تبليغاتX
موسکا

موسکا

دشعر ، داستان ، طنز او ادبي ليکنو لپاره ځانګړى ويب لاګ

نوي کال مبارک

سلامونه نوی کال مو مبارک :

سلامونه نوی کال مو مبارک ، ریښتیا تاسې پښتو خندلای شۍ ؟

بهه به یواځې موسکیږه مه وخانده ، وخانده ...

لومړی تاسې ټولوته اختر مبارک تاسې ته چې سبابه ښوونځي ته ځۍ اوسبا به دا راتلونکې ستاسې وي او ستاسو لپاره به وي ، تاسې ته چې په خلکو حکومت کوۍ او موخه مو خدمت ده ، تاسې ته چې په خپل بېل او کلنګ سره ځمکې ستاسې دسپرلي اخترۍ ته سترګې په لاره دي ،  تاسې ټولو ته چې ژوند کوۍ او دخپل ژوند لپاره کار کوۍ او بالاخره تاسې ته چې په یوخدای مو ایمان راوړی ، دهغه عبادت کوۍ او له هغه مرسته غواړۍ ...

ستاپه شونډو مې موسکا خوښیږي ....

 نوی کال ، نوې ورځ ، پدې ورځ هرڅه نوي ښکاري ، ته به وایې چې طبیعت دتیرکال له ګردونو پاک پریمنځلی دی او نوی رنګ دورکړی دی ، ته به وایې چې طبیعت هم نور نوي کال ته تیاری نیسي ، په دې ورځ دهرچاپه زړه کې نوې هیلې وي ، په وړو او پاکو زړونو کې دښوونځي دتګ تلوسه وي ، دښوونکي د پاکو سترګو دمهربانو شونډو څخه د تورو داوریدلو او د مینې دخبرو ،  د راتلونکي دخبرو ، د پرمختګ او نوې نړۍ سره دآشنا کیدو خبرې دساینس خبرې د کیمیااو تاریخ خبرې د احمدشابابا او میرویس خان خبرې د پښتو شعرونو او غزلو خبرې او په دښتو کې د شنو، سرو او رنګارنګ ګلانو خبرې .

په مینو زړونو کې د مینې خبرې ، دښکلا خبرې د راتلونکي ژوند خبرې د مستۍ خبرې ...

دادمستو پسرلی دی ...

هرګلاب مو شرابي شو هره پاڼه خماري ده ...

ریښتیا پدې ورځ  طبیعت شرابي وي او طبیعت خماري شاعرانه فضاوي ښکلې او ډیره ښکلې فضاوي پدې ورځ له اسمانه مینې اوریږي ښکلا په کلي کې کاروان اړولی وي او له غرونو څخه د بنفشو ګلانو ښایست رالیږلی وي .

پدې ورځ ... هو پدې ورځ :

قافله دعشق راغلې له کوم خوا ده

په زړګي باندې میشته کا څه غوغاده

پدې ورځ ښارونو ماته خوړلې وي ، پدې ورځ غرونه بریالي وي پدې ورځ د غرو لمنې دغرور سندرې وايي ، پدې ورځ د ټولو ښارونو د ټولو پرمختګونو زړه کیږي راشي د غرونو دلمنو او کلیوالو دسپرلي دښایست ننداره وکړي پدې ورځ ښاري ژوندونه خجالت وي او دکلیوال او پښتني سپرلي ښایست ته ګوته په غاښ وي .

پدې ورځ خندا په زړه کې په ټوپونو وي ، پدې ورځ خندا غواړي لکه یوښکلی او وړوکی ماشوم په ټوپونو شي او ټوله فضا په سر واخلي ...

پدې ورځ دشاعر زړه غواړي په زوره زوره خپل شعرونه طبیعت ته زمزمه کړي پدې ورځ غواړي دزړه له تله چیغه کاندي او مینه په سپرلنیو تخلیونو کې ونغاړي .

پدې ورځ د بزګرانو زړه غواړي د طبیعت له ښکلاڅخه الهام واخلي لاړشي او پخپلو پټو کې مینه وکري پدې ورځ طبیعت غواړي چې دځمکې په پراخه او پسته سینه دښکلو ګلانو ونې د نرګس ګلونه او درنګارنګ ونو نیالګي کېنول شي .

دا ورځ دمینې او مهارت څخه دډکو بزګرانو ورځ ده ، چې لاړشي دراتلونکو نسلونو لپاره دخپلو یادګارونو نیالګي کینوي ، دا د مینې او ښکلاڅخه دډکو ماشومانو ورځ ده چې ښوونځي ته لاړشي او راتلونکی وویني او دخپل راتلونکي ژوند لپاره په خپلو نازکو او ښکلو ذهنونوکې دښکلاوو نیالګي کېنوي ، داورځ له مینې څخه د ډکو زړونو ورځ ده چې خپلې مینې پریمنځي یادخپلې مینې نیالګي کېنوي یا هم .... پیوند ورکړي ... وخانده ...

ته خانده زه به درته وایم .... 

ښه سمه ده نو چې خندا نه درځي همدا موسکاهم بس ده ، لکه ګل چې لومړی غوټۍ وي بیا غوړيږي او ښکلي بویونه یې فضا نیسي هماغه شان مینه هم پدې ورځ غوټۍ نیسي او ښکلی بوی یې په زړونو کې اتڼ اچوي .

پدې ورځ هغه دریشي خیل او لوکس پوښان چې پوزه دوه متره هسکه نیسي او ټوله ورځ یې د دریشۍ په پو کولو او پاکولو تیريږي ، هغه کسان چې دعطرو بویونه یې سړي ته پرنجۍ ورولي ، او هغه لوکسې ښځې چې نور یې په مخ دګچونو او نه پوهيږم رنګونو د موښلو ځای نه پاتې کیږي او دوه سانتي متره یې یواځې پرې همدا ګچونه او رنګونه موښلي وي پدې ورځ دهغوی مبارکې خولې جینګې جینګې پاتې وي زړه یې غواړي چې دپغمان دغرو سرونو ته لاړ شي او له هغه پاسه د صیاف ماما کلي ته وروګوي چې څنګه مزه کوي .

 پدې ورځ دهمدې ښاغلو او آغلو زړه غواړي چې چیل زینوته پورته شي د بابا صیب زیارت ته پورته شي او دپښتني سپرلي د پښتني ښکلا ننداره وکړي ...

 پدې ورځ یې زړه غواړي دننګرهار په شنه سینه والوزي پرواز وکړي اوله ډیرې خوشحالۍ اوښکې تویې کړي ، پدې ورځ یې زړه غواړي د افغانستان په فضا لکه د سلیمان په قالینچه سپور والوزي او له پاسه  لاندې را وګوري او پدې هیواد کې دمینو او غیرتونو ننداره وکړي .

زړه یې غواړي دافغانستان له یوسره لکه مرغه راولوزي تربل سره ...  

پدې ورځ یې زړه غواړي له پنجشیر نیولې بیا تر هره ځایه ورشي او دښکلاوو سیل وکړي دافغانانو حال وګوري او دهغوی دمسولانو بې غوري هم له نظره تیره کړي ...

پدې ورځ د سړي زړه غواړي دکابل په سر الوت وکړي ښکته راوګوري په خپه او غمجنه څیره کې ښکلا او ښایست ته ګوته په غاښ پاتې شي ، او د کابل دښاروال کورته هم ورغږ کړي چې له خجالت سره یې څه حال دی څومره خجالت دی ، طبیعت څومره پاک دی خو هغه بیچاره څنګه ویده دی ، داسې غږ وروکړي :

 

دکابل ښارواله !  راووځه  چې د طبیعت زړه نور له ښکلاوو په چاودیدو دی خو تاته یې سترګې نه پورته کیږي خپه دی ...  ټول طبیعت پاک دی خودکابل په ښار کې یواځې ستا مبارکه څیره نه ده چې لیدل کيږي هرڅه پکې لیدل کیږي او په ښار کې ګرځیدونکي پاک موټرونه د سړکونو په غاړه له ولاړو کراچیو څخه تنګ دي ، ککړتیاوو نور دخلکو په پاکیو یرغل کړی دی او ته لا ویده یې نه ویده هم نه یې اوس د هم دروازې ته سترګې نیولې دي چې څوک به راننوځي ددې په ځای چې خوشحاله وي په سترګو کې یې دکابل دپاکې سینې خو په چټلیو د چټلې څیرې تصویرونه  ښکاري او ته ورته خوله چینګه کړې چې کله به جیب ته لاس کاندي ...

 

نه پدې ورځ ښکلاګانو اتڼ اچولی وي ، دسخي زیارت په لور دروانو خلکو له مخې او شا لاسونه غورځوي په چکر دوتلو خلکو د خوښیو لپاره سندرې زمزمه کوي .

پدې ورځ احساسات ځوانیږي ، پدې ورځ طبیعت ټولو افغانانو ته د بېټ نیکه خبره په غوږونو کې زمزمه کوي .

