تبليغاتX
موسکا

موسکا

دشعر ، داستان ، طنز او ادبي ليکنو لپاره ځانګړى ويب لاګ

کورنی اوماشومان

 

  کورنۍاوماشومان

لیکنه :محمدظریف عنایت زی

 

کورنۍپه ټولنه کې کوچنی ټولنیزارګان دی چې دښځې اونارینه په ټراوسره لومړنی جوړښت مومي .کرارکراردغه وړوکې ټولګه د ماشومانوپه پیداکیدوسره لوییږي اوماشومان دښځې اوخاوند ترپالنې لاندې راځي .کله چې  لومړنی ماشوم په کو رکې پیداشوښځه اوخاوندچې دلومړي ځل لپاره دپلاراومورنوم پرې پورې شوی وي له هاغه لومړۍ ورځې دهغه دهراړخیزې روزنې په وړاندې مسوولیت لري چې دادنده اومسوولیت اسلامي ،ایماني انساني اوټولنیز دی .ماشوم پاک روح اوسپیڅلی احساس  لري اوله هماغه لومړۍورځې دزده کړې په هڅه کې وي، خوموراوپلارکولاي شي په ښې اوپه عین حال کې آسانه رودې سره دهغوي دزده کړې په لاره کې له ماشوم سره ګتوره مرسته وکړي .

 ماشوم دبشردپیدایښت بیلګه دی بیلابیلوپوهانواوارواپیژاندودماشومانو په اړه لیکنې اوویناوې کړې دي .دځینوپوهانوپه آندیوویشتمه پیړۍدماشومانوپیړۍده،له دوواړخونوداپیړۍ دماشومانوپیړۍبلل شوې.

لومړی په  هغوهیوادنوکې چې یوڅه ښې اقتصادي اوټولنیزې ودې ته رسیدلي ،د مادي اومعنوي سرچینوډیره برخه دماشومانوپه اړوندومسلواودهغوي په روزنېزو،روغتیايي ، رواني ،بدني اوپرمختیايي چارولګول کیږي چې په دې توګه په روغتیایي ،ښوونیزو،هنري ،اوروزنیزوامکاناتوسربیره دماشوم حقوق هم دراتلونکي نسل دمادي اومعنوي ملاتړاودټولنې دراتلونکي داداره کوونکي په توګه پراخ شوي اوډیرپام ورته شوی دی که څه هم په پرمختللوهیوادونوکې ددې جدي پاملرنې ترڅنګ ماشومان له یوشمیرټولنیزوستونزوهم کړیږي.

په هغوهیواودنوکې چې دماشومانواوزلمکیانوروزنې ،پالنې اوذهنې ودې ته ښه پام کیږي اوداچاره له کورنۍ نیولې بیا ترحکومته پورې  په لومړیتوب کې ده، په هغې کې ټولنیزې ستونزې ډیرې کمې دي اوهرڅه دیوه معیارپراساس اوپه یوه چوکاټ کې ترسره کیږي .

په دغه رازټولنه کې ماشومانوته یوځانګړی رول اواهمیت ورکول کیږي اوماشوم هم په مقابل کې دشخصیت احساس کوي نوکله چې ماشوم دپینځو،شپږوکلونوشي بې له دې چې څوک هغه ته دمنفي کارونودنه کولولارښونه وکړي پخپله له ټولنې دازده کوي چې څرنګه ژوندوکړي ،کوم کاروکړي اوله کوم کاره ډه ډه وکړي یعنې ویلاي شوچې په دغه رازټولنو کې ماشومان په خپله دښواوبدوتوپیرکوي، دبیلګې په توګه په دغه رازټولنوکې ماشوم چې کله پرپیاده رو،پارک ،دلوبوپه باغونو،لارواوکوڅوکې څه شئ وویني اویاپه خپله یوڅه وخوري  پاتې موادلکه پلاستیکي کڅوړه اوداسې نوردغورځولوشیان هرومرودچټلیوپه سطل کې اچوي ،اوپه دغه رازپام اوځیرتیاله لویانوسره په ټولنیزوچاروکې  ونده اخلي .

