
له کوره راووتلم ، په لارې په همدې سوچونوکې وم ، نن څنګه ؟ نن به یې ووینم ؟ که مې ولیده نو څه به ورته ووایم ؟ هیڅ ...
سرمې نن درد کاوه ، مور مې ډیر راته وویل نن مه ځه که ځې هم بیا له ښوونکي اجازه وغواړه او وختي راځه ... خو ماونه منله ، بس چټک له کوره راووتلم ، دپوهنتون په دروازه کې بیرو بار وو ، یووخت به چې دلته تیریدلم له ځانه سره به مې ویل چې کاشکي یوه ورځ خو پدې پوهنتون کې د ذدکړو وخت راشي او دلته هر سهار ننوځم او راووځم ، ملګري او ټولګی وال ... څوک به انجنیر وي او څوک به ډاکټر ...
زما بس تل له ځانه هغه دچاخبره زړه تنګ وو ، ښکلې نجونې به وتلې راننوتلې ، ښکلې نجونې به هره ورځ دپوهنتون په مخ کې ولاړې وې ، خندل به یې ، شاوخوا به یې کتل ، خو هیچا هم ماته نه کتل ، هیچا هم ماته نه خندل ، مابه له ځانه سره ویل چې ولې ؟ نوزه څه شوی یم ؟ خو په دروازه به چې ننوتلم له ټولو به پټ او هغه دچاخبره آرام به ننوتلم ، په ټول ژوند کې مې یوې نجلۍ چې تل به یې تور اوږد ټیکرۍ په سر وو ، او تل به یوازې وه ، ما به ورته وکتل خو څه مو سره نه ویل هغې به هیچا ته هم نه کتل ، نه به له نجونو سره ډیره غږيدله او نه به هم خندیدله ، آرامه او پټه خوله جینۍ وه . . .
دروازې ته ورورسیدلم ، دتل په څیر مې په نجونو کې وکتل ، خو ټولو نجونو بس په خپلوکې خندل او شاوخوا ولاړ محصلین به یې له سترګو تیرول ، زما سر تړلی وو ، حال مې ښه نه وو ، تردې ځایه مې نوتبه هم زیاته شوه ، نن مو هغه همسایه هم پوهنتون ته رانغی ، که څه هم هغه داډیر وخت له پلار سره په موټر کې راتللو ، یوازې زه به بس ملي بس ته ولاړ وم او هماغه څلور افغانۍ به مې په نظر کې وې اوله ځانه سره به ویل چې لګښت مې زیات نشي .
په دروازه ورننوتم ، وړاندې روان شوم ، کتابونو ته مې وکتل درانه راته ښکاریدل ، په هغې جینۍ پسې مې هم ډېر شاوخوا وکتل ، خو په سترګو رانغله ، هغه په ادبیاتو پوهنځي کې وه ، پوهنځی یې له موږ لیرې وو ، خو په لارې به مو کله کله سره پیدا کول ، هغې هم نه پیژندلم ماهم نه پیژندله ، یوه ورځ راسره دا سوچ پیدا شو چې شاید هغې واده هم کړی وي ، خو له قوارې نه ځوانه مالومیدله .
ټولګي ته ننوتلم ، ټولو ټولګیوالو حیران حیران راته کتل ، ټولو رانه پوښتنه کوله .
- سر د درد کوي ، ناروغ یې ؟
- بلې هو لږ لږ .
بس کېناستم ، دښوونکي په تمه شوم ، له څنګه مې یوه جینۍ کېناستله ،چې ډیره هغه دچاخبره کبرجنه وه ، یوه ورځ مې ترې قلم وغوښت ، هغې ویل چې راوړه یې ، بس تل یې همداسې ځوابونه راکول نه مې خوښیدله ، که څه هم ډېره ښکلې وه ، ډېره ...