 

داوګړي ډیر کړې خدایه

لویه خدایه لویه خدایه . . .

 

پدې ورځ طبیعت افغانانو ته دښه راتلونکي زیری راوړي پدې ورځ طبیعت افغانان له لاسونو نیسي دخیال په ګوته ورته ښونځی ښايي پدې ورځ طیبعت دنوي احساس تحفه راوړې وي پدې ورځ دپاک فکر کولو پیلامه وي ...

بلې   .....

پدې ورځ دپوهې خبرې رایادیږي پدې ورځ دمینې خبرې رایادیږي ، پدې ورځ د پرمختګ خبرې ذهنونوته لکه مینه هسې لارې کوي زړونوته  غزلونه په کږو وږو لارو روان وي او ټولنې ته د خدمت نصیحتونه کوي پدې ورځ هرڅه هوښیار شوي وي ، پدې ورځ هر افغان ته د ښه ژوند کولو الهام کیږي او زړه یې له کرکو پریمنځل کیږي ، پدې ورځ ټولې کینې او غوسې ځي ، پدې ورځ د خوښۍ مشره لور لکه مسته پیغله  ....

بهه بهه لکه مسته پیغله  لکه ډیره مسته پیغله هو پدې ورځ نو د خوښۍ هغه مشره او پیغله لور خندا   هو بالکل خندا پدې ورځ یې د ځوانۍ دجوش شیبې وي پدې ورځ یې زړه غواړي له مینې یې زړه ډک شي او په یوه پښتنه ټپه یې تش کړي ...

یاهم ووایي :

دحسن له سپرلو نه رنګونه واخله واخله

دمینې له ګلشنه ګلونه واخله واخله ...

پدې ورځ د نوي فکر ، نوي ژوند او نوي درس غوټۍ په سپړیدو وي او دسپړیدلو غږ یې هم اوریدل کیږي آرام آرام ...

دادمینې ورځ ده ، داد ښه فکر کولو دپیل ورځ ده ، داد نیکمرغیو لپاره دهڅو لومړۍ ورځ ده ، پدې ورځ نو د پرمختګونو او خلاص فکر کولو پیلامې په کلیو کې اتڼ اچوي او له ښارونو غیږ چاپیروي .

پدې ورځ دسړي زړه غواړي ورشي کابل ته ، په کابل کې ورشي ...  نه پوهیږم چیرته ؟ ....

هلته چې زموږ استازي ناست دي خپل پارلمان ته ، یو یو له ګریوانه ونیسي او له یوه یوه څخه پوښتنه وکړي چې خدمت تعریف کړي ... هو .... دخدمت تعریف ترې وغواړي او لکه هغه مهربان ښوونکي به چې موږ ته جزا راکوله غوږونه به یې راباندې کشول دهغوی غوږونه هم پرې تاو کړې ، ځینې خو په نرو لښتو ووهې ترڅو درته توبه وباسي ...

نه ولا دا دتوبې خلک ندي ... خو خیربیاهم یوڅه وکړې ...

یاورشې په کابل کې هر یو وزارت ته ځان ځان ته ورننوځې او یو یو وزیر له غوږه راونیسې او ترې پوښتنه وکړې چې افغانستان ، غرور ، ویاړ ، افغانان او خدمت ټول یوځای تعریف کړه ، ولې یې په  غاړه د لویدیځوالو غوندې نیکټایي ځوړنده ده خو هغومره احساس نلري چې ملایې دم کړي ...

دسړي زړه غواړي پدې ورځ ورشې دهر چارواکي په غوږ کې دا بیتونه تکرار کړې :

بې ځایه کېناستل او یوه لحظه غافلیدل

لوی جرم یې ګڼي چې څوک قیام لري په مخکې

په دارباندې ځنګل لکه په ټال باندې ځنګل دي

هغوی ته چې هدف لري مرام لري په مخ کې

 

هو بیا ورته ووایې چې زموږ ولس خدمت غواړي ، ټوله نړۍ پدې فکر کې ده چې څنګه په ښه توګه ژوند وکړي څه وکړي چې ترټولو خوندور ژوند ولري او دخپل راتلونکي په فکر کې دي ، خو زموږ افغانان پدې فکر کې دي چې څرنګه ژوندي پاتې شي ؟

پدې ورځ طبیعت سړی له لاسه نیسي او څو بیلابیلو لارو ته یې مخامخ دروي په کومه ځې ؟ کومه لاره غوره کوې ؟

پدې ورځ طبیعت احساسات پلوري ، پدې ورځ هرڅه نوي جامې اغوندي نو ....

نو ...

که داسې وي بیا نو ولې مټې نه رانغاړو او پخپله ولې نه لاس په کار کیږو ؟

هغو ته باید تمه ونه کړو چې  خپلې خیټې نشي وړلای ، هغوی ته باید تمه ونکړو چې دومره تنګ نظره دي چې مخ ته یې دقطر دبهرنیو چارو وزیر هم کېنوي نه یې ویني ...

هغوی ته باید تمه ونه کړو چې تراوسه پدې نه پوهیږي چې خدمت یعني څه ؟

هغوی ته باید تمه ونه کړو چې تراوسه نه پوهیږي چې افغانان څه او څه کولای شي ؟ راځۍ ... راځۍ  لاس په کار شو ، نور نو غوړو غوړو وعدو ته تمه نه کوو نور نو په خپله د نوي کال لپاره د نیالګیو له کېنولو نیولې بیا دښونځیو تر جوړولو د روغتونو تر جوړولو د سړکونو او آبادیو تر جوړولو پورې نور نو دانجیر صاحب متر ته اړتیا نلرو چې په پنځه پوښونو کې یې لکه د کونډو تعویذونه تاو کړی ... نور نو د امریکایانو ، ترکانو اوهندوانو ماشینونوته اړتیانه لرو زموږ بیل زموږ کلنګ هرڅه دی او زموږ قلم له هرچا ښه دی ...

پخپله به نور دکابل سینه پاکه ساتو ، پخپله به فکر وکړو چې موږ باید خپل کابل په خپله پاک وساتو ښاروال صیب پریږدۍ چې دخلکو په جیبونو کې چرت ووهي ...

وکیل صیب پریږدۍ چې دخپلو تیرو کړنو لپاره توجیه وګوري اوپه پلمو کې چرت ووهي .

وزیر صیب پریږدۍ چې خوله چینګه چینګه کړي او غوړې غوړې وعدې ورکړي .

 ... هو ...

هو .... هغوی پریږدۍ  ...  

خو موږ ټولو ته دنوي کال مبارکي وایو په مټو کې مو دزور ، په زړه کې مو دمینې او د ښې راتلونکي لپاره مو لاس په دعا پورته کوو ...

تاسې آغلو ته چې تراوسه له ژوند کولو بې برخې پاتې یاست چې تراوسه مو لاپه خوله مهرونه لګیدلي دي ....

که وهل وي که ټکول وي زه هیڅ نه شمه ویلای

ظالم مې هم وهي هم مې ژړا ته نه پریږدي .

هو تاسې ته چې دهمدې بیت مصداق یاست ...

تاسې ښوونکو ، تاسې بزګرانو ، تاسې دهیواد خدمت ګارانوته ، تاسې داولس او دین خدمتګارانو ته، تاسې ننګیالیوته او ټولو هغه چاته چې دا لیکنه لولۍ ټولو مرورو وروڼو ته .

یوځل بیا نوی کال مبارک ...

اودرانه استاد حبیب الله رفیع ته ځکه چې غواړم دهغه په دې بیت خپلې خبرې ونغاړم چې وايي :

بې ځایه کېناستل او یوه لحظه غافلیدل

لوی جرم یې ګڼي چې څوک قیام لري په مخکې

په دارباندې ځنګل لکه په ټال باندې ځنګل دي

هغوی ته چې هدف لري مرام لري په مخ کې

 

په پای کې تاسې ټولو ته دنوي کال مبارکي وایم 

نوی کال مومبارک شه .

یوځل بیامو نوی کال مبارک شه .

 

ستاسې عبدالله الهام جمالزی ...

هر روز تان نوروز  و ... نوروز تان پیروز

موسک شۍ

یوځل بیا مبارک ...

