هغه د پنځونکي د احساساتو او څرګندونو استازیتوب وکړي. مینی مال چې په تېرو نږدې دوه لسیزو کې د تجسمي هنرونو له ټرېبیونه نه راښکته کېده، ارام آرام د ادبیاتو له زینې پورته شو او ځان ته یې ځانګړی ځای وموند.

ځینې وايي: مینی مال په ادبیاتو کې د لنډې جملې په معنا دی، دغه جمله باید خلاصه وي؛ هم پېچلې؛ هم فکر ته اړ ایستونکې؛ هم ښکلې او هم باید نقطه ونلري تر څو وښيي  چې جمله پای ته نده رسېدلې او د لوستونکي ذهن د جملې د دوام جوړولو ته اړ شي. یعنې مخاطب باید خلاصه شوې برخه ومومي او اصلي پیغام را وباسي.

که یو لیکوال غواړي چې اثر یې د میني مال په ځانګړنو برابر وي باید له غیر اړینو معلوماتو ډډه وکړي ساده کیسه ولیکي او لوستونکو ته اجازه ورکړي چې د کیسې یو شمېر برخې په خپله په خپل ذهن کې تصور کړي.

د کیسې کرکټرونه عادي وګړي دي او ژبه یې هم د کلي کوڅې ژبه ده او د خبرو لپاره هم له ساده او لنډو کلمو استفاده کوي او همدا سادګي یې په اغیزمن تابه کې هم مهم رول لري.

مینی مال لیکنه له لنډو جملو سره نږدې اړیکې لري خودا ددې معنی نه ورکوي چې یو مینی مال داستان حتما باید څو کرښې یا څو کلمې ولري. نو دې موضوعاتو ته په پام سره یوه لنډه کیسه هم مینی مال کیدای شي. یو شمېر لیکوالان بیا ټینګار کوي چې مینی مال باید له فلش فیکشن یا نورو  ډولونو سره ګډوډ نه شي مثلا ځینې وايي: یو شمېر لیکوالو د یو داستان لپاره چې ۵۵ کلمې ولري میني مال ویلی؛ چې  دا سمه نده.

په هر حال مینی مال یا زما له نظره کیسه ګۍ تر اوسه په پښتو ژبه کې زیات ندي لیکل شوي، خو په نږدې راتلونکي کې به یې د ګڼو بېلګو شاهد واوسو...

 

منابع: بېلابېلې وېبپاڼې

+ نوشته شده در  Sat 17 Jan 2009ساعت 12:49  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

مينيمالونه...

دا لاندې جملو ته خلک مینیمال یا کیسه ګۍ وايي، زه خپله نه پوهېږم ویې منم که ویې لولم؟...

»»»»

د قیر سړک په سر یې د واورو څپرکو ته وکتل، آه یې وایست ویې ویل: د آدم ع په وخت کې هم واوره اورېده...

»»»»

ویې ویل: ځۍ ځانونه لدې ځایه وغورځوﺉ، څوک حاضر نشول، بیا یې وویل: ځۍ له دې ځایه ځانونه وغورځوﺉ، څوک حاضر نشول، ورغی یو یویې ټېله کړ او ښکته یې ټوپونه ووهل...

»»»»

په کوټه کې د ړندو کسانو په منځ کې ناست ړانده سړي سوړ اسوېلی وایست او ویې ویل:

-       زه نڅیږم لاسونه وپړقوﺉ...

»»»»

سړی د خولې هېندارې مخ ته ولاړ وو اوشاتنیو کسانو ته یې ویل : څه شی چې ساه نلري هغه احساس هم نلري، خو کله چې یې په آیینه ولیکل ( دوه سوه ډالره) ښکته ترې اوښکه وڅڅېده...

»»»»

یو زړه چې هر وخت به مین وو خدای ته دعا وکړه چې تېږه شي او نور په چا عاشق نشيٍ؛ کله چې تېږه شو په یوه بله تېږه مین شو...

»»»»

نجلۍ کوټې ته راننوته ساه یې بنده بنده کېده

-       مورې مورې! مریم په هغه دېواله چې پرون مو رنګ کړ  خطونه ایستلي دي...

مور له غوسې واېشېده، د کور په برنډه یې په مریم پسې منډه کړه، مریم د کړکۍ لاندې ولاړه وه

مور یې په مخ څو څپېړې کلکه کلکه ووهله، په انګړ کې د مریم چېغې ګرځېدې مور مخامخ نوې رنګ شوې کوټې ته ننوته په کوټه کې د مور له ستر انځور لاندې لیکل شوي وو...

مورې ته د ټولو خوښیو سرچینه یې...

»»»»

وايي یو چا د ساحل په غاړه قدم واهه او له ځانه سره یې ویل:

خدایه له ماسره خبرې وکړه

خدایه له ماسره خبرې وکړه

خو...

د مرغانو او سمندر آواز یې نه اورېده...