په چوکۍ کې مې طاقت نه کېده راپورته شوم ، لږ شېبه له فرید سره کېناستلم ، هغه ډیر کلک هلک وو، هغه په همدې سن کې یوسیاسی ګوند جوړ کړی وو ، نوم یې پرې د لوی افغانستان دیموکراتیک ګوند ایښی وو ، اوس اوس یې هغه دچاخبره ډیر طرفداران پیدا کړي وو ، له کله نه چې ورسره آشنا شوم هغه به هره ورځ راته ویل چې ته په راتلونکي کې یوڅه شی کیږې راځه همدا اوس په دې ګوند کار وکړو ، پیسې هم پیدا کیږي ... اوپلار یې هم ښه پیسه دار وو ، کولای یې شو چې هرڅه وغواړي ویې کړي .
بېرته له هغه ځایه راپورته شوم ، خپل ځای ته راغلم ، له څنګه ناستې جینۍ په دې دومره وختونو کې نن راسره خبره وکړه .
- نوښته لکه چې ناروغ یې ؟ سر دې درد کوي ؟
- هاو ، ولا یوځل نه راتللم خو بیا درسونه ډیر مهم راته وبریښیدل .
هغه بیا لږه شېبه چوپ وه ، ښوونکی راننوت ، ښوونکي په درس پیل وکړ هغې بیا له ما پوښتنه وکړه .
- ته ولې دلته نه کېنې یواځې ددرس په وخت دې چوکۍ ته راځې ؟
زما تر نن ورځې پورې دې مسلې ته فکر نه وو شوی همدا اوس رایاد شول ریښتیاهم هره ورځ به چې ټولګي ته ورسیدلم بس یابه له فرید سره کېناستم او یا به شاته یواځې ، ماوخندل ځواب مې ورکړ .
- نه نن لږ ناروغ وم هسې مې غوښتل لږ مې پام بل خوا شي .
هغه موسکه شوه نور نو ښوونکي ته ځیر شوه ، زما سر ډیر درد کاوه ،تبه مې هم شېبه په شېبه زیاتیده ، قلم مې په ګوتو کې ریږدیدلو ، هغې مې په قلم لاس کیښود راته ویې کتل ،
- بس بیابه زه درته نوټ درکړم ته یې نشې لیکلی .
ماهم ترې مننه وکړه ، ډېره شېبه لاس ترزنې ناست وم ، هیڅ مې هم په وس نه وو پوره یواځې مې دښوونکي خبروته غوږ نیولی وو خو بیابه نه شوه ځکه چې زما حال خراب وو دهغه خبرې مې هم ژر ژر له یاده وتې بس اورېدلې مې او له یاده مې وتلې .
ټوله ورځ همداسې تیره شوه ، چې رخصت کېدلو ، هغه جینۍ راته معطل شوه چې زه ورپورته شوم راسره یوځای له ټولګي راووتله ، لږ رانه وړاندې روانه وه ، دزینو له څنګه راته انتظار شوه چې ورورسیدلم موسکه شوه .
- له لاسه دونیسم ؟
ما وخندل .
- نه مننه .
نوره رانه مخته شوه په زینو کې چټکه ښکته شوه ، زه کرار کرار را ووتلم ، وړاندې مې پسې کتل ، دنجونو له یوې لوېې ډلې سره یوځای شوه بس په خندا یې سره روغبړ پیل کړ او له دروازې ووتله ، زه ډېر آرام آرام راروان وم اوس اوس پښیمانه شوم چې هسې راتللم ، دسبا له راتګه مې هم ځان وغورځاوه .
دروازې ته ور رسیدلم چې په هماغې خپلې شناخته جینۍ مې سترګې ولګیدې په هغې جینۍ چې هر سهار به له کوره راوتلم دهغې تصویر به مې په سترګو کې ګرځېده .
په تور اوږده ټیکري کې له لیرې مالومیده ، خو زه یې نه لیدلم ، ددروازې خواته کرار کرار راروان وم ددې لپاره چې لږ راوړاندې شي او ومې ویني ، هغه راورسیدله زه هم په هماغه شېبه کې نور مخ په دروازه ور روان شوم .