+ نوشته شده در  Mon 19 Mar 2007ساعت 12:15  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

ملغلرې

ملغلرې


تر اوسه پورې نړۍ ته داسې فيلسوف نه دى راغلى چې د غاښ درد زغم ولري
وليام شکسپير
څومره چې انسان ډير پيژنم هومره سپيان ډير ستايم

ايوان شفر
واعظان وايي هغه څه کوه چې زه يې وايم نه هغه څه چې زه يې کوم

جان سلدن
پاک خداي شيطانان او بد کسان ډير د باچاهۍ پر ګدۍ پريږدي تر څو د توبې
لپاره ډير فرصت ولري سوفي سګور
د خوشالې لپاره يوازې روغ بدن او پياوړې حافظه پکار ده

البرت شوايتزر
په ژوند کې نه هدف لرم نه کومه لاره نه کوم منظور خو خوشاله يم، دغه
چاره ښيي څه لوي مشکل لرم
چارلز شولز
هغه کسان چې تير وختونه نه يادوي ،دهغو تکرار ته مجبوريږي

جارج سانتانيا
د انقلابونو په څير پيښي يوازې په پيل کې په زړه پورې وي

هوارد ساکلر
که مونږ د يو بل د فکرونو د لوستلو جادويي قدرت درلودلاي مينه به له
منځه تللې واي برتراند راسل
له مينې ويره له ژونده ويره ده او هغه کسان چې له مينې تښتي هغوي په
مړو حساب دي برتراند راسل
ښه ژوند خوشاله ژوند دى البته زما هدف دا دى که تاسو ښه واوسئ حتماً به
خو شاله وئ منظور مې دا دى چې که تاسو خوشاله واوسئ ښه ژوند به وکړئ
برتراند راسل
بد رنګه ښځې نه شته يوازې هغه ښځې بد رنګه دي چې سينګار ميز ته د دريدو
حوصله نه لري هلنا
روبينشټين
له واده وروسته نوره مينه نه شته يوازې ژوند دى چې بايد خوند ترې
واخلو رومن رولان

په کار او دنده کې د مسوليت احساس غوره خو په اړيکو کې کړونکى وي .
انسان تل د مينې تږى وي



+ نوشته شده در  Mon 19 Mar 2007ساعت 12:14  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

دوريجو بډايه کوونکي توکي

ميرمنو ته د ښو خوراکونو دجوړولو تمه لرو او له نوو يې خبروو

 

 

دوريجو بډاى کوونکي توکي :

 

وريجي په طبيعي ډول ټيامين ، نياسين او اوسپنه لري ، البته د ژرندې په وخت کې ددې توکو ځينې برخه کميږي . ځکه نو په امريکا کې د پيکو شوو (ژرنده ) شوو وريجو دتغذيه اي ارزښت په کچه قهوه اي وريجې له ټيامين ، نياسين او اوسپنې سره ګډوي . سربيره په دې چې ټولې وريجې په اسيد فوليک هم ګډې شوې دي .

د امريکا د خوراکي توکو او درمل وزارت (EDA) د دې توکو په وسيله دبډآيه کوونکو تغذيه اي توکو کچه پدې ډول اعلان کړې ده : د هرو ٤٥٠ ګرامه وريجو لپاره  ٢ ملي ګرامه ټيامين ، ١٣ ميلي ګرامه اوسپنه او نياسين  ،  ٠.٧ ميلي ګرامه اسيدفوليک .

له هغه ځايه چې ددې تغذيه اي توکو مخلوط د وريجو دانې پوښي توصيه کيږي چې وړاندې له پخولوپه ځلونو پرينمينځل شي او يا يې دپخولو په مهال زيات ونه نښتيځي ځکه چې تغيه اي توکي چې ورڅخه د وريجو دبډايه کولو لپاره استفاده شوې په اوبو کې له محلولو نورو ويټامينونو او معد ني توکو سره يوځاى له منځه ځي .

اسيد فوليک :

اسيد فوليک د ويټامين B له کورنۍ څخه دى چې مصرفول يې په تيره بيا د حامله ګۍ په مهال کې د جنين د مغزي او عصبي نقصونو دمخنيوي په خاطر توصيه کيږي .  داسيد فوليک رول د ګلوبول دځوانۍ په ژېړو او د DNA   او RNA   په  جوړښت کې ثآبت شوى دى .

د لويانولپاره د اسيد فوليک د کارونې دتوصيه کچه  په ورځ کې کابو ٤٠٠ ميکرو ګرامه ده . اسيدفوليک دشين رنګو پاڼو په شينوالي او همدارنګه د بډايه شووغلو دانو لکه وريجو کې زيات ميندل کيږي . دبېلګې په توګه د بډايه شوو وريجو نيم ګيلاس  دبدن دورځنۍ اړتيا وړ اسيدفوليکو د اندازې   ٨  فيصده لري  .

ټيامين :

 ټيامين (ويټامين  B1 )  د يو کوانزيم د يوجز په توګه  په انرژۍ د ګلوکوز په بدلون کې رول لري ، د ټيامين کارول د مغز، زړه او ښې اشتها د سلامتۍ لامل کيږي .  له هغه ځايه چې بدن د ټيامين په ذخيره کولو نه توانيږي ځکه يې نو په ورځنيو خوړو کې شتون اړين دى .  دسپينواو قهوه اي وريجو نيم ګيلاس د ورځنۍ اړتيادټولې اندازې ٦ او ٧  سلنه (فيصده) ټيامين لري .

ريبو فلاوين :

 

وريجې لږ څه  ريبوفلاوين (ويټامين  B2 ) لري چې د انرژۍ دتوليد اود پوست دتړاو دساتولو او سترګو لپاره اړين دي . نيم ګيلاس پخې شوې قهوه اي وريجې  دورځنۍ اړتيا د ټولې اندازې يو سلنه  ريبو فلاوين لري .

نياسين :

نياسين (ويټامين  B3 ) هم  په  انرژۍ د ګلوکوز دبدليدلو لپاره اړين دي ، همدارنګه دهغه شتون د پوست دروغ پاتې کېدلو او دمعدې اوعصبي سيستمونو دمناسب کار لپاره اړين دي . نيم ګيلاس سپينې اوقهوه اي پخې شوې وريجې د ورځنۍ اړتياوړ نياسينو دټولې اندازې  ٦ او ٨ سلنه نياسين لري .

ويټامين  E   :

ويټامين E   په وازګو کې محلول دى چې اړينې وازګې او اسيدونه د اکسيداسيون له ګواښ څخه يې دبدن په سلولونو کې ژغوري . دوريجو نيم ګيلاس د لږ څه ويټامين اي لورنکې دي .

 

کلسيم :

دوريجو کلسيم ډېرلږ دى ، کلسيم دهغه اړينو عناصرو نه دى چې دغاښونوپه جوړښت اوهمدارنګه د عضلاتو په کار کې ونډه لري او ترڅو چې کلسيم نه وي حرکت شونى ندى .  د عصبي پيغامونو ليږد راليږد  يون کلسيم په وسيله ترسره کيږي اوکلسيم د وينې دجوړيدلو په مرحلو کې پراخه ونډه لري .

اوسپنه :

په بدن کې داوسپنې لويه سرچينه هموګلوبينونه دي ، جوړښتي هموګلوبينونه اوسپنه (هم)او يو پروتين (ګلوبين  )دى  چې دنده يې حجرو ته د اکسيجن رسول دي . ځکه نو د اکسيديشن پيښې په حجرو کې رامنځ ته کيږي  .

له بلې خواد اوسپنې زياته برخه له انزيمونو څخه جوړه ده چې په انرژۍد ګلوکوز او چربو اسيدونو د بدلولولپاره اړين دي . دسپينواو قهوه اي پخو شوو وريجو نيم ګيلاس داوسپنې د ورځنۍ اړتيا اتمه سلنه (فيصدي ) جوړوي .

فاسفورس :

فاسفورس د بدن او هډوکو په جوړولو کې مهمه دنده لري . نيم ګيلاس پخې شوې قهوه اي اوسپينې وريجې د اړتيا وړاتمه او دريمه سلنه برخه جوړوي .

پوتاشيم :

دپروتينونو د توليد اوپه حجرو کې  دآنزيمونو د کار لپاره همدارنګه په بدن کې د مايعاتو دتعادل دساتلو لپاره پوتاشيم لازم دى . د قهوه اي وريجو نيم ګيلاس پوتاشيم ته دبدن د ورځنۍ اړتيا لږ ه يا يو فيصده برخه تامينوي .

سديم :

سديم په بدن کېد مايعاتو د تعادل په ساتلو کې د عصبو او ماهيچو د طبيعي کار لپاره مرسته کوي او شتون يې روغتيا ته ډېر اړين دى .

دوريجو په څېر غلې دانې په طبيعي ډول لږ سديم لري . په حقيقت کې سپينې وريجې هيڅ سديم نلري . په پخو شوو وريجو کې دسديم کچه دهغې دپخيدلو په اوبو او مالګې پورې تړاو لري .

لدې تبصروسره وريجې د هغورژيمونو لپاره چې سوديم نلري ښه خواړه دي .

 

+ نوشته شده در  Mon 19 Mar 2007ساعت 12:12  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

فراري

 

                                     فراري

 لنډه کيسه :

 

     لمر دموټر له شیشې راتېر شو دهغې په سپین مخ یې وړانګې وغوړولې ، اوس یې نو ښایست هغه دچاخبره یوپه دوه شو ، موټر ګړندی  روان وو ، نااشنا او نالیدلي ځایونه مې یو یو له سترګو تیریدل ، عجیب ، پردي او بل ډول وو ، له پولیسو څخه مې ویره شیبه په شیبه زیاتیدله ځکه اوریدلي مې وو چې دلته دلارې پولیس په هرو لسودقیقوکې یو ځل په سړک تیریږي ، له شیشې مې ورکتل او ویره مې شېبه په شېبه زیاتیدله  او دپوستې یاددوی په ژبه پاسګا ته مې شیبه په شیبه ورکتل .