»»»

وايي یو چا غوښتل دخپلې سیمې د غره لوړه څوکه یواځې په خپله فتح کړي، د غره لور ته روان شو او څوکې ته یې ځان نږدې کړی وو خو تیاره شوې وه، ناڅاپه یې پښه وښوېده او ښکته وغورځېده په کوم پړي کې چې ځان یې پرې تړلی وو ښکته ځوړند شو.

تیارې او یخې هوا په چیغو راوست او خدای ج ته یې په خطاب کې وویل:

خدایه! مرسته راسره وکړه

وايي چې غږ پرې وشو

سمه ده؛ خو چې څه درته وايم عمل پرې وکړه

هغه وویل: سمه ده

خوکله چې یې ورته وویل پړی پرې کړه، هغه پرې عمل ونه کړ او ځان یې په پړي پورې ونښلاوه

بالاخره یخنۍ وواژه...

کله چې خلک سیمې ته ورغلل، سړی پداسې حال کې مړ شوی وو چې په تناب کې ځوړند وو او له ځمکې سره یې یو متر واټن درلود.

»»»

+ نوشته شده در  Fri 16 Jan 2009ساعت 11:51  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

وايي...

وايي یو چا غوښتل دخپلې سیمې د غره لوړه څوکه فتح کړي، ددې لپاره چې یواځې هغه دا کار کړی وي یواځې دغره په لور ولاړ.

څوکې ته یې ځان نږدې کړی وو خو تیاره شوې وه، ناڅاپه یې پښه وښوېده او ښکته وغورځېده په کوم پړي چې یې ځان تړلی وو ښکته ځوړند شو.

تیارې او یخې هوا په چیغو راوست او خدای ج ته یې په خطاب کې وویل:

خدایه! مرسته راسره وکړه

وايي چې غږ پرې وشو

سمه ده؛ خو چې څه درته وايم عمل پرې وکړه

پړی پرې کړه....

وايي هغه پرې عمل ونه کړ او ځان یې په پړي پورې ونښلاوه

بالاخره یخنۍ وواژه...

کله چې خلک سیمې ته ورغلل، سړی پداسې حال کې مړ شوی وو چې په تناب کې ځوړند وو او له ځمکې سره یې یو متر واټن درلود.

»»»

 

وايي یو چا د ساحل په غاړه قدم واهه او له ځانه سره یې ویل:

خدایه له ماسره خبرې وکړه

خدایه له ماسره خبرې وکړې

خو...

د مرغانو او سمندر آواز یې نه اورېده...

+ نوشته شده در  Mon 12 Jan 2009ساعت 14:51  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

کلوپاترا، ښایست او واکوالي

 

عبدالله الهام جمالزی

 

کلوپاترا،  د تاریخ تر ټولو ښکلې او خطرناکه مېرمن ، هغه ساده خو ښکلې ښځه چې د نړۍ ځواکمن  کسان جولیوس سزار او مارک آنتوني  یې هم ځانته جذب کړي دي . کلوپاتراپه زړه پورې ، ځان غوښتونکې او رويايي، زړوره ملکه  وه چې نږدې وو نړۍ بدله کړي. کابو  ۲۰۰۰ کاله کېږي چې کلوپاترا د یوې عیاشې او زړه وړونکې ښځې په توګه پېژندل شوې ده خو موږ یې په اړه زیات نه پوهېږو ، له ځینو څیزونو پرته چې هغه هم آسانه د منلو ندي. cleopatra

کلوپاترا له میلاده ۶۹ کاله وړاندې زیږېدلې وه، د یوناني بطلیموسیانو د لړۍ دکورنۍ  له شپږو اولادونو څخه درېمه او ددغې کورنۍ غړې وه. خو د هغې ریښتینې څېره د اسطورو تر شا پټه  شوې ده. لویدیځ پوهان لیکي : کلوپاترا د یوې نړیوالې امپراتورۍ خوب لیده او غوښتل یې چې په نړۍ واک وچلوي .

د مسیح له میلاد څخه  ۴۰ کاله وړاندې  وو، یوې ښځې د روم امپراتوري ګواښله . ټول  له هغې ډارېدل ، ځکه هغوی ته ډېره لویه ښکارېده،یوه افسانوي ښځه ، یوه ډاروونکې ښځه.

یولویدیځ پوه وايي : له هغې ټول وېرېدل، هغې ته ټول ګوته په  غاښ وو، فکر کېږي چې هغه د جنسي اړیکو له نظره نه ستړې کېدونکې وه، داسې څوک وه چې دودونو ته یې درناوی کاوه او د مرګ تر پولې ټولو دودونو ته پابنده پاتې کېده.

وېل کېږي ددې افسانوي ښایسته ښځینه واکوالې په تګ لارو کې یوه هم بې لارې کول وو. هغې په خلکو کې د ځان دتبلیغ لپاره ښې لارې چارې لټولې، او تل به یې د یوې سترې او پرتمینې نندارې په څېر مراسمو څخه استفاده کوله. د کلوپاترا د ریښتینې څېرې د کتو لپاره د یونان له آوازو پرته مصري سندونو او شواهدو ته هم نظر وکړو.

