تبليغاتX
موسکا

موسکا

دشعر ، داستان ، طنز او ادبي ليکنو لپاره ځانګړى ويب لاګ

د خبر ویندويي

 

سرچینې: انټرنټ

 د خبر ویاند په یوه رسنۍ کې ځانګړی ځای لري او د رسنۍ مخاطب په ریښتیا سره له هرڅه زیات دخبر ویاند له رسنۍ سره نږدې کوي، فیلیپ الیوت، فیسکه او هارتلي، شلزینګر او پلورالیستي په څېر ستر څیړونکي او ټولنپیژاند باوري دي چې د خبر ویاند د یوې رسنۍ په تېره بیا خبري څانګې لپاره زیات اهمیت لري.

ویندويي په لومړنیو ځانګړنو، څېره او ښه بیان پورې نه محدودیږي، که د یو ویاند کار دا راز وبولو نو د خبر رسونې او یوې رسنۍ د باور تر لاسه کولو ماهیت مو سم ندی درک کړی. «مارگریت مورس» ویاند او باور د یوې خبري څانګې لپاره دوه نږدې اړیکې او اړین توکي بولي. د سترو رسنیو د بریالیتوب راز د ځايي، ملي، سیمه ایز او بالاخره د نړیوال باور په ترلاسه کولو کې نغښتی. دغه رسنۍ په خپله بریا کې له سترو او ماهرو ویندویانو څخه استفاده هم هېڅکله له یاده نه باسي.

د نن ورځې ویندويي له پخوا سره زیات توپیر لري، هغه مهال به د کتابونو او مقالو په څېر متنونه کټ مټ په تلویزیون کې خپرېده، غټ غږ، وچ، بې روحه او مصنوعي کلمات چې پکې د (زه ) او (ته) ضمیرونه بېخي پکې له یاده وتلي وو او یواځې به له یوې دریمې زاویې څخه تر لیدونکي پورې د متن د ور رسېدو هڅه کېدله.

هغه مهال ویندوۍ بېلابېلو مهارتونو او ځانګړنو ته اړتیا نه درلوده. د غټ غږ،  د فوق العاده او ښکلې څېرې درلودلو او کمرې ته د پټ پټوني په څېر نظر بسنه کوله چې یو څوک د ویاند په توګه پرې ومنل شي.

د خبر ویاند په داسې حالت کې نشو کولای چې له لیدونکي یا اورېدونکي سره ځان نږدې کړي، او له هغه سره خپل احساس شریک کړي. کله به چې د تلویزیون صفحې ته راتله نو ځان به یې بشپړ ښکلی کړ چې بالاخره به هغه څوک نه وو چې له لیدونکو سره به یې خبرې کولې او همدا چاره به ددې لامل شوه چې له خپلو لیدونکو سره احساس شریک نشي کړای. که څه هم هغه مهال یې پدې برخه کې مسولیت هم نه درلود. هغه یواځې دنده درلوده چې خبر ولولي. دغه ستونزه تر دا اوسه هم زموږ په تلویزیونونو کې شته، خو د رسنیو زیاتېدو او د سیالۍ رامنځته کېدو د زیاتو مخاطبانو د موندلې هڅې ګړندۍ کړې او د ویندويۍ فن هم پدې برخه کې ځانګړی ځای خپل کړ.

مارګریت مورس زموږ پخوانۍ ویندويي ته د (ډبرینې څېرې) نوم اخیستی او د هغه په باور وروسته وروسته د زه یعنې د ویاند او ته یعنې مخاطب مسله زیاته مطرح شوه او د خبر د متن له چمتو کېد وروسته د زه او ته مفهوم پیاوړی شو، د خبر د ویندویۍ مفهوم هم بدلون وموند او نوې بڼه یې خپله کړه ځکه چې له هغې وروسته ویاند د اړیکي په ټینګولو ټینګار کاوه. ویاند هڅه کوله چې لومړی د مخاطب پام ځانته راوګرځوي او وروسته خبر ورته ولولي. هماغه وو چې د مخامخ خبرو مسله مطرح شوه او ویاند به هڅه کوله چې له مخاطب سره خبرې وکړي. هماغه وو چې کله دا چاره پیل شوه یعنې ویاند به ځان زه، کمره به یې ته یعنې مخاطب وګرځوله او دغه اړیکه به یې جوړه کړه نو د تلویزیون صفحې به زیات پام ځانته ګرځاوه.

وړاندې لدې چې د خبر د ویاند به ځانګړنو خبرې وکړو یوه بله مسئله چې ماته مهمه بریښي د خبري څانګې د ریښتیاښودلو برخه ده، هغه څه چې ویاند لولي او وايي باید د تصویرونو په برخه کې یې پام وشي له بلې خوا باید هڅه وشي چې د خبر په صحنه کې د خبریال په تصویرونو تکیه وشي او خبریال باید هسې څوک وښودل شي چې په ریښتیاهم د خبر له سیمې خبر ورکوي، که خبر د بل چا لخوا د نریشن په توګه لوستل کېږي، د غږ او تصویرونو په وسیله باید دغه چاره غښتلې شي.