     که یوې خواته پولیسوته متوجه وم له بلې خوا به مې دبلې چوکۍ دښیښې څنګ ته ناسته جینۍ له نظر تیره کړه ، ښکلې وه خدای شته ډېره ښکلې وه سپین مخ یې لمر ته په ځلېدو کې ښایست څو چنده نور هم زیات کړی وو . که به هرڅو دهغې دشاچوکۍ له سپاره چاغ کس نه هم وویریدلم نو بیابه مې هم ترې سترګې نه اخیستلې ، او دسترګوتر کونجوبه مې څارله دجینۍ سپین مخ او تورې خو سرې غټې غټې سترګې ریښتیاهم هغه دچاخبره ملاماتوونکې وې  ،  یواځې د موټر دکړکۍ لوري ته ناسته وه کله به یې ماته راوکتل خو نور یې نو بهر په دښته کې سترګې ګنډلې وې او خدای خبر په کومو چرتونو کې به ډوب وه . ماورته سترګې هم داسې مخامخ نیولې وې ، یوځل جینۍ په غوسه شوه او شاوخوا یې وکتل ، زه وویریدلم چې په زوره څه ونه وایي نو سترګې مې ښکته واچولې ، وړاندې د بم په نوم لویه اوخطري پاسګا یاپوسته مو په مخکې وه د پوستې په لیدلو مې هر څه له یاده ووتل دجینۍ غټې تورې سترګې سپین مخ او داننګو سرخي ... په ډیره وارخطایي مې خپل بکس ترچوکۍ لاندې کړ او ځان مې آرام ونیو جینۍ هم له مابدتره غوسه ناکه او په خپله چوکۍ کې هغه دچاخبره مار اوماهی شوه . خو نه پوهیدلم ولې ؟

     موټر کرار کرار دپوستې مخ ته ودریده لویه پوسته وه ټوله په قیمتي ډبرو جوړه شوې وه موټر په جلا جلا دروازو ورننوتل او له تلاشۍ وروسته خپلې لیکې ته برابریدل ، دلته موټروانان هم زیاتره جریمه کیدل ځکه چې که به کوم موټروان له سټنډرډ چټکوالي ګړندی راغلی وو دهغه تصویرونه به ورته ښوول کیدل او دلته به یې یاجریمه کاوه یابه یې ترې موټر ګرځاوه اومسافر به یې په بل موټر کې لیږل .

      یولوړ ځوان پولیس موټر ته راپورته شو ، دڅو تنو څخه یې پیژندپاڼې او تذکرې وغوښتلې ماته چې وار راورسیدلو نو ځان مې لږ غلی کړ خو پوښتنه یې رانه وکړه چې دکوم ځای یې ؟ ماورته خپل اسناد وښوول  لاندې یې دستکول ته پام شو ویې ویل :

-         دادچادی ؟

ماوویل :

-         زمادی

-         دلته څه کوي ؟

-         خو دلته مې راسره ایښی دی .

-         ښه نه کوې چې دلته د ایښی دی راجګ شه !

ماهرڅومره شور وکړ خو له لاسه یې ونیولم او له موټر یې ښکته کړم شیان په دکتنې په پټه تیریدل زماله زړه خدای خبر وو بلاخره یې له لاسه ونیولم او مخ په پوسته یې ورننه ایستلم د پوستې مخې ته بیروبار وو ، وړاندې یې په دروازه وربرابر کړم پولیس راپسې له شانه روان وو ماموټر ته وروکتل پدې تمه چې هماغه جینۍ به د اخر ځل لپاره ووینم ، خو چې ورومې کتل نو جینۍ یې هم له موټر راښکته کړې وه او موټر په لویه دروازه د امام خمیني ترتصویر لاندې مخ په وړاندې ووت .

      ماپه زړه کې وویل چې دخدای احسان دی راځه ملګري به وو ترڅو چې زما ستونزه نه وي حل شوې ته هم راسره پاتې شه خو دې ته حیران وم چې هغه یې په کوم جرم نیولې ده ، قاچاقبره خو به نه وي ؟  بل خو داسې جرم نه وو چې دې پاسګا یې په تور له موټره ښکته کړې وای  ، زه له یوې خوا خپل قسمت ته پدې حیران وم چې څرنګه په دومره پوستو راتېر شوم ونه نیول شولم اود لته یې ونیولم ... له بلې خوا دې ته خوښ  شوم چې جینۍ یې راښکته کړې وه .

      ډېرخپه وم پولیس راسره خوا په خوا روان وو له شنو او سرو ګلانو تیرشولو مخامخ یې په یوه کوټه ورننه ایستلم . په کوټه کې کراره کراري وه څوک نه ښکاریدل یواځې یوه اوږده چوکۍ چې څوکسیزه وه د دیوال څنګ ته ایښې وه پولیس راته وویل دلته کېنه . ماترې اوبه راوغوښتلې هغه وویل سمه ده لږ شیبه صبر وکړه .

      بې صبرانه مې دکړکۍ لورته ورکتل چې جینۍ به څه شوې وي کوم خوا لاړله . لږ وروسته  چې مې فکر شو دګلانو په منځ کې له ېوې ښځینه پولیسې سره راروانه وه له سره ترپښو پورې ټوله په تور رخت کې نغښتې وه یواځې سپین مخ یې نوي راغوړیدلي لمرته شغله وهله . . .

      جینۍ یې هابلې کوټې ته بوتلله ، کاشکي چې دلته راغلې وای یواځې یوه پوښتنه مې ترې کړې وای چې ولې پولیسو ونیوله . زما دوسییه جوړه شوه ترغرمې پورې څیړنې رانه روانې وې . دلته  ددوا او درمل سوداګر ‎ي منع وه ځکه یې نو دومره اوږدې څیړنې پیل کړې وې .

     تر ماسپښینه مې کارونه وځنډیدل مال مې ټول ضبط شو او دوړلو حق مې یې نه درلود ، ماسپښین پولیس راته وویل چې درځه نور نو خلاص یې تللی شې د نوي موټر ټکټ یې راته وخیست او دوتلو یې راته وویل  . زه له کوټې راووتلم مخامخ مې د ښځینه وو کوټې ته وروکتل ، جینۍ نه ښکاریدله زړه مې وډبیدلو کاشکې چې یواځې مې ترې دومره پوښتلي وای چې په کوم تور یې نیولې وه . ددروازې په لوري په ډیره خواشینۍ راووتلم ، له دروازې مې پښه اړوله چې یوښځینه غږ مې فکر بل خواکړ .

-         آغا ببخشید ! چي شد ؟

ویل یې وبښه څنګه شو ؟

ماوویل :

-         څه شی څنګه شو ؟

هغې وخندل ، په ډیره خوږه لهجه یې وویل .

-         درمل مو

ما وویل :

-         له کومه پوه شوې  چې درمل وو

هغې وویل :

-         پوه شوم ...

بېرته د ګلانو په منځ کې د کوټې خواته روانه شوه ، پسې غږ مې کړل :

-         یواځې یوه پوښتنه !

هغې وخندل راوګرځیده او ویې ویل :

-         پوهیږم چې یوه نده وایه :

 -  ستاسې جرم څه وو

           هغې وخندل

- ته څه فکر کوې زه ستا په جرم پوه شوم ته اوس زما جرم راوښییه

زه حیران شوم ورته ومې ویل :

-         قاچاقبره خونه یې ؟

هغې وخندل :

-         مطمین یې چې قاچاق به کوم .

-         نه پوهیږم   خو ته باید قاچاقبره نه وې .

بیایې وخندل او ویې ویل :

-         ولې رانه پوښتنه کوې ته روان یې کار دې وشو .

ماورته وویل

-         غواړم له تاسې سره مرسته وکړم .

 هغې وخندل :

-         پس غواړې محرم مې شې ؟

زه حیران شوم چې داڅرنګه جینۍ ده له دې ښکلا ،ستر او حجاب سره څومره زړوره ده .

بیایې وخندل سترګې یې پورته کش کړې :

-         هه!  نه غواړې محرم مې شې ؟

-         په منظور مو پوه نه شوم ؟

-         ستاسې ولې ماته زړه بدشو ؟

-         ځکه ...

-         ځکه ښکلالرم هه ؟

هک حیران شوم څومره زړوره ده اوڅومره ښکلې خبرې کوي .

ماوویل :

-         هو :

-          پس غواړې محرم مې شې .

بیاهم پوه نه شوم ښه مې ترې رانغلل له ځانه سره مې وویل چې نه پوهیږم په څه بلامې سر شو . . . خو له شانه یې راته وویل :

-         ولې  ؟

-         نه پوهیږم

هغې وویل :

-      ښه خوتاویل چې غواړم مرسته درسره وکړم زما جرم دادی چې محرم راسره نشته او ستا مرسته به داوه چې تراخره مې محرم پاتې شوی وای .