 دوهم داچې په ځینو وروسته پاتې اوپراختیايي هیواودنوکې نه یوازې دماشومانوښوونیزو،ټولنیزو،روغتیايي اوذهني ودې ته پام نه کیږي  بلکه دماشومانوروحي ،بدني اوجنسي ځورونه هماغه رازدوام لري  .چې داکارپه راتلونکي کې نه جبرانیدونکی زیان لري .په غیرصنعتي اووروسته پاتې هیوادونوکې ماشومان دنظامونودناوړه جوړښت قربانیان دي .اوددې ناو ړه چلندونوجرړې له منځه وړل یوازې دټولنې دژوروبدلونونواوعمومي نظم په رڼا کې شوني دي .له بده مرغه په ځینوټولنوکې نن سباپه کورنۍکې تاوتریخوالي اودماشوم  پر ودې دهغې اغیزې ډیرې خواشینونکې دي چې دغه ناوړه ښکارنده دنړۍپه ډیروهیوادونوکې ترسترګوکیږي .

 دځینوعلتونوله امله دپلاریامورکیدولپاره دنارینه اوښځې نه چمتووالی ،چې په دې صورت کې دژونددیولړفشارراوړونکوعواملوله لارې هڅه کیږي ژوندته سمون وروبخښي اووروسته چې ماشوم هم پیداکړي دوي هڅه کوي دهغه دناسم چلندمخه ونیسي ،یوشمیر میندې اوپلرونه بیا له خپلوماشومانوغیرواقعي تمې لري او ماشوم هم چې دهغوي دتمودپوره کولوتوان نلري،په نتیجه کې موراوپلاردماشوم چلندقصدي اودمنفي نیت پراساس بولي اوبالاخره دماشوم په وړاندې له کینې ډک چلندکوي .همدارازاقتصادي ثبات اودټولنیزملاتړنشتوالی په یوشمیرکورنیوکې دماشومانولپاره دناسم روزنیزچاپیریال درامنځته کیدوسبب کیږي .

په کورنۍکې د تاوتریخوالی بل پړاو هغه وخت پیلیږي چې میندې اوپلرونه دماشوم دچلند اوکړچارپه سمولوکې   له ماتې سره مخامخ شي.په دې پړاوکې دهرڅه په وړاندې غبرګون ښیي اودخپلې اشیباه پره هم پرماشوم وراچوي چې په دې توګه دماشومانو په کنټرولوکې دهغوي بې وسي پیلیږي .

ځینې رودې دماشوم دروزنې په فعالیتونوپورې اړه لري چې په خپله  داچاره هم په بیلابیلوسیموکې توپیرلري ،کیداي شي دبیلابیلوټولنیزودودنوله امله  په یوه سیمه کې یوه دروزنې روده ګټوره وي اوپه بل ځاي کې بله لاره اوکړچارډیرګټورثابت شي خو موراوپلارتربل هرچاپه ښه توګه دخپلوماشومانودروزنې دګټورولاروپه موندلوکې بریالي کیداي شي .ښايي چې ځینې رودې په دې لارکې دمنلواوکافي وي خودځینونوروپه آندبیادغه فعالیتونه نه یوازې ناوړه چلند بلکه ماشوم ځورونه وګڼل شي. یوشمیر ماشومان دیوې ټولنې دمنلووړناوړه چلندونوښکارهم کیږي . چې بایددهغې سیمې دناسموټولنېزودودونواورودودبدلون لپاره هڅې وشي.

په خواشینۍسره بایدووایوچې اوس هم په ځینوهیوادونوکې دماشوم د روزنې اویوه کارته داړایستلو لپاره وهل اوټکول  دتاییدوړدي .