چې بهر ووتلم ، هغه مې مخ ته راوګرځیده ، یواځې یې راته وکتل ، سر یې وخوځاوه نور یې څه ونه ویل ، او روانه شوه دوه درې قدمه به وړاندې تللې وه بیایې راوکتل ، نور نو وړاندې روانه شوه .
زه لږ شېبه د دروازې نه هغې خواته سیوري ته ودریدم ، زړه مې غوښتل چې په هغې نجلۍ پسې ور روان شم ، له څنګه یې روان شم ، کیسې ورسره وکړم ، پوښتنه ترې وکړم ، چې نوم یې څه دی ، بیا مې له ځانه سره وویل چې کوم نوم وي ښه دی . . .
په لارې هم همدا چرتونه راسره وو ، وړاندې د ملي بس تم ځي ته ودریدم ، ملي بس هم راورسید ، خو ډیر بیرو بار وو پکې ، زه هم ورپورته شوم ، هغه دچاخبره ټیل مټیل پکې وو ، زما ګرمي هم کېدله ، خو څه مې کړي وای له یوې خوا مې یواځې همدا دوه افغانۍ درلودې له بلې خوا د پیاده لاره هم ډیره وه ، نو ښه مې همدا وبلله چې بس ځان سره پکې تکیه کړم چې هر رنګه کیږي .
نن مې ټوله شپه هماغه جینۍ په خوب لیده چې مخې ته مې ولاړه وه ، راته ژړل یې خو چې راویښ شوم له ځانه سره مې وخندل چې نو راته ژړل یې ولې .
له کوره راووتلم ، نن ښه وم ډیر ښه وم ، خو بل قسم احساس مې کاوه نه پوهیږم ولې له ځانه سره مې وویل چې ریښتیابه هم مینه همدې ته وايي ، ریښتیابه هم همداسې وي زه به عاشق وم هغه جینۍ به معشوق خو ...
دپلار خبره به مې رایاده شوه ، هغه به دامتل زیات ویلو چې زه پرې مین یم هغه راباندې خبره نده .
خو ... نه .. . هغې نو ولې پرون داسې خواږه راته کتل ، څومره پاکه جینۍ څومره ښکلې څومره خوږه جینۍ ده . بس ټوله لاره همدا سوچونه وو ، له بس ښکته شوم ، د پوهنتون له لوی دیوال سره جوخت روان وم ، وړاندې د محصلینو شور زیاتیده ، ټول راغونډ شوي وو بس یایې مجلسونه کول یابه یې هم په نجونوکې کتل ...
نن له نورو وړاندې پونځي ته ننوتلم ، په خپل ځای کېنستم ، دنورو محصلینو په انتظار وم کله به مې خپلې بې وسۍ او بې کسۍ ته سوچ شو ، کله به مې همغه جینۍ رایاده شوه ، څه شېبه ناست وم چې همدا جینۍ چې له څنګه مې کیناسته راننوتله ، دا جینۍ پروین نومیده خو کله به چې ښوونکي دهغې په اړه له ماڅه پوښتل مابه ورته ویل چې نه آغلې تمرین نشته یا ...
ډېره شېبه ښوونکي ته ځير وم ، خو زړه مې عجیب ناکرار وو، هیڅ وخت داسې نه وم شوی که به ناروغ هم وم خو درسونو ته به مې ډیر ځیر وم ، او هیڅ مې نه قضا کول خو نن مې غوښتل چې له درسه پاڅم او نور یاکور ته لاړشم یا داسې ځای ته چې څوک راباندې کارنلري لږ شېبه له ځانه سره سوچ وکړم ...
هغې جینۍ مې هغه دچاخبره بیخي کور وران کړی وو ، مینه به هم تر اندازې وه ، خو نه هغې ته مې بې اندازې زیاته تلوسه وه ، یوځل یې ووینم ، یوه خبره ورته وکړم او دهغې خبره واورم لږ تر لږه دومره واورم چې هغه پښتنه ده که پاړسي وانه .