 

تهران 

 هفتم تیر

د صدا وسیما میلمستون

+ نوشته شده در  Mon 19 Mar 2007ساعت 12:6  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

ديوچاترټولو ښه پوهول

 

ځير شه :

خپل احساسات د وګړو په کیڼ غوږ کې زمزمه کړئ
د تکزاس پوهنتون ځیړنې ددې ښودنه کوي وګړي احساسی خبري په کیڼ غوږ ښه
اوري او ژر غبرګون ښيی
انډیپنډنټ ورځپاڼه په دې هکله لیکي کله چې احساسي کلمې د وګړو په کین غوږ
کې زمزمه شي تر ښيي غوږه ښه غبرګو ن ښیي . دغه څیړنې د امریکا سام
هوستون پوهنتون تر سره کړي دي نیورولوژست او ددغې ډلې مشر تيو چونګ سیم
په دې هلکه وايي ددغو څیړنو نتیجې تاییدوي چې دمازغو نیمايي ښی اړخ له
کیڼ غوږسره ارتباط لري ځکه نو احساسي خبر ي په کیڼ غوږ ښې اوریدل کیږي .
په دوو ژبو خبرې کول دماغزو ساتنه کوي
دنویو څیړنو نتیجې ددې ښودنه کوي چې که انسان په دوژبو پوه وي نو دعمر
له زیاتیدا اودمازغو له ساتلو سره به یې مرسته کړي وي .
کانادايي څیړاند وايي هغه ماشومان چې له ماشوموالی په دو ژبو خبر ې کوي
دهغه کسانو په پرتله چې په یوې ژبې خبرې کوي لږ دماغزو په کمزورتیا اخته
کیږي
پر ماشومانو مخکینیو څیړنو ددې ښودنه کوله چې که ماشوم په دو ژبو خبرې
کوي دهغوي خلاقیت به هم ورسره زیات شي خو پر دو ژبو د پوهیدااغیز تر اوسه
نه و جوت شوی
په یوسلو پنځوسو کسانو دغه څیړنه شوې ده چې نیمايي پکې په دوو ژبو او
نورو په ېوې ژبې خبرې کولې هغو چې په دو ژبو یې خبرې کولې تر نورو زیات
ېې دخبرو په وړاندې غبرګون وښود او مازغو ېې ښه کار کاوه


 

+ نوشته شده در  Sun 18 Mar 2007ساعت 17:2  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

مرګ

 

 لنډه کيسه :

 

څادر مې ترې پورته کړ ، ومې نه پیژانده چې ګواکې دا به اسلم وي هغه شوخ اسلم هغه تل خندان اسلم ، سریې په وینو کې لیټۍ شوی وو ، هډوکي او وینې غونډې وې او بس ، ته به وایې چې دپښ (آهنګر) په لوی پلک دې پرې وار کړی او سره میده میده دکړی دی ، ترغاړې پورې هیڅ نه مالومیدل ، یواځې هډوکي په وینو کې لت پت ، یوغوږ یې هم له منځه تللی وو ماونه لید خو دابل غوږیې داسې ښکاریده لکه چې له پوستکي سره دمخ لور ته راګرځیدلی دی . 

ډیره شېبه ورته ولاړ وم ، ژړا مې نه شو کابو کولای ، هغه ورځ رایاده شوه ، چې  یوځای ماخوستن ووتو یو هوټل ته لاړو ، ډوډۍ مو وخوړه ومو خندل او سات مو سره تیر کړ هغه په هغه ورځ راته ویل...  داهرڅه مې یو یو له نظره تیرېدل او ورته ولاړ وم ...

ډیره شېبه همداسې ولاړ وم ، یوډاکټر راباندې لاس کیښود .

-         وبخښۍ نور وخت نلرۍ .

ماډاکټر ته وکتل ، سخته ژړا راغله ستونی مې راوپړسیده نور په ځان نه پوهیدم .

-      اخۍ څنګه وخت نلرم ، وختونه وختونه اوږه په اوږه ګرځیدلي یو ، وختونه وختونه مو یوځای سره کیسې کړي دي وختونه وختونه مو دیوبل کیسو ته غوږ نیولی دی .

ډاکټر هم سر وخوځاوه ...

-         پوهیږم خو دانو ژوند دی ټول همداسې روان یو ...

-      ولې داسې ځو هغه زما ټولې خاطرې ورسره وړي ؟ هغه دتل لپاره رانه بیلیږي ؟ زه به مې دهرې ورځې خاطره چاته وایم ؟ نور به چاته د ...

له شانه چاراباندې لاس کيښود ، شاته مې وروکتل یوه ځوانه جینۍ وه ، سترګې یې له ژړا پړسېدلې وې ، یوې بل ښځې پرې له شانه لاس تکیه کړی وو ، زه یې شاته کړم د اسلم مخ ته ځیر شوه ، سترګې یې پټې کړې ، ماته یې وکتل .

-         ته زما په درد څه پوهیږې اسلم یواځې تاته دردونه ندي پرې ایښي زما چې ...

نور یې نو خبره ډب شوه ، ژړا یې په زوره شوه ، زه ډاکټر له لاسه ونیولم او بهر یې راوایستلم ، ډیره شېبه هلته ولاړ وم ، عجیب فکرونه مې کول ، خدایه ولې ؟ ولې هغه ؟ ولې بل څوک ؟ نه که اوس ورشم ژوندی ... نه نه نور نو زموږ ژوندو له منځه ووت ...

نور په ځان نه وم خبر شوی لږ وروسته مې سترګې وغړولې ، په کوټه کې یواځې پروت وم په ماهم وینې راروانې وې . خو درد مې نه احساساوه ، اسلم وو بس کله به یې راته خندل کله به یې راسره ټوکې کولې ، خو چې لاس به مې وراوږد کړ له سترګو به مې لیرې شو .

اخۍ څنګه سخت دردونه یې راپریښودل ، ولې داسې یواځې ځي ؟ ولې زموږ دټول ژوند خاطرې ورسره وړي او بیاهم نه راګرځي ؟ اخۍ له هغه چې ساه وتله څه فکرونه به یې کول چېرته به روان وو ؟ ...

لږ شېبه همدا سوچونه وو او اوښکې وې ، بس چې چپرکټ مې نور اوښکو ونیو . هڅه مې وکړه چې راپورته شم خو نه کېده ، هیڅ غړي مې کار نه کاوه ټول ویلې وم ، کله کله به مې ویل چې کاشکي کیدای شوای اوس له اسلم سره یوځای غځیدلی وای ګوندې بیایې راته دخپل مرګ کیسې کړې وای کاشکي ...

توره تیاره وه ، شاوخوا هم بد غږونه پورته کیدل ، ډاروونکي ؟ غمجن عجیب کله به مې له ځانه سره ویل چې شاید دا به دمرګ غږ وي ، که مړشم ؟ کله چې مې ساه له بدنه وځي چې نوررانه ساه کوچ کوي ؟ ...

داسې وم لکه چې په پښو په لاسو تړل شوی یم ، لکه چې څوک مې مرګ ته کاږي ، کله به مې ویل چې مابه څوک وژني که به په خپله مرم ... کله چې مړشم بیا به څه کیږي ... دادنیا به همداسې پاتې وي ...هو لکه اوس چې اسلم لاړ هغه ژوندی نه دی خو دنیااوس هم هماغه ډول ده لکه هغه چې ژوندی وي ...

کاشکي بیا خو څوک راشي او قبر ته مې ودریږي ... نه نه .... اخۍ خو اخر به همداسې ورځ راځي ... کله به له ځانه سره وارخطا شوم اوس مړ یم که ژوندی ؟ ... بیابه مې فکر شو نه دادي فکر کوم مړ نه یم ... نو که سړی مړشي هم فکر کولای شي ... اسلم هم مړشو نو اوس به زما په اړه څه فکر کوي ؟ نه نه فکر نشي کولای ځکه دهغه سر له سره میده میده دی ... نو هرڅوک چې مړشي فکر نشي کولای ...

بس همدې فکرونو مې دسر کاسه ډکه کړه ، کله کله به مې داسې حس کړه لکه دسر کاسه چې مې نوره چوي ... بیا به مې له ځانه سره ویل چې بس ښه دی همدا څوشیبې ژوند چې فکر وکړم ... خو دڅه شي په اړه ...

نور مې فکر له یاده ووت ، غږونه ډیر بدرنګه کیدل ، داسې لکه دا غږونه چې له اسمانه راښکته کیږي ، خو پرې پوهیدم نه چې دڅه شي غږونه دي . ستر غږونه ډیر ویروونکي ځیږه او ستړوونکي ، په هر رګ رګ کې به مې یې ریښې غځولې ...

وړاندې مې داور لمبې لیدلې خو ډېرې لیرې وې ، زړه مې غوښتل ورلنډشم ، خو څه مې په وس نه وو پوره ، له شاوخوا تیارې ، تنهایۍ او ویروونکو غږونو مې نور سر ستړی شو .