هغه ماشومان چې ډیرځورول شوي له څیرویې له ورایه ښکاري چې تل په خیالونوکې ډوب وي اوپرنوروډیرلږباورلري له همدې امله ډیرکم دوستان پیداکوي .دغه راز ماشومان په زده کړوکې هم بې وسه وي چې دادهغوي دذهني کمزوری له کبله نه بلکه هغوي ته دبې پامۍاو پرځان دماشوم دکمزوري باورله امله وي .

هغه ماشومان چې پاملرنه نه ورته کیږي اکثره نهیلې اوپه ظاهره هم ډنګراوکمزوري وي .چې په ځینوکې رواني ستونزې پیداکیږي .

څیړنوښودلې ده هغه ماشومان چې له پیله ورته هیڅ پام نه دی شوی اوپه کورکې دکورنۍدیوه مهم غړي په توګه نه دي بلل شوي دنوې ځوانۍپه وخت کې ددروغ ویلو، له ښوونځي د تیښتې، غلااوسیګرټ څکولوپه شان ناوړه کارونوته مخه کوي  اوپه یوه ټولنیزضدشخصیت بدلیږي .

په ټول کې بایدووایوچې دماشومانوپه روزنه کې تربل هرچازیات موراوپلاررول لرلی شي  چې هغوي ته جدي پاملرنه  ددوي داولادونودښه راتلونکي اوپرځان دباوراوویسا لپاره کټوراودددنیااوآخرت ګټه پکې تغښتې ده .  

+ نوشته شده در  Wed 28 Mar 2007ساعت 20:48  توسط   | 

پریشاني په ښځواونارینه وکې توپېرلري

    

د تاند ټکي کام مبارکي درته وایو

هیله ده نه یواځې له کتلو یې خوند واخلئ بلکه ددغه ویب پاڼې په ښکلاکې هم راسره مرسته وکړئ

www.taand.com

Taand.web@gmail.com

 

 

 پریشاني په ښځواونارینه وکې توپېرلري

 ژباړه :محمدظریف عنایت زی

څیړنوښودلې ده چې دپریشانۍترټولوعامه نښه پرځان دباورنه لرل ،دځان وژنې فکرکول ،نه ګروهنه ،ستړیا،بې احساسه کیدل اوپه خوب کې ناآرامه کیدل دي .

دیوشمیرلاملونوپه دلیل په نارینووکې پریشاني ژرنه جوتیږي ،ځکه نارینه خپله پریشاني پټوي ، هغوي فکرکوي چې ځواکمن انسانان دي ،خوپه مقابل کې  دخپلواحساساتوبیانول دښځوخوي بلل کیږي .نونارینه ددې پرځاي چې خپله پریشاني اودهغې عوامل بیان کړي تل دستړیاخبره کوي .

 

 

www.taand.com

Taand.web@gmail.com

 

+ نوشته شده در  Fri 23 Mar 2007ساعت 20:7  توسط   | 

دماشوم دذ‌هني ودې لپاره څوسپارښتنې

 

                                       دماشوم دذ‌هني ودې لپاره څوسپارښتنې

ژباړه :محمدظریف عنایت زی

دامیندوارۍ له وخته بیادماشوم ددوه کلنۍترپایه پورې ځینې ساده اوآسانه لارې چارې دمناسبې جسمي ودې ترڅنګ دماشومانودذهني پیاوړتیا سبب هم کیږي .دڅیړونکوپه نظرله دې امله چې دماشومانودجسمي اوذهني ودې پیاوړتیادامیندوارۍ له وخته بیا تر دوه درې کلنۍ پورې جوړښت مومي دغه لاندې څوسپارښتنې که چیرې په غږمله توګه ترسره شي دماشوم له هراړخیزې ودې سره مرسته کوي .

۱ـــ دامیندوارۍپه وخت کې

ـــ ځینې خواړه لکه غوښه ،هګۍاوغله دانه داسې ارزښتمن موادلري چې په دې پړاوکې ماشوم ورته اړتیالري .