په خبر کې د ډبرینې څېرې پیکه کېدل په یو ډول له مخاطب سره د ویاند د دوستانه اړیکو پیل شو خو د دغه اړیکو اساس هم نه جوړوي.  لکن د خبر ویاند که غواړي چې د خپلې خبري ټولګې موخه په کارپوهانه او بې پرې توګه ترسره کړي دا چاره له ځانګړنو مهارتونو پرته شونې نده. هغه مهارتونه چې د خبر نوی عصر ورته سخته اړتیا لري او د خبري رسنیو ژوند یې د تحقق په منګولو کې دی.

 لومړی: پدې پوهېدل چې څرنګه اړیکې ټینګېدای شي؟ او په کومو مهارتونو؟

   نن ورځ که څوک غواړي چې په رادیو او تلوېزیون کې د خلکو لپاره له خلکو سره خبرې وکړي باید د اړیکو او ارتباط د هنر تر ټولو لوړ فنونه وپېژني، ویې مني او ویې کاروي. نن ورځ به ناشونې وي چې رسنۍ د ارتباط او اړیکو علم ته له پام پرته بریالۍ شي. خو په اتباطي او د اړیکو په علم پوهېدل هم بسنه نه کوي باید دغه علوم په ځان کې وټوکول شي او د اړیکو په میل او کږلون بدل کړای شي. ځینې وخت یو څوک یو څیز وايي او هغه یې زده وي خو باور پرې نلري او مني یې نه. د اړیکو له ټینګښت سره باید میل او کږلون ځاني او د بدن له دننه احساساتو څخه سرچینه واخلي. ځینې کسان په اړیکتیايي علومو کې لوړې زده کړې لري خو بیا هم د دغه زده کړو په پیاده کولو کې پاتې راځي. له اړیکتيايي علومو سره آشنايي د دغه علم منل، درک او دهغه کارول دي. خو ځینې کسان بیا نور هم شته چې په عمل کې ډېر پیاوړي دي خو د ټولنیزو او رسندويي اړیکو په اړه هېڅ نه پوهېږي داسې هم باید نه وي. ویاند بایهم پدې برخه کې پوهه ولري ، هم یې وکارولی شي او هم ورسره مینه ولري.

خلک هغه ویندویان مني چې د اړیکو له جوړولو سره مینه لر‎ي او هیله من وي چې خبر د هغوی له خولې واوري. دغه ډول کسان د یوې خبري ټولګې اصلي شخصیتونه دي.

 هغه ویاند چې د خبر د مېز شاته ناست وي او کمرې ته ګوري خو خپل نظر له کمرې نشي تېرولی او د مخاطب زړه او ذهن ته یې نشي رسولای د اړیکو جوړولو چل نه ورځي. هغه بې اغېزې شخص دی او د ټولو هغو کسانو زحمتونه په اوبو لاهو کوي چې د خبر د جوړولو لپاره زیار باسي.  په ځینو رسنیو او یا ځینو خبري پروګرامونو کې خو د خبر ویاند د رسندويي اړیکو له لومړنیو لارو چارو سره هم بلد ندی.  د بېلګې په توګه پدې نه پوهېږي کله چې له مخاطب سره سلام کوي باید نېغ په نېغه مخاطب ته وګوري او که پټ پټونی کله خبرونو ته او کله مخاطب ته.

په کلامي اړیکو کې ښه پیل ډېره اغېزه لري، خو له احساساتي کېدو، هیجاني خبرو او خندېدلوڅخه چې د ویاند شان او وقار کموي ډډه وشي.

 د ویندویۍ شان او وقار

ویاند سره لدې چې له مخاطب سره ډېر دوستانه چلند وکړي او هغه ته هیله ورکړي؛ باید خپل خبري شان، وقار او مقام هم وساتي. 

په ویندويۍ کې د مخاطب په خوښ ساتلو ټینګار کېږي خو لکه چې وړاندې وویل شول باید هڅه وشي چې خپل احساسات کنټرول شي او داسې نشي چې د مخاطب د خوښ ساتلو هڅه خپلواکه او مستقله بڼه خپله کړي، مخاطب خبرونو ته لېواله وي او په سر کې باید له ډېرو خبرو هم ډډه وشي.

ویاند باید هڅه وکړي چې په خپلو حرکاتو سره ملي غرور هم وساتي، کله چې خبر لولي د خپل هېواد بریا په ځانګړي غرور، هیله او څېره ولولي خو هسې هم نه چې خپل کنټرول له لاسه ورکړي او له متن څخه بهر ښاد او هیجاني حالت احساس شي.