یو لویدیځ پوه پدې نظر دی : له دې امله چې لویدیځ پوهانو تل کولای شوای چې یوناني لیکلي ولولي ،  تر ۱۸۲۰ کال پورې موږ ونه شو کولای چې مصري هیروګلف لیک ولولو. اوس موږ غواړو چې د مصر  د لرغونو پړاوونوپه اړه معلومات تر لاسه کړو. د ختیځ مصر سرچینو ته په کتنه کې د کلوپاترا بشپړ انځور موندلای شو.

کلوپاترا د داسې ملت واکواله ده چې لرغونتیا یې کابو د خپل تمدن په کچه ده ، د فرعونانو اهرامونه د کلوپاترا لپاره ډېر لرغوني دي ، لکه چې هغه هم نن زموږ لپاره لرغونې او پخوانۍ ده .

کلوپاترا یوه یونانۍ وه نه مصرۍ، هغه په سکندریه ښار کې لویه شوه، د نړۍ په تر ټولو ستر او شتمن ښار کې ، هغې له خپل پلار یا  دوولسم بطلیموس پاچا څخه زده کړې وکړې .

 په حقیقت کې د کلوپاترا داستان له درې پېړیو وړاندې له خپله هغې څخه پیلېږي، د بطلیموس لومړنيو دریو پاچاهانو د مصر له پولو ډېر وړاندې د خپلې امپراتورۍ مراندې ټینګې کړې  وې . خو د کلوپاترا په پړاو کې د مصر واکوالي ډېره کوچنۍ شوې وه. هغه لاتین چې د روم په وړاندې چوپ او ارام پاتې شوی وو. د مصر زیاتره ګاونډیان د روم د پراخېدونکې امپراتورۍ لخوا د لاندې کېدو په حال کې وو. د کلوپاترا پلار د مصر د آزاد ساتلو لپاره له رومیانو سره معامله کړې وه . خو مصریانو ورته د روم د یو لاسپوڅي په سترګه کتل . د خلکو همدا غوسه ددې لامل شوه چې د کلوپاترا پلار له سکندریې څخه وایستل شو. د هغې مشرانې خویندې چې رومیانو تښتولې وې ووژل شوې . د کلوپاترا پلار په خاینانو برید وکړ او د خپلې پاچاهۍ له نیولو وروسته یې رومیانو ته ګرمه ورکړه.

یو لویدیځ پوه وايي: په هغه وخت کې کلوپاترا یوه پېغله او په عین حال کې ډېره حساسه وه . کله چې کلوپاترا ولیدل چې د رومیانو په پیسو او ځواک څومره کارونه کېدای شي (د بېلګې په توګه : د کلوپاترا د پلار واک ته رسېدل چې بالاخره بېرته هغې پاچاهۍ ته وګرځېده) هغه پوه شوه چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د رومیانو پیسو او ځواک ته اړتیا لري.

کلوپاترا د رومیانو د ځواک په اړه زده کړه کړې وه هېڅکله یې نشو هیرولای. کله یې چې خویندې له منځه ولاړې ، هغه نېغ په نېغه د پاچاهۍ د تاج اوتخت سره مخ شوه. هغې د یونان د پرمختللو ښوونیزو پروګرامونو په بنسټ د یوې زده کړیې او ځواکمنې واکمنې په توګه ځان راڅرګند کړ.

دا ښکاره ده چې هغه ډېره لایقه وه، هغې کولای شو چې په ۹ ژبو خبرې وکړي ،دا هم شونې ده چې هغه به نابغه وه، خو هغه ریښتیا د بيطلیموس یانو د لړۍ لومړنۍ واکمنه وه چې کولای یې شو په مصري ژبه خبرې وکړي ، هغې ددې کار لپاره ډېر زحمت ایستلی وواو تل یې هڅه کوله چې خپل کارونه  د هغه قوانینو او درسونو سره سم چې هغې لوستلي وو پرمخ بوځي.

موږ نه یو خبر چې د کلوپاترا مور څوک ده ،  په زیات احتمال یې د پلار مېرمن د هغه خور وه . د بطلیموسیانو ترمنځ د خور او ورور واده هغه وخت دود وو.

د Pro.p.q    په نوم یو پوه وايي : د خور او ورور د واده د دود په اړه ، هغه څه چې تر سترګو کیږي دادي چې دا دود تر یوې کچې ورته له فرعونانو پاتې شوی دی او تر یوې کچې مذهبي دلیل هم لري،  زماپه فکر بل سم دلیل دادی چې په هغه پړاو کې له ځانه ښه ساتنه وه،  ددې له امله چې له خور او ورور پرته پر چا باور ډېره ستونزمنه چاره وه.