ـــ په دې وخت کې له هغوویټامینونواستفاده وکړئ چې ډاکتریې درته سپارښتنه کوي .

ـــ له خپل ماشوم سره خبرې وکړئ اوغږپرې وکړئ .

ـــ دقهوې اوډاکترله مشورې پرته درملوله خوړلوډه ډه وکړئ .

۲ـــ له زیږون وروسته په لومړیوشپږومیاشتوکې

ـــ ماشوم ته دمورشیدې ورکړئ .

ـــ میندې بایدله اوسپنه لرونکوموادولکه غوښې ،هکۍ،سبزیانو،کبانو اوتازه میووڅخه استفاده وکړي .

ـــ ماشوم وخت ناوخت ماساژ کړئ ځکه څیړنوښودلې ده چې دماشومانوورځنی ماساژدهغوي له مغزي ودې سره ډیره مرسته کوي .

۳ـــ له شپږومیاشتوبیاتریوکلنۍپورې

ـــ له ماشوم سره نیغ په نیغه اودهغه سترګوته په کتوسره خبرې کوئ .

ـــ دکلموماناپه اشارې سره ووښیئ ،دبیلګې په توګه کله چې دیوه شي نوم اخلئ هغه ته اشاره وکړئ یاماشوم هغه شي ته مخامخ کړئ .

ـــ په خاصوسوغاتونوسره موماشومان تشویق کړئ .

ـــ ماشومانوته دحرکت کولواجازه ورکړئ،اوپریږدئ چې هغوي تل خپله ځیرتیاوکاروي .

ـــ ماشوم ته دشیانوورپیژندل اودهرشي ترمنځ توپیرکول په بیابیاپوښتنې اوسموځوابونووروښیئ .

ـــ ماشوم جبري ښودنه نه خوښوي له هغې ډه ډه وکړئ .

ـــ کله چې پوه شوئ ماشوم مودستړیااحساس وکړښوونه مه ورته کوئ .

۴ـــ له یوه تردوه کلنۍپورې

ـــ ماشوم ته اوسپنه لرونکي خواړه ورکوئ

ـــ ماشوم ته موکتاب ووایئ اودهغه په وړاندې مطالعه کوئ .

ـــ هغه ته ښوونیزدلوبوسامانونه واخلئ .

ـــ له ماشوم سره په خپله لوبې وکړئ ،ډله ایزولوبوته دهغه په هڅولوسره دماشوم ټولنیزه پوهه زیاته کړئ .

ـــ هڅه وکړئ چې ماشوم موښه خوب وکړي هغه په یوه شپه اوورځ کې لس ساعته خوب ته اړتیالري .

ـــ کله چې له ماشوم سره خبرې کوئ دراډیواوټلویزیون په شان اضافي غږونه بند کړئ اورڼا هم په منځنۍتوګه برابره کړئ.

ـــ دماشوم بیابیاغوښتنې دامکان ترپولې پوره کړئ ،له پوښتنویې مه منعه کوئ ځکه داکاردهغوي دذهني پیاوړتیاسبب کیږي ،حتی که له تاسووغواړي چې یوکتاب څوڅوځله ورته ولولئ ورته وې وایئ .

ـــ کله چې ماشوم څه شي ته اشاره کوي اویایې دنوم پوښتنه کوي هغه ته بشپړمعلومات ورکړئ .

ـــ دماشوم په روزنه کې له مینې اومحبت سره یوځاي نظم هم ورزده کړئ .

ـــ هیڅکله موماشوم ته مه وایاست (ته په څه نه پوهیږې)ځکه که ماشوم په هغې باوروکړي بیانوستاسوخبرې هم پرې اغیزنه کوي .  

 

+ نوشته شده در  Fri 23 Mar 2007ساعت 20:3  توسط   |