شان او وقار یعني دا چې ویاند خپل بیان ته یو ځانګړی غږ او حرکت وربخښي تر څو د خبر اهمیت څرنګه چې دی وساتي. دغه شان او وقار ددې معنی هم نه ورکوي چې په آمرانه توګه دې متن ولوستل شي بلکه دا د هماغه ډبرینې څېرې سرچپه بڼه ده.

 په خبریالۍ او راپورټرۍ کې مثبته مخینه

هغه ویندویان چې د خبریالۍ او راپورټرۍ پړاوونه یې یوپر بل پسې کچ کړي وي، د خبر له چمتو کولو سره په ژوره توګه آشنا وي کله چې سټوډیو ته ځي نو په خپل کار زیات لاس بری وي.

د خبر  ویندويي له اوله تر آخره د یو خبر د برابرولو یو پړاو دی، د خبر په نړیوالو شبکو کې ویندویان په راپورونو او مرکو کې هم فعالیت لري او هر څومره چې په خبر کې د ویاند ونډه کمېږي د خبر د بڼې او اړیکې جوړولو حس به یې کمزوری او د باور جوړونې په برخه کې به پڅ وي.

 لیدونکی باید حس نه کړي چې د خبر ویاند په ځانګړو ساعتونو کې راځي او د خبرونو له لوستلو وروسته بېرته په خپل کار پسې ځي او د خپل کار له چاپېریال سره ژور اړيکي نلري.

 کتلي به مو وي هغه ویندویان چې اقلیمي بدلونونه او د هوا د حالاتو اټکل کوي لدې امله چې له د هوا پېژندنې له ادارې سره نږدې اړیکي لري او یا د خپل کار کارپوهان دي د خبرو اغېز یې هم زیات وي. دا پخپله ددې ښودنه کوي چې هر څومره ویاند د خبر په برابرولو او خبري فعالیتونو کې ډېره ونډه واخلي اغېز یې ډېرېږي.

دا چې په افغانستان کې تر اوسه زیاتې راډیوګانې اورېدل کېږي، خو د بي بي سي د پښتو څانګې د ویندویانو غږونه او د آزادۍ راډیو د ویندویانو غږونه لدې امله چې مرکې کوي او یا هم له خبرونو سره نږدې پاتې کېږي، خپله یې جوړوي او یا یې خپله ترجمه کوي یایې اېډېټ کوي، مرکې کوي نو اغېز یې هم په هماغې کچې زیات وي.

 په خپل کار تسلط

ځینې ویندویان د خبر د لوستلو پر مهال داسې چلند کوي ته وا د خبر متن یې خپله سپارښتنه وه. له همدې مخاطب ته د خبر د مفاهیمو په لېږد کې ډېر بریالي وي.

له لیدونکي یا اورېدونکي سره جدي او کله دوستانه چلند له څېرې، وړ جامې، سن، جنسیت او نورو غیرکلامي کړنو ته په پام سره ویندويي په خپل کار او چاپېریال د ویاند د واکمنۍ او بریا ښودنه کوي.

 بیان

بیان د یو کس وینا او د هغه د اندامونو د خوځښتونو د ټولګې معنا ورکوي. له غږ ، کلماتو او نورو مهارتونو څخه ښه استفاده بیان بلل کېږي. سم او بشپړ تنفس د کار پیل دی. که یو ویناد له خپلې ساه څخه سمه استفاده ونه کړي، د خپل غږ د سمولو لپاره د سینې په وړتیا پوه نشي یاهم د خبر وېلو پر مهال ژر ژر ساه باسي مخاطب هم یو ډول سرګردانه کوي. د ویاند د تنفس غږ باید وانه ورېدل شي. د ویاند ساه باید د جملې په منځ کې ونه درېږي. مخاطب نباید د ویاند ساه اخیستلو او ایستلو باندې پوه شي.

آرامه ساه په خپل روحي حالت د ویاند د بشپړ تسلط ښودنه کوي. مخاطب د ویاند له ساه ایستلو سره د هغه روحي حالت او یا هم ډار او سټرس ته متوجه کېږي. سم او صاف کېناستل، له سینې څخه د ساه ایستلو پرمهال د هوا په تدریجي ایستلو کې د جملو او پراګرافونو لوستل او بیا بیا دهغه تمرین له ویاند سره مرسته کوي ترڅو ښه ویندویي وکولای شي.

بداهه ویل

کله کله ویاند د خبر په اړه یا هم د خبرونو لپاره د مخاطب د چمتو کولو لپاره ویاند له لیکلي متن څخه جدا کېږي. هغه کلمې او جملې چې پدې شېبه کې کارول کېږي د هغه د خپلې ژبې د سواد او پوهې بېلګه ده. هغه څه چې دی یې د کمرې په وړاندې وايي په متن کې نشته او چا ندي ورته لیکلي خو هغه یې باید ووايي؛ نو دداسې وختونو لپاره باید ویاند بشپړ چمتووالی او ځانګړي مهارتونه ولري. دغه مهارتونه بداهه ویل یا ژر د کلمو یاد ته راتلل بولي. ویاند چې کله لیکلی متن لولي یو څه خوندي وي خو چې څرنګه له متنه وځي بیا نو ورته ګرانه ده او باید دې شېبوته مخکې له مخکې پوره تیاري ولري.