کله چې د کلوپاترا پلار له نړۍ سترګې پټولې ، پاچاهي یې کلوپاترا چې ۱۸ کلنه وه او د هغې ورور ته چې ۱۰ کلن وو پرېښوده ، ځوانې ملکې په چټکۍ سره مسوولیت په غاړه واخیست او پدې لاره کې له زیاتو ستونزو سره مخ شوه،  هغې غوښتل چې د رومیانو لخوا د مصر د نیول کېدو مخه ونیسي  او دغه راز داسې یوه ورځ راورسیږي چې بېرته په هغه ځمکو ولکه ټینګه کړي چې نیکونو یې پرې واک چلولی وو، په افسانو کې کلوپاترا د ځوانې او شهوتي پېغلې په توګه یاده شوې ،  خو مصري اسناد بیابیا ډېر بېل انځورونه ښيي.

Pro.d.t   وایی: زه فکر کوم چې کلوپاترا یوه پلانوونکې واکواله وه ، موږ یې له یو شمېر کارونو خبر لرو ، هغې مصر ته زیات اهمیت ورکاوه، هغې د هغه ستونزو په وړاندې چې په هېواد کې یې پیدا شوې وې په ورین تندي چلند کاوه، څوکاله د نیل سیند اوبه لږې شوې وې چې د جوارو زېرمې هم کمې شوې وې ، یواځې د نیل سیند د مصر او لوږې ترمنځ خنډ وو، خو د کلوپاترا د واکوالۍ په لومړي کال د نیل سیند ناکام پاتې شو، حتی د سکندریې په شتمن ښار کې هم قحطي راغلې وه.

هغه زیاتوي : هغې بېلابېلو ولایتونو ته خلک واستول ، څو هیڅ جواري د شمال او سوېل لوري ته ولاړ نشي، ښايي پدې خاطر به وو چې هغې خوا ته به بیې لوړې وې ، ټول جواري باید سکندریې ښار ته استول کېدل، هغې پدې فکر کاوه چې دښار خلکو ته باید غذا ورکړي ، هغه کسانو ته چې له سره یې خوراک نه درلود.

په سترو سترو تابلوګانو دهغې انځورونه ډېر زړه وړونکي دي ، هغه یوه ښاپېرۍ یاده شوې او په تابلوګانو یې زیات اغېز کړی. په یوه لرغونې لوحه کې وینو چې کلوپاترا یواځې واکوالي کوي او پداسې حال کې چې د یو نارینه فرعون په څېر جامې یې اغوستې او د (آیسیس) د الهې عبادت کوي .

له کلوپاترا وړاندې بله ځواکمنه ښځه هم د بطلیموس په کورنۍ کې تېره شوې ده.  خو هغې دومره زړه نه درلود چې د تاج او تخت ادعا وکړي ، کلوپاترا هیڅکله له خپل ورور سره د واک د وېش نیت نه درلود. خو د هغې ځان غوښتونکي پلانونه هم ورته سخت تمام شول،  د مصر ځوانه ملکه د خپل ورور د پلویانو لخوا له تاج او تخته بې برخې شوه. هغې په وچو دښتو کې کډوالۍ ته ملا وتړله.

له میلاد وړاندې د ۴۸ کال په سپتمبر کې کله چې کلوپاترا د خپلې اردو د جوړولو په حال کې وه د روم یو نوی ځواکمن کس سکندریې ته راغی دا  جولیوس سزار  وو . هغه د هغه  ګرمو (ناغو )د ټولولو  لپاره چې د کلوپاترا پلار یې پوروړی وو راغلی وو، د کلوپاترا لپآره هم بهرنیان خطرناک وو او هم د خپل ځوان پاچا ورور پلویان .

 سزار په خپل لښکر سره د کلوپاترا په مخالفینو برید وکړ، سزار په اسانۍ له چا نه ډارېده ، هغه د پاچاهۍ ماڼۍ ونیوله ، هغه پیسې یې چې وړ ګڼلې له ځانه سره واخیستې، او بیا یې هم خپل میراثي حق وغوښت . او کلوپاترا یې د خپلو ورور په ځواک بریالۍ کړه ، ددې لپاره چې د ورور ځواکونه یې هغه ونه ویني ، ځان یې په قالینو کې پټ کړ او د ورور د ځواکونو لور ته قاچاق شوه، یو داسې حیرانوونکی ورود چې د ټولو خلکو فکرونه یې ځانته واړول.

سزار په هغه وخت کې ۵۲ کلن وو ،  هغه یو پوځي قوماندان ، یو ځیرک سیاستوال او متاهل پوه سړی وو، کلوپاترا هغه مهال یواځې ۲۱ کلنه وه او ډېره هم جذابه وه.

سزار یا په بل عبارت که ووایم ښځه پرسته سړی ، داسې ځانګړنې یې درلودې چې داخبره یې تصدیقوله چې ښځو ته یې په بل نظر کتل ، هغوی پرې ډېر ویاړ کاوه ، حقیقت هم دادی چې هغه لکه چې د هېوادونو بدلوونکی وو د ښځو بدلوونکی هم وو.

د هغو شپو په اوږدو کې چې کلوپاترا سزار قانع کړ چې د ورور په وړاندې له غورځنګ څخه یې ملاتړ وکړي په یو بل مین شول ، کلوپاترا څرنګه ځواکمن کار په سزار ترسره کړ،داستانونه یې د هغې ډېره زیات ښایست لامل ګڼي خو تاریخي شواهد بل څه وايي.  