غږونه رانږدې کېدل تابه ویل چې تر هر بوټي، هرې ونې او هرځای لاندې یوڅوک ګوري نفس ترې باسي . مرۍ پرې تاووي او وژني یې .

له ځمکې مې سترګې واخیستې نور له ځمکې ستړی شوم ، عجیب وو نور مې له ګرمۍ زړه چاودیده په داسې ځای کې یوه شغله باد هم نه لګېده زړه مې غوښتل یواځې یوځل باد ولګي دا ګرم بدن مې لږ سوړ شي ، داسې حس مې کاوه چې بدن مې اور اخلي ...

غږ داسې رانږدې کېده ته به وایې چې په سر مې ولاړ دی ، ته به وایې چې دسر له لوري راباندې حمله کوي خو زما مخ ځمکې ته وو، نرم مې پورته وکتل . په هوا کې په آسمان کې مې څه شی ترسترګو شول ، ډیر ویروونکي لکه همدا چې خپله مرګ وي پخپله مرګ سخت او وحشتناک ، بېرته مې ښکته وکتل ، زړه مې نه غوښتل پورته وروګورم .

ډیره شېبه مې په ځمکه ځان شاته کش کړ ، ګوندې لدې بلا لږ لیرې شم ، نور مې یې نو ویروونکي غږونه په هډو ننوتل ، ډیره شېبه مې نه ورکتل . زړه مې غوښتل ... زړه مې غوښتل ترې خلاص شم ، خو نه که منډه کړم نو رانیسي مې ، اخر داڅه شی دي ماسم ونه لیدل . .. بیا مې کرار وروکتل ، فقط لکه دوه سترګې  ، لکه دوه لویې لویې سرې سترګې ، همداسې راته وبرېښېده لکه دوه دوژخونه په دوه سترګو کې ، خو نه سترګې به نه وې ، بېرته مې ښکته وکتل . شاته مې لوی ډز شو . سترګې مې پټې کړې . . .

یوبل غږ مې هم واوریده . دمرګ غږ لکه دمرګ چیغه چې له یوچا ساه وزي له یوچا ساه اخلي ، مري ...

له ځانه سره مې وویل چې همدا به مرګ وي ، ټول به همدا وژني خو بیا به مې له ځانه سره وویل چې نو ولې یې چاکیسې ندي کړې ؟ ... خو هغوی به چې لیدلی وي نور به مړه شوي وي بیابه نه وي راګرځیدلي چې موږ ته کیسې وکړي چې مرګ داسې وو .

شاته غږ ته متوجه شوم ، ماته رانږدې کیده ، او څومره چې رانږدې کېده ، دومره یې ویرولم ، ریښتیاوو ، داټول ریښتیا وو ، پورته مې وروکتل ، هغه څیره نوره هم سره شوې وه ، نوره هم غوسه ناکه ... په ګردونو او تته هوا او تیاره کې مې وړاندې یو بل څوک هم لیدل چې ماغوندې په ځمکه اوږد غځیدلی وو .

په ځمکه یې سر نښلولی وو ، نفس یې پزې او خولې ته نږدې خاورې شیندلې راشیندلې ، خولې پرې راماتې وې ، چې څومره ورته ځیر کېدلم په هماغه اندازه مې ښه لیده ، خو مخ یې رانه هغې پلو ته وګرځاوه ،ومې  نه پیژانده ، زړه مې غوښتل ورچیغه کړم ، ورنږدې شم ، ترې وپوښتم ، چې داڅه دي . هغه پاس څه دي او دا لوی لوی غږونه دڅه شي دي . غږونه هم ندي بل څه دي خو لکه غږونه داسې دي ، دسړي دبدن په هر رګ رګ کې ننوزي ...

اوس نور ژوندي یو یو سترګو ته راتیرېدل ، چکرونه ، منډې ، خنداوې او دمور چیغې دمور ټوکې ، د واړه اباسین ګډه وډه پښتو ژبه ، دهغه مسته او مهربانه خندا ...

له سترګو مې لکه بریښنا داسې تیزه رڼا تیره شوه ، دې مې ډار یوپه دوه کړ ، ګرمي مې هم زیاته شوه ، خو له ځایه خوځیدلای نه شوای که له ځایه خوځیدلای ... ویرېدلم ، تاویل بدن مې نور ویلې کیږي داسې مې بدن ګرم شو . . .

له ځانه سره مې وویل چې که پّه دوژخ کې یم ...؟ نه نه ژوندی یم ، دادی اوس مرګ په سترګو وینم ، خو نه دامرګ ؟ هو بلې دامرګ دی ...

هغه وړاندې کس ځان سره وخوځاوه غوښتل یې پورته شي ، خو ځان یې په ځمکه پورې وسولاوه نه شو پورته کېدلای ماهم ځان وښوراوه زه هم نه شوم پورته کیدلای ، غوښتل مې هغه ته خبر ې وکړم ، خو خوله مې نه خوځیدله ، همداسې په خپل ځای کې سره خوځیدلم راخوځیدلم ...

غږونه رازیات شول ، داځل بل ځلې غږونه لکه چې دمخامخ جرګې ټول مړي راپاڅیدلي وي ، په خپلو کې خبرې کوي ، زېږې خبرې ډاروونکې او غوسه ناکې خبرې ، زړه مې غوښتل ور وګورم چې مړي به څنګه ښکاري ، جامې به یې په تن وي ... نه ...

وړاندې مې څو څیرې ولېدې تکې تورې تورې په توره تیاره کې نورې هم تیاره ښکارېدې ، سپین غاښونه یې له لیرې ښکاریدل ، په اوږدو اوږدو لاسونو کې یې د لرګي څمڅې او قاشوقې رااخیستې وې ، اوږدې اوږدې څمڅې ، مادسترګو له کونجو ورته وکتل ، دانو چېرته ځي ، ولې ټول راپاڅیدلي دي ؟

په ګډو وډو غږونو کې مې یو غږ وپیژانده ، ویل یې .

-         ماپښه پرې کیښوده .

عجیبه په څه شي یې پښه کیښوده ، وړاندې مې ورته پام شو ، چې ډیر زیات راروان وو ، ورپسې نور هم راروان وو او مخ زموږ لور ته راتلل ، اوږدې اوږدې پښې یې وې ، نري نري لاسونه ټول سپین هډوکي وو ، خو ککرۍ یې تورې ښکاریدې ، عجیبه شاوخوایې بل شان ګڼه ګوڼه جوړه کړه خو دیوه په غږ هم نه پوهیدم یواځې په هماغه یوه خبره پوه شوم چې ویل یې ماپښه پرې کیښوده .

ماغوښتل لاس وخوځوم ، خو نه کیدله ، هرڅومې وکړل یوغړي مې هم کار نه کاوه ، زړه مې غوښتل سترګې پټې کړم خو نه کیدله ، ټول مړي شیبه په شیبه زما لور ته نږدې کیدل ، ټولو په یوغږ یوه کلمه ویله خو زه پرې نه پوهیدلم ، وړاندې مې په تیاره کې ورته وکتل له شاوخوا څخه نور هم راپورته کیدل او دې لور ته را روانیدل ، دټولو یو رنګ لرګي په لاس کې وو ، ټولو یو رنګ ګامونه اوچتول .

په سر پورې هغه نور غږونه مې هم بیا راپیدا شول ، اوس نو ښه ډیر شول ، هغه غږونه او د مړو غږونه سره یو شول ، تابه ویل چې غږونه هم وینم ، ټوله فضا له غږونو ډکه شوه ، دغږونو له څیرو دغږونو له اوږدو او ویروونکو څیرو .

ټول مړي دېخوا په منډه شول ، ټول راغلل یوځای کتار ودریدل ، کتل یې دسترګو په سوریو کې یې سرې سرې رڼاوې راپیدا شوې ، په هماغه بل کس ورټول شول ، ټولو یورنګ خپلې څمڅې خوځولې ، او په خپلو کې سره په خبرو لګیاوو ، له وړاندې جرګې هم د ژړا غږونه راپورته شول ، د ویروونکې ژړا ، ماغوښتل چې په غوږونو کې ګوتې واچوم نور داغږونه وانه ورم خو وړاندې کس ته مې فکر شو چې ټول مړي پرې وروختل .

دټولو مړیو پښې یې په سر کتار شوې ، سپینې پښې ا و لویې او نرۍ لکه هډوکي ... دهغه سړي سر په ځمکه هوار شو ، په وینو کې همداسې هوا ریده او پلونه پرې زیاتیدل ، همداسې اوږدشو او نور نو یې نفس دشاوخوا خاورو څخه دوړه نه پورته کوله ، اوس یې یواځې له ستوني څخه یوه یوه دوړه وتله ، یو ویروونکی غږ ...

ماځان سره تاو کړ ، خو بدن مې کار نه کاوه ، اسلم راته یاد شو چې دهغه هم سر په ځمکه هوار وو ، پورته څیرې ته مې بیا وروکتل خو اوس د مړو غږونو یې ځای نیولی وو هلته اوس د مړو غږونه وارخطا یوې او بلې خواته ګرځیدل ، لالهانده او ویروونکي ، کله به دځمکې لور ته رانږدې کېدل او کله به نور هم پورته کیدل .