په عمومي توګه ویندویان باید هغه شېبو ته چې پکې یې باور ته ګواښ متوجه کېدای شي چمتووالی ولري، چې دا په دوامدارې او هر اړخیزې مطالعې ترلاسه کېدی شي.

 جامې

جامې په تلویزېون کې د خبر په لوستلو کې ډېرې مهمې دي، چې په لیدونکي د خبر په اغېز کې نېغ رول لري. مخاطبان هر وخت د خبر د ویاند جامو ته که هغه نارینه وي که ښځینه ډېر پام کوي او ځینې وخت خو یې پیروي هم کوي. د ناسمو جامو اغوستل د ویاند د خبر په اغېز زیات اثر کولای شي. دا چې د خبر په نړیوالو چینلونو کې کوټ او پلتون معموله جامه ده خو رنګونه یې هم مهم دي. معمولا پیکه او تیاره رنګونه د مخاطب او ویاند واټن زیاتوي او سرچپه روښانه او ښاد رنګونه بیا دغه واټن کمولای شي.

 د څېرې حالتونه

 د پخوا په اپوټه نن ورځ د څېرې ښکلا د ویندویانو د غوره کولو بنسټ نه جوړوي. د څېرې جذابیت بیا ډېر اهمیت لري. ځینې څېرې ښکلې ندي خو ډېرې جذابې وي او مخاطب ځانته ورکاږي. جدي او صمیمي حالت لري. درې عمده حالتونه باید په څېره کې هر وخت وي. سادګي او روڼتوب، شوق او هوښیاري یعنې داسې حالتونه چې د ویاند څېره جذابوي. د دغه راز حالتونو دموندلو لپاره باید د څېرې له ټولو عناصرو سره آشنا شي.  د ویښتانو ډول، د سترګو او ورېځو حالت، د سر حرکت، د خولې او شونډو حالت دا ټول باید له یو بل سره همغږي ولري. که ویاند د عادي خبر د لوستلو پر مهال خپلو ورېځو ته هیجاني حالت ورکړي نو مخاطب به حیران کړي. د سر تېز حرکتونه او د هغه ژر ژر ښکته پورته کول هم د ویاند د نه کنټرول شوي اضطراب ښودنه کوي.

 د خبر لوستل

د خبر ویاند باید د خبري متن د لوستلو پرمهال څو ټکي رعایت کړي

د خبر له متن او محتوا سره آشنايي

ویاند که پوه نشي چې څه لولي نو غږ او د څېرې حالت به یې یو ډول خنثی حالت ولري او د خبر د چمتو کوونکو حق به په سمه توګه ادا نه شي کړای.

مناسب سرعت

فکر کوم چې ویاند باید وکولای شي چې له ۱۰۰ تر ۱۲۰ کلمو پورې په یوه دقیقه کې په رڼه توګه ولوستلای شي. مناسب سرعت له تېز لوستلو سره توپیر لري. مخاطب د خبر تېز لوستل نه خوښوي. چټک لوستل، له خبري متن څخه د مخاطب د شاته پاتې کېدو لامل کېږي. مخاطب باید د ویاند په ټولو کلمو او جملو په سمه توګه پوه شي او کومه کلمه یا جمله باید ورته ګونګه پاتې نشي.

 ټینګار

په هر خبري متن کې یو مفهوم وي چې هغه باید مهم او ټینګ ولوستل شي، باید هغه مراعات شي. لکه د زلزلې کچه، د یو هېواد نوم چې پکې کودتا شوې،  د ډالر یا نورو پیسو د ارزښت د ښکته کېدو یا پورته کېدو شمېرې یا ګڼ شمېر نور... چې په هر خبر کې یو مفهوم حتما وي تر څو پکې د ټینګار مسله له پامه ونه غورځول شي. که هغه مفهوم هم عادي او چټک ولوستل شي مخاطب ته غوسه ورځي.

 د متن سم لوستل

دا پدې معنا ده چې ویاند باید وکولای شي چې  ټول خبري متن رعایت کړي. ټینګار، مکث، د پوښتنې حالت، د تعجب حالت او د جملو پای ټول په نظر کې ونیسي. په جمله کې د کلمې ښه تلفظ وپېژني او ویې کارولی شي.

