د واورینې ورځې قتل
لنډه کیسه
د دکان د مخې ښیښه خولې شوې وه، بهر د کوچني بازار واټونه د دکان له منځه پیکه مالومېدل، د واورې ستر څپرکي د ښیښې تر مخې هسې ښکارېدل ته وا په منظم ډول په هوا کې د یو څه د لیکلو هڅه کوي، بهر هم چوپه چوپتیا او له خلکو تش کوچنی بازار هسې مالومېده ته وا هر څه د واورې سترو څپرکو ته په سوچ کې تللي دي.
د کوچني بازار د منځ ستر واټ هم له واورو ډک شوی وو، یواځې یو یو موټر به په سختۍ سره د پخوانیو موټرو په پلونو پکې تېر شو، چې ډېری به یې د بازار په منځ کې ښي لوري ته د تېلو د خرڅوونکي دکان مخې ته ودرېدل او هماغه به یې ځای شو، ځکه چې هر موټر به د تیلو پوښتنه کوله او د تیل خرڅونکي هم نور ځواب لنډ وو، یواځې به یې له دکان څخه سر راوایست او وبه یې ویل:
- تېل ختم شول
د بازار په فرعي کوڅو کې هېڅ دکان نه وو پرانستی، د منځ په ستر واټ کې یو تېل پلورونکی او یو هم تېل پلورونکي ته مخامخ دکان پرانستی وو، د واورې څپرکي شېبه په شېبه د چټکۍ په لور روان وو او هوا هم شېبه په شېبه هسې تربته شوه چې له تېل پلورنځي څخه د مخامخ دکان دروازه هم پیکه مالومېده.
د تېل پلورنځي مخامخ دکان له خولو ښيښو څخه لوړ او قوي سړی را ووت، وړین پلتون یې له موزو سره ښه کش کړی وو، ستر څادر یې له ځانه تاو کړی وو او تورې عینکې یې هم لګولې وې، د دکان دروازه یې عادي بنده کړه او د تېل پلورنځي په لور ورغی، د تېل پلورنځي تر مخ ګڼ بیلرونه ایښي وو، د دکان د ننه کوچنی او ډنګر سړی چې سره ویښتان او شنې سترګې یې د واورینې پیکه ورځې پر مهال ښه انځور وو، د ګازي بخارۍ تر شا ناست وو او په ستر څادر کې یې ځان پېچلی وو او بهر لور ته یې کتل.
د ښیښې خولې یې پاکې کړې، په بازار کې شاوخوا وکتل، هوا تربته وه، خو یو څه بیا هم له وختي حالت څخه ښه شوې وه ځکه چې اوس د ستر واټ په سر کې د بازار څوکي دار هم مالومېده چې ځان یې پېچلی وو او د خپلې کوټې شاوخوا ګرځېده او په یو او بل لوري یې پام کاوه.
د بازار په بل سر کې موټر مالومېده چې آرام آرام د بازار په منځ کې را روان وو، ښکلی او نوی موټر چې له واورې لاندې کېدای شو چې سړی یې ښکلا وویني، له وروستیو ماډلونو څخه وو، آرام آرام را ورسېده او د تېلو د هټۍ مخې ته برېک شو، یو سړی چې په سترګو کې یو ډول سرخي مالومېده، له قوارې لوړ او په غوښو پټ وو له موټر څخه را ښکته شو او د بازار په لور د تېل پلورنځي د خلاصې شوې کړکۍ په لور ورغی، خو وړاندې لدې چې څه ووايي تېل خرڅونکي چې لاسونه یې په سندلۍ کې ننه ایستلي وو سر له کړکۍ را وایست او ویې ویل:
- تېل ختم شول
د دې جملې په اورېدو سره نوی راغلی کس په ځای ودرېده، چپ لاس چې په وینو سور وو هغه یې په لستوڼي کې پټ کړ او په ښي لاس کې یې ونیو او شاوخوا یې وکتل، ډېره شېبه په سوچ کې وو له سوچ وروسته یې وویل:
- هېڅ نلرې؟
- نه والله پولیس راغلل او هر څه چې مې درلودل بار یې کړل
سړی څه شېبه له موټر سره ولاړ وو، نور یې نو موټر چالان کړ او کوڅې ته یې د ننه کړ، په ګڼو واورو کې یې د تېل پلورنځي د دکان څنګ ته ودراوه، ښکته شو، او له موټر څخه ولاړ د مخامخ دېوال څنګ ته ودرېده او په ښي لاس یې سګرېټ یې را وایست، چپ لاس چې په وینو سور وو او په سپین دستمال یې تړلی وو، په آرامۍ یې پرې د پلتو قوطی ونیو او سګرېټ یې روښانه کړ، تورې ځلېدونکې سترګې یې د ببرو وروځو په منځ کې چې د واورې څپرکي یو یو پرې کېناسته د موټر په لور ځیر شو.