ښوونکي ته مې دوه سترګې نیولې وې خو په درس نه پوهیدلم ، چې ښوونکی ووت زه هم له ځایه پاڅیدم او مخ په بهر راروان شوم ، ډېره شېبه مې د خپلې پوهنځۍ له برنډې د ادبیاتو پوهنځي ته وکتل ، خوچېرې په دومره زیاتو محصلینو کې څوک لیدل کیدل ، بیا درسونه هم لا روان وو .
راښکته شوم وړاندې دچمن لور ته لاړم ، ډېره شېبه مې په چمن کې چکر وواهه کله به مې فکر کاوه چې هماغه جینۍ راسره قدم وهي او زه هم ترې پوښتنې کوم هغه هم په هماغه خندانه قواره راته ځوابونه وايي خو کله به مې هم فکر شو چې نه هیڅ نشته . له ځانه سره به مې وویل چې مینه خو هم عجب څيز دی ؟
خپلې سوالګرې قوارې ته مې فکر شو ، دشاوخوا محصلینو شیک او ښکلوجامو ته به مې وکتل زما جامې نه موډ او نه هم کومه ښکلا ...
په چمن کې مې پښې وغځولې یوکتاب مې راواخیست ، په لوستلو مې یې ځان بوخت کړ ، ډیره شیبه مې کتاب لوست ، لږ وروسته له شا راباندې چاغږ وکړ غږ ښځینه غږ وو ، له ځانه سره حیران شوم ، دابه څوک وي .
شاته مې وروکتل ، هماغه جینۍ وه کتابونه یې په خوا کې نیولي وو ، لکه چې دکور پلو روانه وه ، سلام یې واچاوه ،
- خیر خو دی چېرې روانه یې ؟
- ځم کورته ، ته اوس ښه یې ؟
- مننه اوس بیخي ښه یم .
جینۍ روانه شوه ،خو زما په زړه کې ډیر څه پاتې شول اوزړه مې هم ډبیدلو عجب احساس مې کاوه .
- ګوره ...
- بلې ؟
- ماویل ... وبخښۍ څه مې نه ویل .
- خوبیاهم ...
- هسې ...
نوره نو روانه شوه ، له هغې وروسته نو شپه او ورځ ، ولاړه ناسته ، درس او هرځای دهغې یاد په شعر په نثر په هرڅه کې دهغې سترګې وې ، خو یو ارمان چې مې په زړه پاتې وو هغه داوو چې ورته ومې نه ویل چې نوم یې څه دی ؟
یوه ورځ له دروازې راووتلم ، ډیره شېبه هلته ورته ودریدلم ، لږ وروسته جینۍ راووته ، عجیبه ښکلې وه ډیره ښکلې وه . . . او تل به یې په خوله خندا غوړلې وه ، موسکنده به وه ، له دروازې راووتله ، په مایې سترګې ولګېدې ، راوړاندې شوه ، له سلام وروسته یې وویل چې په کوم پوهنځي کې یم . ماهم ورته ټول شیان ډیر ښه هغه دچاخبره منظم ځواب کړل خو دهغې دنوم پوښتنه مې نه شو کولای ډیر وروسته مې دهغې دنامه پوښتنه هم وکړه هغې ویل چې نوم مې لیلا دی .
لیلا ... عجب خوږ نوم یې دی ... لږ وروسته یې راته ویل .
- ډیر مې خوښ یې ډیر ښه هلک یې ، خو وروسته لدې دې درسونه وایه ، ډیر نجونو ته مه ګوره ...
له ماسره داپوښتنه پیدا شوه ، چې یوځل راته ووایي چې په مایې مینه راغلې ده کنه . په ډیره سختۍ مې ورته وویل .
- ته هم دومره مینه راسره لرې لکه زه ؟
- هو زمایو زوی دی کټ مټ تاته ورته دی ....
تهران
۱۳۸۵ – ۱۲ – ۱۷