 د کمرې پرمخ متن یا اتوکیو

هغه وسیله چې د کمرې پرمخ ویاند ته متن په لاس ورکوي تر څو له مخاطب سره نږدې شي د ویاند لپاره مهمه ده تر څو ترې ښه استفاده وکړي او له مخاطب سره ترې د لا نږدې کېدو استفاده وکړي. هغه ویندویان چې له کاغذ څخه استفاده کوي او دغه آسانتیا نلري زیاتره یې بریالي هم ندي، خو له اتوکیو سره سره باید ویاند ددې وړتیا ولري چې د کمرې په وړاندې د یو خبر زیاته برخه له یاده ولوستلی شي، د بېلګې په توګه یوه جمله چې لس کلمې ده باید وویشل شي نیمه له کاغذه او نیمه هم د کمرې په وړاندې هسې ولوستل شي چې ټول متني حقوق یې مراعات شي.

 سربېره پر یادو شوو مطالبو یو ویاند باید له زیاتو مثبتو شخصیتي ځانګړنو څخه برخمن وي. که یو ویاند دغه ټولې ځانګړنې ولري خو وړ ټولنیز شان او شخصیت ونلري په رسنۍ به د خلکو د باور  په برخه کې ستر خنډ وي. د خبر څانګه او بیا همدغه ویندويي د یوې رسنۍ لپاره باور په لاس راوړي او د رسنۍ پانګه همدا باور دی ؛ نو د خبر ویاند تر ټولو ښې شخصیتي ځانګړنې ولري.

رسنۍ شهرت راوړونکې دي او دداسې یو چا لپاره چې پایداره شخصیت ونلري شهرت له تکبر او عیبونو یا هغه ته له نږدې نورو څېزونو پرته بله لاسته راوړنه نلري.

نو باید تر وروستي بریده هڅه وشي چې یو ویاند د خپل شخصیت په اړه ژور فکر هم ولري، د ویندويۍ د نورو لومړنیو ګامونو په اړه د ویندویۍ فن کتاب ته هم مراجعه کولای شی.   لاندي لينك كلك كړی.

 http://www.samsoor.com/Books

د عبدالله الهام جمالزي اثر

+ نوشته شده در  Thu 16 Oct 2008ساعت 22:48  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

سپورټي کلبونه، عواید او افغانستان

 

سپورټي کلبونه معمولاً د خپل پایښت او پراختیا لپاره د عاید د ترلاسه کولو لپاره بېلابېلې لارې چارې لټوي. دغه لارې چارې هم معمولاً له وړاندې په ګوته شوې وي او یو لړ قوانین هم شته چې دغه لارې چارې کنټرول کړي او د هغه په چوکاټ کې پرمخ لاړې شي.

 دا لارې کومې دي، د کومو قوانینو په چوکاټ کې راځي، او آیا د افغانستان سپورټي کلبونه ورسره آشنا دي، زموږ په هېواد کې ورته  پام ندی شوی غواړم دلته په لنډه توګه ورته له انټرنیټي سرچینو په استفادې کتنه وکړم، خو دا ټولې لارې چارې نشي په ګوته کولای بېلابېلې لارې چارې نورې هم شته چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ترې استفاده کېږي.

 کلي قوانین

د فدراسیونونوُ کنفدراسیونونو، ټولنو او سپورتي ارګانونو د کلي قوانینو پر اساس د یو سپورټي کلب د عاید لارې چارې باید د سپورټ د قوانینو او کلتوري مسایلو په چوکاټ کې وڅارل شي. دغه سوداګریزې لارې چارې سره لدې چې د هېوادونو او سیمو قوانین باید تر پښو لاندې نکړي، دغه راز باید د کلتور او سپورت له قوانینو بهر نشي.

البته هغه کلبونه چې د ونډو په شرکتونو بدل شوي او یا یې د خپل هیواد یا نړیوالو بورس بازارونو ته لاره موندلې، د خپلو فعالیتونو په چوکاټ کې کولای شي چې نورې سوداګریزې چارې هم پر مخ بوځي.

 د Vodafone شرکت چې د منچسټر یونایټېډ د ټیم ملاتړی دی د سپورټي کلبونو لپاره د مالي لګښتونو د سپانسر د جذبولو سرچینه ده. کلبونه د مالي ملاتړي د جذبولو لپاره خپل تبلیغاتي مرکزونه جوړوي او ځان سترو سوداګریزو شرکتونو ته نږدې کوي تر څو د خپلو لګښتونو د برابرولو لپاره سرچینې ته زمینه برابره کړي.

 یو سپورټي کلب په زړه پورې ملاتړي او سپانسران موندلای شي. خو کلبونه معمولاً له یوه ملاتړي یا څو ملاتړو زیات نلري. د بېلګې په توګه د آلمان بایرن مونیخ کلب  یو اصلي ملاتړ ( د آلمان د مخابراتو شرکت Deutsche Telecom )، دوه اصطلاحي ملاتړي لکه اډیډاس شرکت او اوولس نور ملاتړي لکه Allianz، آودی، کوکاکولا، لوفت هانزا، زیمنس او نور شرکتونه دي.