د کلوپاترا کابو ټول انځورونه چې په هغه وخت کې جوړ شوي وو ورک شوي یا له منځه وړل شوي، یواځې درې مجسمې یې پاتې دي ، دایې له هغه ډېرو چاپلوسانه وو څخه دي ، وېښتان یې شاته اړولي او بند کړي یې دي.

لوړه پوزه او ګڼ وېښتان یې ملکه په ګوته کوي، خو دا داسې څیز ندی چې په خیالي توګه جوړ شوي وي ، د هغه مهال مجسمې زیاتره د سیاسي موقعیت لپاره ډیزاین شوې وې ، د یو کس د ظاهري بڼې انځور ته چې څه ډول دی ورته وې،  هغه سکې چې د هغې د واک پر مهال جوړې شوې دي زموږ د نظریو بنسټ جوړوي .  

L.H.H  وايي :هغه سکې چې دهغې په امر وهل شوې دي ، احتمالا یې له  هغې سره موافقت درلود ، هغه چاپلوسانه نه شي کېدای ، پس زه فکر کوم چې موږ فرض کولای شو چې دهغې قواره به همداسې وي ، د سکې انځورونه ډېر خام دي ، له همدې امله فکر کوم چې موږ باید هغه د تشخیص له مخې وګورو نه د ظاهري بڼې .

شونې ده چې د سکې انځورونه خام وي خو هغه د هغې اصلي ځانګړنې بیانوي ، لوړه پزه ، بوڅه ښکتنۍ شونډه.

Pro.P.Q   وايي: ټول غواړي وپوهیږي چې هغې څرنګه قواره درلوده ؟  د پاسکال څرګندونې مې یاد ته راځي چې د کلیوپاترا په اړه یې ویل ،که د کلوپاترا پزه دهغې د مخ په پرتله لږ کوچنۍ وای نو د نړۍ ظاهري بڼې به په بشپړه توګه بدلون موندلی وای ، هغې بطلیموسي پزه درلوده . ځانګړنې یې دادي چې تل یې پزې لوړې دي .

کلوپاترا ، څرنګه بڼه درلوده او دا چې څرنګه شخصیت وو، د یوناني لیکوال پلوتارک د لیکنو په اساس هغه ډېره زړه وړونکې وه ، خبرې یې ډېرې خوږې او ځانګړې نازکي یې درلوده .

د کلوپاترا او سزار له کتنې یوه ورځ وروسته سهار سزار ټینګار کاوه چې ورور او خور باید سوله وکړي او له یوبل سره یوځای په مصر واک وچلوي . د څو اونیو لپاره ټول آرام وو،  سزار  په سکندریه کې پاتې وو او د هغوی له روشنفکرۍ څخه یې خوند اخیسته ، خو ډېر دوام یې ونه کړ، د ځوان پاچا او ورور پلویانو کورنۍ جګړه سخته کړه .  له میاشتو میاشتو جنګ وروسته کلوپاترا او سزار بریالي شول . تنکی پاچا د نیل رود ته وغورځول شو، سزار تاج او تخت بېرته کلوپاترا ته ورکړ، د کلوپاترا دوولس کلن ورور وژغول شواو کلوپاترا ورسره واده وکړ، خو په حقیقت کې کلوپاترا په یواځې سر واکوالي کوله ،کله چې جګړه پای ته ورسېده ، سزار له مصره ولاړ، ډېر ژر د کلوپاترا زوی پیدا شو،  د سکندریې خلکو هغه ته سزارین یا د سزار ځوی لقب ورکړ.  د سکو انځورونه هم کلوپاترا له یو کوچني ماشوم سره د شیدو ورکولو په حال کې ښيي لکه د آیسیس الاهه  له خپل ځوی هورس سره . آیسیس په مصر کې د ټولو د خوښې وړ بت وو، الاهه چې زرګونه نومونه یې درلودل او د کرهڼو حاصلات یې تامینول ،کلوپاترا د مصر د خلکو لپاره د آیسیس الاهې په مجسمه بدله شوې وه .

لویدیځ لیکوال وايي: کله چې کلوپاترا له خپل کوچني ماشوم سره روم ته لاړه ، سزار هغوی له ښاره بهر خپل باغ ته بوتلل،  رومیان هک پک وو،  سزار خپل زوی ته هیڅ اهمیت ورنکړ ، خو دا چې دهغه مور ته یې درناوی کاوه چې دلیل یې روښانه دی، د ونوس په نوي عبادتځي کې یې د کلوپاترا یوه د سرو زرو مجسمه جوړه کړه ، په یو ستر موقف سره ،ونوس د رومي ماډل آیسیس ید، د ټولو رومیانو مور ، سزار کلوپاترا ته د داسې ملکې په توګه درناوی وکړ چې د خلکو زړه یې ترلاسه کړی .