مړي او غږونه یې زما لورته رانږدې شول ، ډیر رانږدې شول ، هغه توره تیاره چې تراوسه پکې هیڅ هم نه لیدل کیدل اوس کمیده ، کله به ډیره تیاره شوه او کله به هم دمړو غږونو رڼا وکړه او لږ څه ځای به رڼا شو دوړاندې کس وینې په ځمکه خورې شوې سر یې اوږد شو وینې او پوستکې یې دې خواته راوغځیدل ، او نور هم اږدیده ، سم ورته ځیر شوم ، سترګې یې هم په وینو کې رغړیدې . دیخوا ته راروانې وې .

یوبل غږ هم راپیدا شو همدا سې غږ لکه د وینو او سترګو غږ هغه هم وړاندې راتللو غوښتل یې دبدن په هر رګ رګ کې مې ننوزي ، سترګو ته ځیر شوم همداسې سترګې وې لکه داسلم ، لږ خندا پکې ښکاریده او په کلکه کلکه رپیدلې .

ما بیا دمړو لور ته وکتل دهغوی دغږونو لور ته مې وکتل لکه چې راته فکر شوی یې وي ټولو زما لورته رامنډه کړل .

وړاندې په وینو کې هغه سترګې لا رپیدلې چې زما په سر یې هم پلونه کیښودل ، لدې سره مې چیغه کړه ، خو زړه مې غوښتل مړ نشم ، زړه مې غوښتل چې ټولو ته کیسه وکړم چې څنګه مې مرګ ولیده .

خو پلونه مې په سر زیات شول ، زړه مې غوښتل ځان پورته کړم او له ځمکې یې وولم ترڅو بیدا ر شم او ترې وتښتم ، خو لدې سره مې سترګې په مخامخ ډاکټر ولګېدې چې لا یې د اسلم په سر څادر سماوه او خلکو ته یې کیسه کوله چې دهغه په سر دموټر دوه ټایرونه تیر شوي دي ، او روغتون ته هم له دولسو ساعتو وروسته را رسول شوی دی . . .

 

 

تهران

۱۳۸۵ – ۱۲ – ۱۷

+ نوشته شده در  Sat 17 Mar 2007ساعت 16:56  توسط عبدالله الهام جمالزی  | 

کوټه سنګي نه کوټه قلخي

 

کوټه سنګي نه کوټه قلخي

 

ستاپه شونډو مې موسکا خوښيږي :

یاره ولا دامسخرې مې څومره خوښیږي هره ورځ چې یوه مسخره ونه کړم او یادبل چامسخره ونه ګورم بېګا ډوډۍ خوند نه راکوي . څو ورځې وړاندې په کوڅه کې یوکس تاویدلو ویل یې چې د کوار موسسې دفتر چېرته ماد شېخ دوی کورته ورولیږه ، شېخ خو به ته هم پیژنې څه بده بلاده ؟ چې وررسیدلی وو ، نوشېخ دکورمخې ته ورته راوتلی وو ، کاغذونه یې ترې اخیستي وو ټول یې ورته امضا کړي وو ، هغه هم پوه شوی وو چې ماورلیږلی دی ، بیرته یې ورته ویلي وو چې وریې وړه هماغه کس ته چې په هغه دکان کې ناست دی په کمپیوټر خلکوته زنګونه ثبتوي هغه به یې درته امضا کړي نور به هغه درته ووايي چې چېرته لاړشه .

زه چې دکان ته ورغلم ورور مې غوسه ښکاریده تل به یې سر کې لاس اچولی وو ، او ګراوه به یې سترګې یې رډې رډې راوتلې وې .

- یوکس راغلی وو ، ویل یې چې یوکاغذ مې له کوار موسسې راوړی دی چې ته یې راته امضا کړې زه وپوهیدم چې دا ستا یاد شېخ یاد فرید کار دی . داڅه مسخرې دي خلک ستاسې دملنډو ندي بې عقلو بې وقوفو ...

ماځان پرې کوڼ واچاوه . څه مې ورته ونه ویل . خو ډیر غوسه وو ، ویل یې چې یوه ورځ به ستا او ددې سلیمان په کار جوړیږم تاسې ډیر بې لارې شوي یاست .

په سلیمان موږ نوم شېخ ایښی وو ، هغه ډیره موده په پاکستان کې وخت تیر کړی وو ، دوزیرو ، ځدراڼو او نه پوهیږم نورو پاکستانیانو عجبې لهجې یې ذده وې .

یوه ورځ په دکان کې ناست وم ، چې شېخ اوفریدراغلل ، ماته یې ویل چې دکان پریږده کوچني ورور ته دې ځو بیرته به ژر راشو لږ شېبه به سره ساتیري وکړو ، زه یې اوس تاته څرنګه ووایم چې شېخ څرنګه جامې اغوستې وې له خندا به دورته زړه پړک چاودلی وی ، لویه قره قولي یې په سر کړې وه ، ببر جاکټ یې اغوستی وو ، دسپین ږیرو غوندې لویې لویې ذره بیني عینکې یې په سترګو وې ، فرید هم ښه مسخره جوړه کړې وه .

ماډیره شیبه ورته زارۍ وکړې چې ما نه بیايي بیا به وروسته ولاړشو ، خوشېخ ویل چې نه بس ورسره روان شوم ورور ته مې وویل چې پام یې وي لږ وروسته احمد له ښوونځي راځی درسره به مرسته وکړي خو چې ددکان بندولو وخت کیږي حتماً راځم ،

په کوڅو کې بیرو بار وو ، له موږه دوه کوڅې هغه خوا یوپوهنتون هم وو ، بس ډير بیرو بار به وو دلته به هغه دچاخبره د نجونو هم کمی نه وو ، مسخرې به موښې برابرې وې . په کوڅه کې راروان وو ، یوکس چې له ګرمۍ یې مخ تک سور اوښتی وو او پلاستیکي ساعتونه یې پلورل ښې په زوره زوره چیغې یې وهلی .

- هلۍ لیلام لیلام ...

- واخلۍ همدایې وار دی

شېخ زه له لاسه ورکش کړم ، ورته ودریده ، شاته یې مخ راوګرځاوه ، په زوره یې چیغې کړې .

- هلۍ دشلغم ماما نه ساعتونه واخلۍ هلۍ ډیر ارزانه یې ورکوي ... ولاکه یې بل ځای داسې ارزانه پیدا کړۍ بیخي خوشي دي که یې نه منۍ یواوس ماته خوشی راکوي ...

لدې سره هغه کس ورته وخندل خوشاله شو ...

- آپرین بچیه

- بچی به دهغه پلار وي . . . دبچي بچیه ... داشلغم مخ وګوره او دومره لوی بچی ...

- هلۍ واخلی واخلی کنه ماما ځان وژني ... هلۍ هلۍ ګورۍ قسم ده پیښمانه به شۍ که نه یې منۍ ګورۍ ماماته چې اوس سندره هم درته ووايي .

هغه سړي ته یې وکتل هغه بدبد ورته وکتل ...

- ولې خپه شوې ماما یوه یوه ټوکه خو به کوو . . . ته دومره ژر ژر خپه کیږې ټوله ورځ به ته څه مرچ خرڅوې ...

سړي بیا وخندل ...

- نه ماویل که تاسې هم ملنډې وهۍ وختي یو دوه بې وقوفه راغلي وو ساعتونه یې واخیستل دکوڅې ترهغه سره پورې یې یووړل بېرته یې راوړل ویل یې چې دا خو نه اخلم ... تراوسه مې ورسره جنجال وو...

شېخ بیا ورته وکتل ...

- هلۍ هلۍ واخلۍ واخلۍ کنه مولۍ ماما اور اخلي ... نږدې دی چې اور واخلي تاسې خوېې مخ ته وګورۍ ...

لږ وړاندې دیودکان ترمخ یوبل کس هم ناست وو ، سګريټ یې پلورل ، هغه هم بدبد راوکتل ، شېخ ته یې راغږ کړل .

- شرمیږې نه سپین ږیری سړی دی ملنډې پرې وهې ؟ قوارې ته دګوره لږ خو نه یې بل دڅه ندي ذده دهمدې لپاره بازار ته راغلی یې ؟

شېخ ورته راروان شو موږ هم ورسره وو ، داسې ورځ به کمه راتله چې موږ دبازار ته راشو او له چاسره دجنجال ونه کړو، شېخ ورغی مخامخ ورته ودریده ،بیا یې کوڅې ته مخ کړ ...

- هلۍ هلۍ دادي ماخوهسې نه ویل چې آسانه خبره ده مولۍ ماما اور اخلي پوهیږۍ ددې لپاره اور اخلي چې لنډ ورته سګریټ خرڅیږي ... راځۍ بس دلته یې اخلۍ هلته یې اور کوۍ ... بهه بهه راشۍ که نن نه وي نو کله ...