 مالي ملاتړي معمولاً اصلي لګښتونه په غاړه اخلي، البته د کلب او ملاتړي په معاملو کې توپیر وي چې په پرمختللو هېوادونو کې د معاملو د څرنګوالي ګڼ شمېر قوانین هم شتون لري. ځینې ملاتړي د بېلګې په توګه وايي چې ورځنی استاد به کلب ته برابروي، ځینې بیا د معلومې نېټې لپاره کلب ته زیاتې پیسې ورکوي. ځینې نور بیا سپورتي توکي او لوازم کلب ته برابروي چې په بشپړه توګه داسې معامله کوي ، څرنګه چې سره جوړ راشي.

 پدې وروستیو کې په افغانستان کې هم په بېلابېلو برخو کې پانګونه زیاته شوې، که څه هم زموږ کلبونه د مالي ملاتړو د نشتوالي له ستونزو سره مخامخ دی، بیا هم ځینې شرکتونه چې د تبلیغاتو په اهمیت پوه دي، هڅه کوي چې پدې برخو کې پانګونه وکړي، خو تر اوسه یې څومره محسوسې بېلګې نه لیدل کیږي، فکر کوم یواځې به کابل بانک او کام ایر هوايي شرکت د فوټبال ټیمونه لري، که دې برخې ته په جدي توګه پام وشي له یوې خوا به د هېواد له سپورتي او روغتیايي برخې سره مرسته شوې وي له بلې خوا به ګڼ شمېر سوداګریزې زمینې دغه شرکتون ته پیدا شوي وي.

 د ټکټونو پلورل او د رسندويي خپریدو اجازې

 د سپورټي کلبونو او ټیمونو د عاید یوه سرچینه د سیالیو ټکټونه دي، دغه چاره د پام وړ رودو څخه شمېرل کېږي خو د عاید د څومره والي له مخې هومره عاید نلري لکه نورې برخې.

 له مالي ملاتړو سره سره معمولاً کلبونه پرته لدې چې پیسې ورکړي سټډیمونه ورته جوړېږي. د ټکټونو له پلورلو څخه په لاس راغلی عاید هم دکلبونو او ملاتړو ترمنځ او دغه راز د ټیمونو او سپانسرانو ترمنځ ویشل کېږي. خو په خواشنیۍ سره زموږ په هېواد کې بیا تر اوسه لدې لارې سپورټي سرچینو ته داسې عاید په لاس نه دی ورغلی چې تکیه پرې وکړي خو که په جدي توګه ورته پام وشي او پدې برخه کې د ښه مدیریت په بنسټ ولاړ ګامونه پورته شي، ډېر څه په لاس راوړلای شي.

 د عاید د ترلاسه کولو بله لاره په ژوندۍ یا غیر مستقیمه توګه تلویزیوني شبکو ته د خپرولو د مجوز پیسې دي. دا چې د پرمختللو هیوادونو د لیګونو لوبې او سیالۍ په وړیا توګه له تلویزیونونو د خپرېدو اجازه نلري بایده دي چې دغه کلبونو او ادارو ته پیسې ورکړي.

 خو په افغانستان کې د رسنیو له زیاتوالي سره سره دغه چارې ته پام ندی شوی، پکار ده چې په دې برخه کې هم د رسنیو خاوندان او چارواکي او همدغه راز د سپورتي کلبونو او ټیمونو په سویه پدې برخه کې هڅې وشي. خو دا به ډېر وخت ته اړتیا ولري چې زموږ سپورټ هومره حرفه اي شي چې له غټو سره شبکو سره د معاملې تر کچې ورسیږي.

 بایرن مونیخ خپل کړه ایز پلورنځایونه لري او په خپلو پلویانو محصولات پلوري.  دغه لاره اوس په کلبونو کې د عاید پیدا کولو یوه له مهم رودو ګڼل کېږي، د بېلګې په توګه په خپلو پلویانو د کلبونو د سپورټي کمیسونو پلورل او یا هم د نورو سپورتي او لګښتی توګو پلورل چی د هماغه کلب په نامه ډیزاین شوي وي. د بېلګې په توګه د بایرن مونیخ کلب په جرمني کې په خپلو کړه ایزو پلورنځایونو کې د خپل کلب پر پلویانو لګښتي او سپورتي توکي لکه سپورتي جامې، کمیسونه، دستکولونه، ګړۍ او داسې نور پلوري.

 لکه د بایرن مونیخ یو کمیس چې په روان فصل کې د ټیم لخوا ترې استفاده کېږي په کابو ۳۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي، دا دوه لاملونه لري یو دا چې دا د اډیډاس کمیس دی او له بلې خوا د دغه کمیس په پېرودلو سره یې پلویان له خپل کلب سره مرسته کوي.

 زموږ په هېواد کې بیا دا موضوع بیخي پیکه ده، ځکه له یوې خوا موږ هسې تولید کوونکي هم نه لرو او له بلې خوا د تولیدوونکو او انحصار لپاره قوانین هم نشته او په هېواد کې سپورتي توکي او محصولات هم نه لیدل کېږي.