 

ځینې تاریخ لیکوال فکر کوي چې سزار او کلوپاترا د یوې امپراتورۍ د جوړولو لپاره د یوې غیرعادي اجنډا د جوړولو په حال کې وو، داسې یوه امپراتوري چې روم ، مصر ، اروپا او آسیا په یوې ګډې ولکې کې راولي، کله چې سزار د نړیوالې امپراتورۍ خوبونه ويني خلک یې د پرمختیايي ځواک څخه ویریږي .

هغوی اټکل کوي چې هغه نیت لري سنا له منځه یوسي او د پادشا په توګه واکوالي وکړي . د ۴۴ قبل المیلاد د مارچ په میاشت کې سناتورانو په سنا کې په هغه برید وکړ، سزار د ځان یا زوی سقوط ذکر نه کړ ، هغه د خپل ورور لمسی اوتیویان د خپل وارث په توګه غوره کړ.

سکندریې ته د کلوپاترا له بېرته ستنېدو څو اونۍ وروسته ، دهغې د تاج او تخت شریک یعنې د هغه ورور د یوکس لخوا ښايي د کلوپاترا په دستور ووژل شو، هغې د تاج او تخت د ادارې لپاره خپل درې کلن زوی د قدرت شریک کړ، د مصر ملکې د سزار له زوی سره غوښتل د مدیترانې د حوزې خوندي نړۍ وژغوري .

له میلاده ۴۴ کاله وړاندې ،کلوپاترا یواځې ۲۵ کلنه وه، د سزار له وژل کېدو یوه میاشت وروسته ، روم له کشالې (بحران) سره مخ وو، اوس نو د رومیانو له ملاتړ پرته باید کلوپاترا خپل تاج اوتخت امن کړی وای.

هغې دخپل پروپاګند لپاره د لرغونو فرعونانو له رودې استفاده وکړه،سترې سترې تابلوګانې، د سویلي مصر د عبادتځي له جوړېدو وروسته هغې د مصر په خلکو کې تر ټولو ستر موقف خپل کړ، کلوپاترا په داسې حال کې ښودل شوې چې زوی یې د عبادتځي د خدایانو د عبادت په حال کې دی ، د هغې زوی هم د یو بالغ فرعون په توګه انځور شوی ، د هغوی په وړاندې هورس د الهې او آیسیس د زوی په توګه کښل شوی دی، آسیس هم د کلوپاترا په څېر د سایدویس په نوم د یو زوی خاونده وه چې وژل شوی دی .

په روم کې دوه کسانو ډېر ځواک درلود، د سزار د ورور لمسي او دهغه وارث اوتیویان چې ۱۹ کلن وو او د سزار د باور وړ مارک آنتوني.

 آنتوني او اوتویان د روم امپراتوري په خپل منځ کې سره وویشله ، تویان لویدیځه اروپا واخیسته او آنتوني مصر ته څېرمه د سویلي پولو ولایتونه واخیستل ، آنتوني خوشحال سړی او ویل کیږي چې د هرکوس په څیر اندام یې درلود. دغه راز هغه تکړه قوماندان او ښه سیاستوال وو، خو د خپل ښوونکي جولیوس سزار اپوټه د هغه ځیرک ذهن کم نظم درلود.

I.H.H   وایی:  داسې ښکاري چې سزار یو ستر او عاقل کس وو او تل یې همداسې عمل کاوه خو برعکس آنتوني په سوکالۍ او مستۍ د ښځو په وړاندې پېژندل کېده، د ښځو په وړاندې دهغه کمزوري په بېلابېلو برخوکې ثابته شوه.

کله چې مارک آنتوني خپل نوي قملرو ته سفر کاوه ، خلکو یې د ابدیت د خوښۍ او شرابو د خدای دیونیوس په توګه هرکلی وکړ ، په ۴۱ قبل المیلاد کې کلوپاترا د آنتوني یو لیک تر لاسه کړ چې په هغه کې یې له مصریانو څخه په پارتیا چې اوس ننی ایران پکې پروت دی د مرستې غوښتنه کړې وه،  د څو اونیو لپاره یې کلوپاترا انتظار وکړ، بالاخره کلوپاترا ومنله چې هغه به په تارسوس کې چېرته چې اوس د ننۍ ترکیې سویل ختیځ پلو کېږي ملاقات وکړي

. کلوپاترا خپل د ننوتو شېبه په ننداریزه توګه پلان کړې وه، هغه داسې یوه شاهي کښتۍ کې چې وروستۍ برخه یې له سرو زرو جوړه شوې وه، په ټیټ بادبان سره د مینې د الهې په څېر یې تر سایه بان لاندې ځان ورورساوه، هغې د میلمستیا په لومړیو څلورو ورځو کې آنتوني په بېلابېلو ډولونو بوخت وساته ، د کلوپاترا منګولو ته یو ځل بیا یو قوماندان ورغلی وو او خدای خبر چې هغې به ورته څومره پلانونه او نقشې ایستلې وې.

نور بیا...

+ نوشته شده در  Thu 8 Jan 2009ساعت 8:59  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

فلسطین ته

دا شعر مې پخوا لیکلی وو؛ خو اوس د فلسطین د ماشومانو چیغې چې اورم بېرته مې یاد ته راشی نو دلته یې بیا هم خپرول غواړم....