د واورې ستر څپرکي په منظم ډول په سړک راښکته کېدل، د کوڅې لدې سره د تېل پلورنځي ښیښې خولې مالومېدې، د ښیښې شاته د تېل فروش شنې سترګې، سره ږیره او سور پکول چې په غوږونو یې راښکته کړی وو، لاسونه او پښې یې په سندلۍ کې ننه ایستلي وو، او په ځیر ځیر سترګو یې بهر تر هغه ځایه شاوخوا کتل چې د واورو په سترو څپرکو کې هغې او دغې خواته د مالومېدو وړ وو.
بازار ته نوی راغلی سړی هم په سوچ کې د دېوال خواته کېناست، له بازار څخه یې په وتلې لاره کې سترګې ګنډلې وې چې تېل فروش له دکان څخه راووت او راغی د هغه خواته ودرېده، آرامه یې پوښتنه وکړه:
- لاس دې په څه دی؟
- یاره لدې پاس کلي څخه رادېخوا مې موټر خراب شو
تېل فروش یې یو ځل بیا لاس ته وکتل، بیا خپله ده ته وکتل، چې یو ډول ویره او وارخطايي ورسره وو، څه یې ونه ویل لږ شېبه چوپ وو، نوي راغلي سړي چې سګرېټ ته ژور کش ورکړ بیا پوښتنه وکړه
- تېل دې پاک خلاص کړل؟
- یاره خلاص یې بوله
له کومه ځایه راغلې او څنګه راغلې او چېرته ځې پوښتنې تر ډېره روانې وې، خو پدې کې تېل پلورونکی نوي راغلي سړي ته متوجه شو چې له یخنۍ څخه یې ټول بدن ریږدي، سترګې یې هم هسې سرې ښکاري ته وا ښه ډېر بې خوبه دی او په ژور چوپ کې ډوب مالومېږي، له لاسه یې ونیو او خپل دکان ته یې بوت، د تېل پلورنځي په دروازه ورننوتل، په سندلۍ کې یې لاس او پښې ننه ایستل تېل فروش پوښتنه وکړه:
- هان له هغه ځایه یواځې وې؟
نوي راغلي سړي لږ ځنډ وکړ، له کړکۍ بهر موټر ته یې وکتل، وروسته یې ځواب ورکړ:
- نه تر پاس کلي پورې یو بل کس هم راسره مل وو خو هغه نور خپل کور ته راورسېده ښکته شو
- موټر ته دې چینونه هم یواځې دوه ته بسته کړي
- والله لدې موټر سره یو څه نوی یم، دوه ټیرونه یې په بیړه کې وم رانه پاتې شول
تېل پلورونکي د هغه قواره او موټر دواړه په ژور نظر له نظره تېر کړل، غوښتل یې بله خبره وکړي چې د دکان دروازه خلاصه شوه او د مخامخ دکان لوړ دکاندار راننوت او له نوي راغلي کس سره یې له روغ بړ وروسته تېل پلورونکی ته وویل:
- یاره یو موټر خو لکه چې راغی، که دا موټر له ښاره راغلی وي نو پدې بوه شه چې ستا تېل او زما سودا هم په لاره کې دي، که دا له ښاره نه وي راغلی نو بیا باید تر سبا او بلې ورځې پورې صبر وکړو.
د دې خبرې په اورېدو سره نوی راغلی کس راووت او د بازار په منځ کې په تېرېدونکي موټر کې یې سترګې خښې کړې، یو یو مسافر یې په ځیر وکوت، موټر په بازار کې تېر شو او په هغه لاره ووت چې لږ وړاندې بازار ته همدا سړی پرې له موټر سره راغلی وو، سړي پسې وکتل نور نو د دکان په لور را روان شو.
په دکان کې د ننه دکاندار او تېل فروش په کوڅه کې د هغه په لور کتل او تېل فروش دکاندار ته آرام وویل:
- یاره دا سړی راته مشکوک ښکاري، حرکات یې داسې بل ډول دي، دغه خپل موټر ته هم داسې بل ډول ګوري، زه خو داسې ترې ویریږم.
