مسافریو دخوبونو
د تاند ټکى کام مبارکي درته وايو هيله ده مرسته مو وکړئ
تاند اوسۍ
مسافر يو دخوبونو
کروندګر یو د خوبونو ، موږ لوګر یو دخوبونو
ژرندګړي دخوبونو ، سوداګر یو دخوبونو
دعدم په توره دښته ، د آدم د ذهن زړي
شیندو ډیر په مینه ، جادوګر یو دخوبونو
ساړه د درد تېغونه ، ویلوو په زور دمینې
عجیبه هنرمند یو ، آهنګر یو دخوبونو
موږ ه روح دبدبختیو ، موږه بال یو دنیکیو
موږ وزرې د دعایو ، موږه پریو دخوبونو
دهوس په هیولا کې ، دژوندون په لنډه لاره
بار دهیلو موتړلی ، مسافر یو دخوبونو
موږه پیل د ښکلاوو ، موږه اوج دښایستونو
موږه سر یو دخوبونو ، موږه بر یو دخوبونو
موږه ټکي د باران یو ، را وریږو او ورکیږو
موږه ډک له آرمانونو ، سمندر یو دخوبونو
موږ اثر دخدايي ګوتو ، موږ اشرف دپنځونونو
موږه اوج دلوړاوي یو ، موږهنر یو دخوبونو
موږ وزر د فلسفې یو ، موږ معراج یو دخیالونو
موږ محراب د تخیل یو ، موږمنبر یو دخوبونو
موږ الهام غوندې وجود یو ، موږ سرشار یو له زاریو
نور نو خدای ته رسیدلي ، په سفر یو دخوبونو
نور نو خدای ته رسیدلي ، په سفر یو دخوبونو

تهران ايران