 

یوسپیره لاروی او وچې شونډې

کله تیندک خوري کله وغورځیږي

کله حیران غوندې مایوسه پاتې

کله له ځان سره سندرې وايي

کله وګرځي او شاته لاړ شي

کله راوګرځي او پټه خوله روان شي بېرته

کله په زوره زوره چېغې وهي

منګولې مروړي او ګریوان لټوي

غواړي ګریوان ومومي ویې نیسي

غواړي ګریوان ومومي  ویې شلوي

....

بل خوا شیطان غوندې پلید انسانان

له غضب څخه په ډکو سترګو

د رحماني او اسماني وګړو شاته روان

او په خپلو وحشي او شیطاني لاسونو 

انسان وژني او وینې یې څښي

منګولي مروړي او انسان لټوي

غواړي چې ویې داړي

ویې څیري

.....

جومات سوځيېږي او کور اور اخیستی

هیلې يې اور اخیستې ، هوس يې اور ارزو يې اور اخیستی

حیا سوځي شرف سوځي ، رحم اور او منطق اور اخیستی

چېرته معصومه او ماشومه ژړا

د توپو او د بمو په غږ د ستړو کوڅو

په لویشته لویشت کې انګازې کوي او مور یې غواړي

بس انګازې کوي افسوس کوي چې وپوهیږي

چې ظلم څه دی او تیری څنګه وي ؟

ژاړي افسوس کوي چې مور یې نشته

هره خوا ګوري پلار یې نه شته ورور یې نشته

دى نه راتلونکی لري ځای نلري کور یې نشته

هو خو بس افسوس کوي چې لاس یې لنډ دي

زور نلري وس نلري

ډیر غواړي چې لاړ شي کسات واخلي او بېرته راشي

څملي زانګو کې او آرامه شي لږ

څملي چې نور په غوږو هیڅ وانه وري

د بې کورۍ د تنهایۍ غږونه

د نهیلۍ د مایوسۍ غږونه

دا د مظلومو خولو مظلومې چیغې

دا د مظلومو کونډو سوې نارې

دا د تنکو ځوانانو لوې نارې

د خپل ځان په څیر د پاک ماشوم معصومې کریږې

هیڅ وانه وري هیڅ وانه وري

بېرته ماشوم غوندې شي پریوزي او آرامه شي لږ  

+ نوشته شده در  Sun 4 Jan 2009ساعت 11:29  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

طبیعت؛ داستان کوتاه

نویسنده: عبدالله الهام

 

لحظه ای  پیش باران می بارید، آفتاب نیز بسیار زود از  ابر بیرون آمد، عموداً روی سر بود و سایه را نیز به صفر آورده بود، چهار طرف تپه درخت گرفته بود و برگهایش به آفتاب می درخشید. باد نرمی در میان  درختهای می وزید و برگهایش را به شور آورده بود، گویی آفتاب به زمین نزدیک شده و روشنایی و حرارتش نیز دو برابر شده. تا چشم دید داشت چهار طرف تپه، درخت و درخشیدن برگهای آن به چشم می خورد. گلهایی که روی چمن تر سر از خاک بیرون آورده بودند طوری دیده میشدند که  انگار کسی با انها را در چمن کاشته باشد.، به ترتیب، سبز، سرخ، سیاه و سفید. ابرها از یک سو به سویی دیگر فرار می کرد ندو پیشانی سبز اسمان وسیعتر میشد. در این بین جوان قدبلندی کلاهش را از سربرداشت، گویی از هوا لذت زیاد میبرد دهان را باز کرد و آهی عمیقی کشید. موهای زردش را زیر افتاب تکان داد و چند بار دست رویش کشید. دست به کمر ایستاد و در چمنها و درختها چشم دوخت، بسیار دور بود سر کوه در بین درختها تیره معلوم میشد، دیگر فقط آسمان بود و سینه سبز زمین که نسیمی نرم نوازشش می کرد. دستها را به روی کشید و کوت سورخ تر شده از تن کشید، نشست و آرام آرام لای چمن های نرم دراز کشید. برقی خوشی در چشمهایش می درخشید و چمهایش بسته کرد.

ابرها دیگر به حواشی اسمان جمع شده بود و حرارت خورشید نیز زمین را در دامن پیچیده بود و به خود نزدیک و نزدیکتر می کرد. به صداهای اطراف متوجه شد، فقط صدای ضعیف چند پرده که از جنگل به گوش می خورد، سکوت حکم فرما بود.

1جوان چمشهایش را مالید و بر لبانش آهنگ جاری شد، هرچه اطرافش روشن و روشنتر میشد، آهنگ جاری بر لبانش نیز بالا و بالاتر میشد. صدای ضعیفی از دور به گوش می خورد، اطرافش نگاه کرد چیزی به چشمش نه خورد، صدا نزدیک میشد، در آسمان نگاه کرد، طیاره ای که از سوی شرق به نیمه آسمان در حرکت بود نظرش جلب کرد. جوان به طیاره خیره شد و با خود گفت:

این طیاره از کجا می آید و کجا میرود، از یوگوسلاویا؟.... از کجا؟

2از جای خود بلند شد و به اطراف اش نگاه کرد، ایستاد، لحظه ای در فکر بود و لای درختهای سبز نظر انداخت، طیاره نیز به سوی آفتاب نزدیک میشد، چهار طرف خود را نگاه کرد و به هر طرف خیره شد.