 د مدرسو او زدکرنځایونو جوړول

ستر کلبونه او د زیاتو پلویانو خاوند کلبونه معمولاً خپل ښونځي او زدکرنځایونه لري. معمولاً دغه ښونځیو او زدکړنځایونو ته د ورتګ لګښت هم زیات وي، چې البته دا موضوع د کلب او ټیمونو په نوم او اعتبار هم ډېره اړه لري.

نورې لارې چارې

نورې لارې چارې هم شته چې ډېر له یو بل سره توپیر لري. په سترو طرحو کې ګډونُ له شرکتونو، سازمانونو او شبکونو سره د بېلابېلو پروګرامونو او طرحو په عملی کېدو کې ګډون او ګڼ شمېر نور.

 په ځینو هېوادونو کې بیا ځینې شرکتونه او ځانګړي صنایع خپل تیمونه او کلبونه لري، چې پدې صورت کې بیا د ټیم یا کلب ټول لګښتونه د اړوند شرکت یا سازمان په غاړه دي.

یو شمېر سپورټي کلبونه هم غټ عاید د خپلو لوبغاړو پلورل ګڼي. دغه ډول کلبونه چې معمولاً کوچني کلبونه دي د خپلو لوبغاړو په روزلو سره هغوی په سترو لوبغاړو بدلوي او بیایی په سترو ټیمونو په ښه بیه پلوري.

+ نوشته شده در  Fri 10 Oct 2008ساعت 13:9  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

د اسلام آباد چاودنه، د نوي سفیر تښتونه او د استخباراتي اسلام آباد لوبې

 

 

 د پاکستان پلازمینه اسلام آباد داسې یوې زورورې چاودنې ولړزاوه چې که څه هم ځمکنۍ لړزه یې تر کیلومترو زیاته حس نه شوه خو رواني لړزه یې کابو ټولې نړۍ ته وغځېده، پېښه په پارلمان کې د نوي ولسمشر آصف علي زرداري له وینا لږه وروسته په داسې یو هوټل کې وشوه چې زیاتره پاکستاني مشران او بهرنيان ورځي. له پېښې وروسته آصف علي زرداري په سیمه کې ترهه ګري یو سرطان وباله او د له منځه وړلو کلک هوډ یې څرګند کړ، ددغه هېواد د فاع وزیر بیا وویل دا هغه ترهګر دي چې ریښې یې په افغانستان کې د نشه ای توکو له پیسو اوبه خوري، د کورنیو چارو وزیر یې بیا وویل دا دپاکستان د سپتمبر د یوولسمې پېښه وه. نورو چارواکو په یو ډول وویل چې دا رنګ ټول کارونه له قبایلي سیمو ترسره کیږي. دا لومړۍ پېښه نده، لدې وړاندې هم  په ترهګرو پېښو کې په روان کال کې ۱۳۰۰ کسان وژل شوي، په بېلابېلو مرکزونو برېدونه وشول، بېلابېل شخصیتونه په نښه شول. خو داچې نوموړې پېښه په یو ډېر خوندي ځای کې رامنځته کېږي او د زرداري له هغې وینا وروسته رامنځته کېږي چې ویل یې ترهګري په سیمه کې د سرطان په توګه رېښي غځوي او زه به دغه سرطان له منځه یوسم، له بلې خوا د دغې پېښې تخنیکي څرنګوالی هم ښيي چې دا یوه کوچنۍ پېښه نه وه، او نه هم د دغه هیواد د کورنیو چارو د سلاکار وزیر رحمان ملک په وینا له قبایلو پلان شوې وه او نه هم د هغه ترهګرو کار وو چې ریښي یې په افغانستان کې له نشه اي توکو اوبه خوري، بلکه دا یوه لویه استخباراتي لوبه وه چې ددې ډېره کمه شونتیا شته چې له حکومت او استخباراتو بهر لاسونه دې پکې ښکېل وي.

د الجزیرې ټلویژني چینل بیا د پاکستان د پیپلز پارټۍ له قوله وویل چې لدې پېښې وړاندې ګڼ شمېر پولادي بکسونه او نور پوځي سامان له امریکا سفارت څخه راوړل شوی وواو ددغه هوټل په څلورم او پنځم پوړ کې ځای پر ځای شوی وو، ځینې کارپوهان بیا وايي چې ښايي دغې چارې د آی اس آی غوسه راپارولې وي، او عکس العمل یې ښودلی وي. له دې سره جوخت د فدایان اسلام په نوم یوې ډلې ددې پېښې پړه پر غاړه واخیسته او ویې ویل چې دا پېښه هغوی ترسره کړې او دې ته په پام سره چې دغه هوټل د امریکایانو لپاره زیات اهمیت درلود، هغوی د دغې برید ترسره کولو ته ملا تړلې ده،  دغې ډلې له دې وړاندې هم د ځینو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې چې په هغې کې څو کاله وړاندې په ښاغلي مشرف د برید هڅه هم د یادولو ده، کارپوهانو ددې شونتیا هم نده رد کړې چې د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ یو ډول استخباراتي لوبه روانه ده، ځینې هم په دې باور دي چې د القاعده په ګډون ځینې مسلمانې افراطي کړۍ پدې لوبو کې د هاغه پټ اسلام آباد پلويتوب کوي چې له واشنګټن سره دغه استخباراتي لوبه پرمخ بیايي، او دا کار هم ښايي په همدې لړ کې ترسره شوی وي.