له دکانه دهغه چاغ دکاندار پام شو ، راووت ، چاغ وو ځان یې نه شو وړلای ددکان په دروازه کې ودریده ...

- ستړي مشۍ ځوانانو ولا ريښتیا وایاست ... عجبه مو ورسره ونښلوله ...

په خندا شو ، شېخ موږ ته حیران حیران وکتل ،

- به به داڅه بلاده له کومې خوا راښکته شوه .

- خیر یوسې ځوانه ته ځانته ستړی مه شې ، خو لږ غټه ځوانه ډیر ستړی مشې ... کنه ولا ته به تل ستړی وې دومره خیټه چې په موټر پسې هم وتړې ستړی به شي ...

دکاندار بیا وخندل ... خو لږ بل قسم یې وخندل ،

- مهرباني څه مو پکار وو .

ماورته وویل .

- نه مننه .

- ښه ښه ماویل که څه مو پکار دي بس کامیاب اوسۍ .

لدې خبرې سره یې غوښتل ننوزي ، شېخ ماته وکتل .

- چې دابه څه خوري .

- ریښتیا ګرانه ستاخوراک څه شی دی ، ولا داسې خیټه مې وای بازار ته مې راسره نه راوړله کور مې پریښودله چې بس ټوله ورځ یې خوراک کولاۍ ...

لدې سره ټولو وخندل راروان شو ، زه له ځانه خجالت شوم ، شېخ بیخي جنګ په پیسو غواړي ، داسې هم خوند نه کوي . موږ چې راروان شو ، دساعتونو ولا سګریټ پلورونکي ته سرکوږ کړ چې دانوڅه بلاوې دي ...

پورته خواته روان وو ، یوځای موټروان چیغې وهلې ،

- کوټه سنګي کوټه سنګي .

شېخ ورغی په موټر کې یې ورکېناست ، موږ ورته خندل بیرته له موټره راښکته شو ، موټروان ته یې وکتل .

- ماویل که کوټه قلخي ته ځې هسې دماغزه خراب شوي دي چې کوټه سنګي ته ځې هلته به نوڅه وکړې ، تازه ... مخ مبارک د هم ورته تړلی ، مادرسره شاګردکړه چیغې به زه درته وهم خو پدې شر‌ط چې ځو به کوټه قلخي ته .

موټر وان ته غوسه ورغله ، ځکه کله چې شېخ سپور شو یوه سپرلي ترې ولاړه ، موټروان غوسه غوسه کتل ...

- دا کوټه قلخۍ ته دخپل پلار چلوه که دومره ګټه پکې وي ... که ګټه پکې نه وي بیا د نوهسې دنیکه قرقلي په سر ایښې ده بلا یې در وګرځه .

شېخ په سر لاس کیښود ، قره قولي یې وکتله ، ویې خندل .

- هو ولا دادهم ریښتیا وویل بابامې ویل چې د هغه موټروان پلار دوه کاله مکمل راته وژړل خو قره قولي مې ورنکړه چې فقط یوځل یې په سر کړي .

سره وموخندل دهغه ځای نه هم راروان شولو ، په ټوکوټوکو بس په ښار کې سره روان وو ، یوځای کتابخانې ته ودریدو ښه کتابخانه واقعاً چې ډیره لویه هم وه ، دوه ښکلې نجونې په کتابونو کې ګرځیدې کتابونه یې کتل ، شېخ زه له لاسه ورکش کړم ،

- راځه خوار شې کتابونه واخله ، هسې د ښوونځی ستړی کړ ، سهار ځې ماښام راځې اوس هم پدې نه پوهیږې چې په کابل کې څورنګه حیوانات ګرځي ...

ماپه زړه کې وویل چې دایوډول خو یې ښه پیژنم چې دادی له څنګه مې روان دی ، دانورډولونه خوهرڅوک پیژني ، کتابخانې ته ورننوتلو ، شېخ دنجونو خواته ورغی ، موږ دلته کتابونه کتل ښه ښه کتابونه وو ، مایودوه کتابونه راپورته کړل ، دټوکو کتابونه وو ، خو بیرته مې چې په یاد شول چې شېخ خو نالوستی دی کې مې ښودل . شېخ په کتابونو کې لګیا وو ، عقل تمام کتاب یې نه پوهیږم له کومه کونجه راپیدا کړ ، هغې یوې نجلۍ ته یې مخ وروګرځاوه .

- وبخښۍ که په طب کې یاست عجب کتاب مې درته پیدا کړ که په انجنرۍ کې هم یاست په درد مو لګيږي ...

نجلۍ مخ ترې وګرځاوه ، زه له ځانه سره خجالت شوم کاشکي لدې سره خو نه وای راغلی اوس به مې ورور هم خدای خبر چې په څه حال وي . له دروازې مې بهر وکتل ، شېخ ته مې ویل چې لاړ به شو هغه هم راروان شو ، په لارې روان وو ، سره مو خندل مو چې شاته چیغې شوې ،هغه دچاخبره کش ګیر شو ، ماتر شا وروکتل چې پولیسو دوه کسان له لاسونو نیولي وو او وهل یې ، شېخ ته مې ویل چې ولې یې ونیول ، شېخ شاته وروکتل ، نور یې نولویې لویې ذره بیني عینکې له سترګو راښکته کړې بیا یې په سترګو سمې کړې لکه دهندي فلمونو دهلکانواو نجونویې دپوزې په سر کیښودې له پاس لوري یې خلکو او پولیسو ته وروکتل .

- بس ګرانه کش پرې ورکړه چې د منډې زامن ډیر سره مست شوي دي هسې نه چې دې خواته پرې کش ورکړي .

ماله شا وروکتل ، خو شیخ له لاسه کش کړم .

- بس وروره که غواړې چې جریمه نه شې ، نو راځه شین چراغ مه ورکوه ...

په کوڅو کې ډیر پریشیانه ورسره روان وم له یوې خوا دې ته چرت ته وړی وم چې څه چل وو ، هغه کسان لکه چې شېخ پیژندل نو ولې یې ماته ونه ویل ؟ له بلې خوا مې ورور یاد ته راغی خدای خبر چې دهغه به څه حال وي که پلار اوس دکان ته راغلی وي څه نخره به جوړه وي . وايي به چې چیرته تللی وې ؟ څه دکول ؟ ...

په همدې چرتونو کې روان وم چې شېخ منډه کړه هغه بل هم پسې شو ژر دسترګو له څاره لیرې شول په ګڼه ګوڼه کې ورک شول ، شاوخواخلکو ټولو په مارامنډه کړه کلک یې ونیولم .

- هلۍ غل غل ....

- پریږده څه چل درشوی غل به خپله یې ؟

نور یې نوټینګ ونیولم ، نه پوهیدم اوس څنګه ورته ثابته کړم چې زه غل نه یم ... بس ویې نیولم لږ وروسته پولیس هم راورسیدل ښه کلک کلک یې ووهلم ، کرار کرار پوه شوم چې شېخ دکوم کس جیب وهلی وو ، هان په هماغه کتابتون کې بس هغه پسې راوتلی وو دلته یې چې پرې سترګې لګیدلې وې نورېې ترې منډه کړه .

زه لږ ساعت هغې دغې خواته دخلکو په ګڼه ګوڼه کې ترښکنځلو لاندې وم ، چې هماغه سړی چې په کتابتون کې یې کتاب کوت رامخ ته شو . درځه ته هم ورسره وې . . .

ماچې هرڅومره قسمونه وخوړل ، نه شوه بس یودوه نورې کلکې څپړې یې ووهلم . او مخ په قوماندانۍ یې بوتلم . قوماندانۍ ته چې ورسیدلم ، رایادشول چې د دکان دتړلو وخت دی ... اووو نه اوس به یې وختي تړلی وي ...

خو زه غل نه یم ...

- ورک شه حتماً به تاهم ورسره نیمې کړې وي ته هم بده بلایې ؟

- نه ولا که پرې خبر هم وم .

- ښه بیانو له قوماندانۍ څنګه راخلاص شوې .

- ولا خدای مې دغاړې نه بندوي چې ورور مې راپسې راغی ؟ که ... هوریښتیا ورور مې راپسې راغی او شېخ یې په ګوتو ورکړی وو زه یې ترې راوستلم ، له هغې وروسته مې قسم کړی چې شېخ څه چې پلار مې هم وي نو بیا ورسره داسې پیرې ونه کړم . . .

- نه دروغ وايې دا اوس دنه ویل چې مسخرې مې ډیرې خوښیږي ...

- نه خو هغه مسخرې او دا مسخرې خو فرق کوي ...

- کېنه ورک شه مسخرې یومسخرې دي . داسې ووایه چې نور نو سړی کیږم ، او سم سړی کیږم ....

- خو چې ته وایې نو سمه ده ...





تهران هفت تیر

۱۰ – ۱۲ – ۱۳۸۵
 

+ نوشته شده در  Sat 17 Mar 2007ساعت 16:29  توسط عبدالله الهام جمالزی  |