این کجاست؟ آیسلند؟... دنمارک؟.... آمریکا؟....

لبخند زد و سرخود راتکان داد، به جای خودش نشست. کیف اش که لای چمن زیر چتر طوری افتاده بود انگار چتری که به آفتاب می درخشد کیف را از باران نگهداری می کند. از جایش بلند شد و کیفش به خودش نزدیک کرد، کیف را باز کرد، سر خود را نزدیک اش برد و بویش حس کرد.

کیف تا لب پر بود، بعضی چیزها را جابجا کرد و دنبال چیزی می گشت، یک کاغذی که درون او نیز چیزی پیچانده شده بود و در یک پلاستیک پیچیده شده بود کشید و در پیش رویش گذاشت، کتابچه خاکی و قلم سورخ را نیز از کیف بیرون کرد، دیگر کیف را بست.

پلاستیک را از چیزی که در کاغذ پیچانده بود کنار گذاشت و کاغذ را قبل از اینکه باز کند بوی کرد و بازش کرد، درون کاغذ توته های کباب که تاحال سرد هم نشده بود بویش در اطراف پیچید.

یک یک توته را می خورد و لبخند می زد. گاهی هم در بین خوردن آهنگ زمزمه می کرد، گاهی هم از جایش می خاست و آهی عمیقی می کشید.

کباب آرام آرام به اتمام می رسید، کتابچه خاکستری رنگ و قلم اش گرفت، دفترچه تقریبا پر بود، چند صفحه سفید پیدا کرد به دور برش نگاه کرد، بعد از لبخند نوشت:

نه می فهمم که اینجا کجاست، به اینجا کدام مردم زیاد می آیند و مردم اینجا به کدام زبان تکلم می کنند، ولی جای خوبیست و منظره دلنشینی دارد. شاید هر روز اینجا اینطور باران بیاید، شاید اینجا کباب هم پخته شود، شاید اینجا شب هم زیاد سرد نباشد، شاید حیوانات اینجا هم زیبا هستند و شاید هم وحشی و درنده هم داشته باشد. من به بسیاری از جای های خوب و دلنشین رفته ام، از تمام جای های خوب تنها در وقتی لذت برده ام که همانجا بودم، ولی این جای پنجم ششم است که من در دنیا به این زیبایی می بینم، در آن طرف جهان نیز این چنین جای های و منظره های زیبا وجود داشت اگر در آنجا کدام کس مر می دید می گفت: (ز سر زمین ما خوش تان آمد؟ )

+ نوشته شده در  Sat 3 Jan 2009ساعت 14:42  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

ناول (دابراهیم ادهم په پلونو) به چاپ رسید

 

رمان (دابراهیم اد هم په پلونو) که روایت کننده ی داستان زندگی جوانی به نام اسد عزنیچی است ؛چهارمین رمان عبدالله الهام جمالزی می باشد که چندی قبل توسط موسسه ی انتشاراتی "دانش پرس"در پشاور پاکستان چاپ شده است. زندگی شخصیت اصلی این داستان " اسد غزنی چی"  متاثر از نحوه ی افکار عرفانی عارف نامدار قرن اول هجری ابراهیم بن ادهم می باشد. تقلید و پیروی از رفتار ومنش این عارف در لا به لای داستان به خوبی در زندگی شخصیت اصلی داستان دیده میشود.آشنایی اسد با این عارف با داستان هایی که پدرش نقل می کرد اغاز گردید؛تا جائیکه احساس می نمود آنچنان تحت تاثیر ابراهیم ادهم قرار گرفته است که در لحظه لحظه ی زندگیش ادهم حضوری روشن و زنده دارد. اثر جديد الهام

داستان در برگیرنده ی پانزده بخش است که در هر قسمت برای شخصیت اول داستان رویدادهایی رخ می دهد و وی با الگو برداری از زندگی ابراهیم ادهم به حل این مشکملات می پردازد.

قبل از این آثاری چون (هندی خالونه)، (انځورونه)، (د ویندویی فن ) از این نویسنده به چاپ رسیده است. (قاتل حرفه ای)، (بلوچان)،(تصاویر) از دیگر آثار این نویسنده است که آماده چاپ می باشد، دهها داستان کوتاه این نویسنده نیز بر روی صفحات انترنت و از سوی نشریه ها به نشر رسیده است. (دابراهیم ادهم په پلونو) ناول در 116 صفحه و 15 قسمت توسط موسسه انتشاراتی دانش پرس در پشاور پاکستان، به چاپ رسیده است.

+ نوشته شده در  Sun 21 Dec 2008ساعت 13:39  توسط عبدالله الهام جمالزی  |