دې ته په پام سره چې ښاغلی زرداري لومړنی ملکي ولسمشر دی چې د ترهګرۍ پر ضد داسې سترې خبرې کوي او پدې اړه کلک هوډ څرګندوي، د هغه له واک ته رسېدو سره له امریکایانو سره هم غټ جرات پیدا شوی، ځینې کارپوهان خو وايي چې دا زرداري ته یو داسې پیغام وو چې د پاکستان په اړه دې له بهرنیانو سره پام کوي، یوبل ځواک چې کولای شي پاکستان بل لور ته راهنمايي کړي هم شته دی، او دغه کسان چې دا ډول پېښې ترسره کولای شي، باید په هره چاره کې یې ونډه له یاده ونه وځي.

له بلې خوا د پاکستان د نوي ولسمشر آصف علي زرداري او واشنګټن ترمنځ ځینې ژمنې او یو بل ته وفادارۍ هم باید له یاده ونه ایستل شي، زرداري ارو مرو واشنګټن ته ځینې ژمنې ورکړې خو دا چې دغه ژمنې به پټ اسلام آباد یا استخباراتي اسلام آباد څرنګه ګڼي له روانو پېښو داسې ښکاري چې پټ اسلام آباد پرې خوښ ندی، او دا چې زرداري به ددغه ژمنو په ترسره کولو وتوانیږي که څنګه؟ وخت به یې معلومه کړي، خو زیات شمېر کارپوهان وايي چې د پاکستان له هغه ځواک پرته چې د پاکستان له آزادۍ وروسته یې سیمه او پاکستان تر خپل اغېز لاندې ساتلې وه یو ملکي ولسمشر او ملکي اداره نه راګ چلولی شي ،  نه واک ساتلی شي او نه هم ځواک لرلای شي، چې دا پېښه هم په یو ډول ددغه چارې نندارې ته اېښودل بللای شو.

له بلې خوا په بله ورته پېښه کې په پېښور کې په امنیت ترین ځای کې د حیات آباد په ښارګوټي کې په پېښور کې د افغانستان سرقونسل وتښتول شو، په پاکستان کې پخوانی دیپلومات محمد سعيدي وايي چې داد هغه کړیو کار دی چې غواړي له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ټېنګېدونکی سنګر مات کړي، هغه په ډاګه وویل چې دا د آی اس آی کار دی او هغه نه غواړي چې د زرداري د حکومت او ښاغلي کرزي د حکومت اړیکي ښې شي.

خو په ټولیزه توګه ویلی شو چې دا هم دهغه کړیو کار دی چې تر اوسه یې نه دي غوښتي چې په پاکستان او افغانستان کې داسې حالت واکمن شي چې له یوې خوا د هغوی واک پیکه شي او لاسرسی یې محدود شي له بلې خوا هغه لوبې چې د پاکستان له آزادۍ راپدېخوا یې په لاره اچولې په نیمه کې بې پایلې تمامې شي، هغوی فکر کوي که نن د امریکا، پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترهه ګرۍ سنګر تود، پیاوړی او د پاکستان لخوا بدرګه شي، له یوې خوا به دهغوی واکونه پیکه ، رول به یې کمزوری او کرار کرار به له صحنې لیرې شي، له بلې خوابه په افغانستان کې روغې او ځواکمنې ادارې ته لاره هواره شي او د دغه کړیو پر ضد به یې ځواک زیات شي. چې د کارپوهانو په باور د همدې موخې لپاره د طالبانو او القاعده په ګډون د سخت دریځو  او افراطي مسلمانانو څخه استفاده، ملاتړ او په یو ډول شین څراغ ورته بلوي، تر څو هم خپله خپلو موخو ته ورسیږي او هم په سیمه کې په یو ډول واک او د کنټرول کلیانې په لاس کې ولري. پورته خبرو ته په پام سره ویلی شو چې دا چاره د داسې یوې مرجع لخوا طراحي شوې چې نه د افغانستان د تریاکو له پیسو چلیږي، نه له قبایلي سیمو لارښود کېږي او نه هم له واک څخه ډېر لېرې دي.

+ نوشته شده در  Wed 24 Sep 2008ساعت 9:13  توسط عبدالله الهام جمالزی  |