پدې کې سړی په دکان ور ننوت، دکاندار او تېل فروش هم چوپ شول، څه شېبه خو درې واړه په سندلۍ کې پټ وو او بهر یې د واورو د سترو سترو څپرکو سیل کاوه نوي راغلي کس د مخامخ دکان په مخ کې په ولاړ موټر سترګې ولګېدې په بیړه یې د څنګ دکاندار ته مخ ور وګرځاوه:
- هغه موټر ستا دی؟
- هو ولې؟
- یاره ته خدای یو کار خو وکړه، هغه دا چې ما ته دومره تیل راکړه چې تر ښاره ورسیږم هر څومره پیسې چې غواړې درکوم یې، زما کار ډېر ضروري دی
لوړ دکاندار تېل فروش ته وکتل، تیل فروش لکه چې په سترګو کې څه اشاره کړې وي، دکاندار له لږ شېبې ځنډ وروسته وویل:
- اول خو دا چې زما موټر دومره تیل نلري چې تا ښار ته ورسوی، بل دا چې زما هم په کار دي، کور مې لیرې دی او …
هغه خبرې کولې نوی راغلی سړی پاڅېده او له کوټې ووت، د بازار په منځ کې ودرېده لکه چې په کوڅو کې نور موټرونه ګوري خو کوم موټر په نظر ورنغی، له ښار څخه د راغلې لارې په اوږدو یې هم نظر وځغلاوه بېرته د تېل فروش دکان ته ورننوت، ډېره شېبه هلته سره ناست وو، لوړ دکاندار نور پورته شو له دکان څخه ووت، په خپله دکان کې ډېره شېبه ناست وو، نور یې نو آرام آرام د خپل دکان په بندولو پیل وکړ، تېل فروش به هم کله د نوي راغلي کس په لور وکتل، کله به یې د هغه موټر ته وکتل او کله به هم په سوچ کې وو، پدې کې د موټر غږ ولګېده، دواړه پورته شول او په بیړه د بازار منځ ته ور ووتل، لومړی دواړو د ښار له لوري په راغلې لاره نظر واچاوه خو بیرته یې هغې خواته وکتل چې وختي پرې نوی کس له موټر سره پرې راغلی و، هغه موټر چې لږ وړاندې له سپرلۍ ډک له بازار څخه وتلی وو بیرته را ګرځېدلی وو او د دواړو کسانو تر مخې تیر شو، وړاندې د بازار د ساتونکي د کوټې مخ ته ودرېده، موټروان او یو څو کسان ترې په منډه را ښکته شول، څه شېبه له ساتونکي سره وغږېدل، نور نو پورته د تېل فروشۍ په لور راغلل.
د بازار ساتونکي مخابره چالانه کړه
- شاهین هېواد ، شاهین هیواد
د مخابرې له مخالف لوري غږ راغی:
- اورم وایه، هېواد شاهین
- له پاس کلي څخه لاندې یو کس همدا اوس اوس وژل شوی او د سپرلۍ یوه موټر دلته بازار ته راوړی، ژر ځان را ورسوﺉ.
- پیغام را ورسېد، منتظر اوسه
تېل فروش او بازار ته نوی راغلی کس څنګ په څنګ ولاړ وو، تېل فروش آرام د سړي په لور وکتل، د هغه په وینو سور لاس ته یې وکتل، موټر ته یې وکتل، سرو سترګو ته یې وکتل، نور نو آرام د نوي راغلي موټر په لور ورغی.
ټوله سپرلي او په بازار کې یواځیني دوه دکانداران ټول د سپرلۍ په ستر موټر کې د وژل شوي کس په مړي را ټول وو، تېل فروش شاوخوا وکتل، د مخامخ دکان څښتن لوړ دکاندار هم ولاړ وو، مخامخ یې ورته وکتل
- یاره دا کس هغه سړي وژلی چې همدا اوس په تېل فروشۍ کې دی
پدې کې یې د بازار په ساتونکي پسې هڅه وکړه، چې ویې مومي خو چې له موټر څخه راښکته شو پولیس را رسېدلي وو، او هغې او دغې خواته د پولیسو ګڼه ګوڼه جوړه وه، تېل فروش د پولیسو په قوماندان پسې ورمنډه کړه او له سترې کورتۍ یې را ونیو او په بیړه بیړه کې یې ورته خبره کوله
- ګوره یو کس همدا اوس زما په دکان کې دی چې داسې ښکاري د دغه کس وژل به ښايي د هغه کار وي…
تېل فروش لاخبره نه وه بشپړه کړې چې له ونې ټیټ سپین ږیری کس چې وارخطا یې د تېل فروشۍ له طرفه رامنډه کړې وو پولیس ته مخامخ ودرېده او ویې ویل:
- قوماندان صاحب دا وژل شوی سړی زموږ کلیوال دی توریالی نومیږي، د بريالي زوی دی، هلته چې په دښته کې هم موږ ولیده ما وپیژانده، دا زموږ د کلي دی …
پدې کې تېل فروش په بیړه کې د هغه خبره پرې کړه او ویې ویل:
- موټر یې درلود؟
سپین ږیری سړی تېل فروش ته متوجه شو او په ځیرو سترګو کې یې وکتل او ځواب یې ورکړ
- هو
تېل فروش د خپل دکان تر څنګ په کوڅه کې د وختوني کس لخوا د درول شوي موټر په لور اشاره وکړه او ویې ویل:
- هغه موټر خو به د هغه نه وي؟
سپین ږیري ورته وکتل او سر یې د هو په علامه وخوځاوه
- خپله دی خپله دی، ولې دلته راغلی وو؟
- نه موټر یې همدا اوس بل چا راوست
پدې کې پولیس ژر د تېل فروش په لور وکتل او په بیړه یې وویل:
- سړی څه شو؟
- قوماندان صاحب ما غوښتل همدا درته ووایم
پولیس په بازار کې خپاره شول، د واورې څپرکي نور هم زیات شول او آرام آرام یې د تېل پلورنځي خوا ته د ولاړ موټر ښیښې او چت سپین کړل.
خپل کور
۲۲.۱۲.۲۰۱۰